Hindara

اسماعیل یون ته ډالۍ

01.11.2009 05:56

بیګا بیا د څوشریرو پرسرونو

هرځواب دی دتیرې تورې ګوزار  و

طلسم دی په چورلټه ورمات کړې

اخته شوي دي د زړونو په دردونو

ددې خاورې  دڅښتن ټبر بچیه

زمانې یی زیږولې دې لپاره

چې شمله دافغانانو هسکه یوسې

خدای دی وساته له سترګو نه سړیه

دلته هره خوا اغزي کري په  لار کې

څو منحوس لاسونه  تا غورځۍ له پښونه

اراده دی خدای کمزورې مه کړه یونه

څه بی باکه غړۍ ګرځې په دې ښار کې

ګل محمد فقير زې 02.12.2009 21:00

ډير و محتر مو دوستا نو زه شا عر نه يم خو ما يو څو کر ښي و طن ته ويلی دي -وطنه ډير مې زړه خو ږګيږي پر تا -------------ستا په رغو کي ګيد ړان وينمه داد ميرو يس او ا ما نۍ خاوره ده -------------دلته شين سترګي د ښمنا ن وينه ګله دښمن دلته په لا فو را غلو ---------------اوس شر ميد لی او سر سا م وينمه ستا هر سنکراو هر مورچل په خوا کي -----------دلته غا زيا ن او شا ه زلميا ن وينمه ورځي که لږي او که ډېر ې به وې -------------جکړه کې پاتي انګر يزا ن و ينمه چا چي را وغښتل او را ي وستل ------------اوس ي په تيښته او لړ زان وينمه چا چي تور سرې او ماشو مان وژلي ------------په دی وطن کي قبريستا ن و ينمه فقير زې دا د لر او بر اواز دې --------------په دي کي پټه تو طيه زه دشمال وينمه

ګل محمد فقير زې 25.11.2009 12:56

ډيرو محتر مو وطنوالو مو نږ هميشه لپاره شحصي ګتي پنظر کي نيسو پدې حساسو شيبو کي چه ټول ملت سر نوشت پحطرکي دي څو ک مو پا کستان پوري ټړي څوک مو بي کلتوره بولي څو ک مو اطر افي بولي ---سوال ---ولي---جواب دادي دغو وطنوالو ته بله بهنه پاتي نده داځکه دغي ټولو دسيسو اومعا ملو په مقا بل کي ديو پو خ سنګر پشان ولاړ دي او وطن په سر سودا او معا ملي نکوې کهچرې دوې سره وطن په 70 ميلونو خرڅ کړې وي بيا اصلي وطنپرسته زموږ نه واي يون صاحب پلا ر او نيکه رخمت شي چه غسي جوابونه ورکړل اوزه پهحپل وار يون صاحب ---معين مرستيا لصاحب --او شکريه بارکزۍ خور نه دزړه دکو مي مننه کوم موافيقتو نه ي غواړم په درناوې ګل محد فقير زې جرمني نه

عبدالوارث 02.11.2009 15:54

په دې تمه چي ټول پښتانه نوريوبل وزغمي اونورنودځاني ګټولپاره په نورو دنيوکوپرځاي خپل ملت کاروکړي او پريکړه دي هم ملت ته پريږدي!!!!

ساپي صاحب منم دي

لرغونی لاروی 02.11.2009 07:15

زما په نظر د خپل هیواد، خپلو خلکو او خپل ملي هدف ساتنه کوم عیب نه دی بلکې ویاړ دی. که د خپل هیواد د استخباراتو په ملاتړ یو سړی ملي هدف ته کار کوي نو دا نېکمرغي ده. بده هغه ده چې د پردي هیواد په استخباراتو کې د نورو لپاره دخپل هیواد په ضد یو څوک کار وکړي.
زه خو وایم خدای دې زمونږ د هیواد ټولو ادارو ته هغه که نظامي دی او که ملکي، د استاد یون غوندې ملي مشران ورکړي نو ایله بیله به مو بیړۍ له غرقیدو بچ شي.
دا چې د استاد یون غوندې یو ملي او پښتون شخصیت په حکومت کې کار ونه کړي نو خپل هیواد باید په لوی لاس یې ستمیانو او پدرامیانو ته وسپارو.
مونږ او تاسو باید په استاد یون نیوکې او نیت بدي ونه کړو، بلکې خپلې نېکې مشورې ورکړو چې د کرزي ناوړه اداره، غیر ملي اداره او د هیواد ضد ټیم، ملي او د هیواد په ګټه روان کړي.
په همدې هیله
که یون دی یون دی
نو همدا یون دی
(چشم بد دور)

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.