Hindara

زمونږ اختر نه ښکاري

25.11.2009 10:07

څه اخترونه دي راځي خو زمونږ اختر نه ښكاري

په دې وطن كې دخوښيوو هيڅ اثرنه ښكاري

زمونږ دبخت ستوري رالنډ شي ښه رالنډشي مونږ ته

يودم مدار نه وځي بيا يى هيڅ منظر نه ښكاري

دلته دمرګ او درد يو ستره اژدها پرته ده

بس پښتانه خوري نه يى لر ښكاري نه يى برښكاري

څومره بې وسې شو بې كسه شو بې دمه شو مونږ

بس دټوپك په ډز ژوندي يو نور مو سر نه ښكاري

كه په همدې حالت كې پاتې شو نو بويه داسې

چې دا وګړي به دې چاته آن بشر نه ښكاري

راځىء چې لاس وركړو يو بل ته او كه نه نو قومه

خلك به وايى په دې قوم كې خو نر نه ښكاري

ع.س


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.