Hindara

دکابل ښاروال محاکمه ستاسو په نظر

09.12.2009 06:38

دکابل ښاروال  په ښاروالۍ کې د اته لکه افغانیوو داختلاس په تور په څلور کاله بند محکوم شو. ایا نوموړې یواځې شخص دې چې په افغانستان کې په اختلاس تورن بلل شوې او که نور اشخاص هم شته ؟ ایا نوموړې دخپل براءت لپاره کومه واسطه رامخې ته کولای شي او که واسطه نه لري نو ځکه محاکمه کیږي؟ او که داوباما دستراتیژۍ او دحامد کرزي دژمنو چې داداري فساد پرضدیی کړي نوموړې د محاکمې خولې ته اچولې؟ څه نظر لریء ؟

obidullah 10.12.2009 08:05

د کابل کوم ښاروال ښه کارونه ترسره کړي دي چې ښاغلي عبدالاحد صاحبي وکړي. موږ که چېرې د کابل ښار نقشې ته ځېر شو نو ګورو چې پښتنو سيمو لپاره هېڅ کار ترسره شوى نه دى. او ټول کارونه خيرخانه، دشتى برچى، کارته سه او چهار په سيمو کې شوي دي. نو زموږ په نزد کې ټول ښاروالان بايد د څرخي د پله په زندان کې شپې او و رځې تېري کړي. ښاغلي صاحبي د جادې سړک چې په ښه توګه د امان الله خان په وخت کې قير شوى و ړنګه کړه او اوس ويجاړ پاتى دى او د پښتنو سميو اوسېدونکو لپاره ډېره زياته ستونزه رامنځته کړې ده. او د کابل گرديز لاره وګورۍ چې څومره تنګه ده او تل هلته ګڼه گوڼه او لارې بندې وي. او هېڅ څوک زړه نه کوي چې د کابل سيند هغې غاړي ته ولاړ شي. موږ د کوم ښاروال څخه ګيله وکړو. په دې کار کې کرزى صاحب ګرم دى چې د کابل لپاره ټول تاجک ښاروالان په کار ګمارى او يا هغه ښاروالان ګمارى چې تړوالى پورې تړلى وي.
اوس موږ د کرزي صاحب څخه غواړو چې د کابل لپاره داسې يو ښاروال وټاکي چې د پښتنو او ټولو لپاره خدمت وکړي نه يواځې د يوې ډلې لپاره.
او صاحبي باندې خو څلور کاله قيد وتې ده او د څلورو ساعتونو لپاره هم په جيل کې پاتې نه شو. ځکه چې څارنوالى ورڅخه د خوشى کيدو په بدل کې زياتې پيسې اخيستي دي. دا يوه روښانه خبره ده چې په هيواد کې فساد ډېر زيات او په څرګنده توګه ترسره کېږي. او ددې مخه نيول ګران کار دى.

ګل محمد فقير زې 09.12.2009 15:59

د وستا نو او لستو نکو و ته سلا مو نه و ړا ند ې کو م

د کا بل شا روال مو ضو ع د لو بي شر وع ده دا داسي تو طيه ده يا به شا روال او مقا بل لوري په منځ د روپو په سر وي يا به مقا بل لورې دشا روال سر ه لو ړو ا متيا زونو لاس ته راوړل وې او يا به چا چه اول ځل نو مو ړې شهر والۍ پو ست ته معر فی کړ ې و ی دهغی خو استو به مسبت ځو اب نو ې ور کړ ې نوړي شاروال د ادارې فسا د لومړ نې قر با نې دې ٠

دمشا ل په تو ګه د کنړ ونو ولا يت يو والی صا حب څو مو ده دمحه دکنړ ونو څحه تبد يل شو مو نږ پد ې فکر وو چې بيرته به خد اې مهر ا با نه دې دترا فيکو لو ې ريس او که لږ ې روپې يا هغه ډ الر چې کنړ ونو څحه دچا تراشو په رشو ت ورته ډالې شوې وؤ ورزيا تې کړ ې وزير او يا ريا ست جمهورې کې مقر ر شې او که چير ي پيشنها د ورقې ورکې شولې دمشر انو دجر ګې مشر دې ژوند ي وې کر زې صا حب ته بله درخو ا ستې ورکړ ې نموړې والې صاحب شاه ليزې ديد ار نو ميږ ې

حبیب زی 09.12.2009 13:21

ملګرو سلامونه!
د هلال خبره روغه ده. که زمونږچارواکی د اته لکه افغانیو غله وی نو دا خو هیڅ ستونزه نده . زما په آند خو باید دی سړی ته اته لکه افغانی نوری هم ډالی کړی او مننه تری وشی چی دومره لږ اختلاص یی کړی.
دلته خو خبره د میلیونونو ډالرو د اختلاص ده نه د څو لکو افغانیو! زما په نظر له دی سړی نه د چا حیا نده شوی ځکه یی د نیولو حکم صادر شوی دیاو بله لا دا چی نوموړی ښاروال صیب پرون په پریس کانفرنس کی وویل چی دا هسی اوازی دی او دا چی ده ته لوی څارنوال ویلی چی دده د لیولو له موضوع ندی خبر نو معنی دا چی هیڅ خبره نشته.

کور مو ودان

کلوله پښته کابل

هلال 09.12.2009 10:06

زه بيا ویرېږم هسې نه چې دی د فساد خلاف و ځکه په بند محکوم شوی وي. یاد شوی رقم خو دومره لوی رقم نه دی. تر دې خو واړه واړه مامورين ډېرې غلاوې کوي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.