Hindara

تهمت : دشهید عبدالجمیل شيلګري شعر

18.10.2009 08:29

يازما د بخت کاسې شولې نسکوری
چه نا حقه تهمت وایی په ما پوری

یا ځما د زړه په اه  کی ا ثر نشته
چه زما سپنی جا می یی کړلې توری

بیګناه په خلقو وایی تهمتونه
داعجبه  تماشه په جهان ښوری

که نن ټوله دنیا پل کړی زماجانه
ښه سړی به په دنیا ته ونه ګوری

داسړی زما دښمن دی ښه څرګند
چه ناحقه داو یل کړي په ما پوری

چه په چاکښی اصلیت د خاندان وی
د هغه سپينی جامی به نه شی توری

نه به دا احوال شی پاته په جهان کی
اوس قیامت ده رانزدی علامې ګوری

د جمیل مقصد له دی ويلو دا دی
په غیبت وینا له خدایه قهر اوری

شهيد عبدالجميل شيلګري

قرار 07.11.2009 17:04

خورکۍ ډېره زیاته بښنه غواړم. زه پوه نه وم چې لیکنه تاسې پوسټ کړې. خدای مو دپلار شفاعت نصیب او له نورو غمونو وساته. زه او صافی ښایي بیا هم د یوې دردمنې خور درد بشپړ احساس نکړای شو، ځکه چې خلک وایي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي، خو دومره احساسوم چې د عزیزانو بېلتون له حده وتلی ګران دی.

انشاءالله ستا د پلار دغه اخلاقي او له معنا او پنده ډک شعر به د هغه د قبر ډيوه وي. د پوسټ کولو یې مننه.

درناوی

نوریه 18.10.2009 16:12

.سلامونه وروڼو شيګری لا ډير کالونه مخکی شهيد شویده مننه

صافې 18.10.2009 11:40

قرار صیب عجیبه ټکي ته دی اشاره کړې.
په غالب ګومان ژوندې شهید دې، او نور یی زه هم نه پیژنم خو کیدای شي د شعر استوونکې په دې اړه وضاحت ورکړي .

مننه

قرار 18.10.2009 10:42

سلامونه صافی ګله!
د غونډ شلګر نوم دې مسخه کړی. دا شیلګری دی، که شولیګري، او بله دا چې ژوندی شهید دی، که شهید شهید. که شهید شهید وي نو خدای دې روح ښاد کړي، او که ژوندی شهید وی، لکه ما، نو د نوم مختاړی یې ولې شهید دی.

درونداوی!

قرار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.