Hindara

مورجانې!

08.10.2009 23:29

ستا دعا دمسافر بچي لپاره

لکه روح په مړ جسد کی پو کول دي

داسې وبوله چې ساه اخلم یواځې

په  دعا دې  زه ژوندې یمه مورجانې

ستا دمینې الولو مې لا په غوږ کې

انګازې دمهربانې مور ساتلي

ماخوبونه ستا په غیږ کې داسې کړي

لکه  پروت چې په بسترکې  شهزاده وي

زه پوهیږمه چې څومره به کړیږې

څومره  درد به دې د زړه په مراندو ګرځی

هر ساعت  هره شیبه به دی  یادیږم

تورو شپو کې  به  دې  زړه باندې وریږم

ماشومتوب به دې زما سترګوکې ګرځي

دخاپوړو، دقدم د ګرځیدلو

زه پوهیږم، یو یو څاڅکې  به  داوښکو

ستا زما په یاد له سترګو نه څڅیږي

که زرونه میله لرې درنه  اوسم

خو بیا هم زما د لوږې تندې غم کړې

دخوراک ، پوښاک په اړه اندیښنې  کړې

د روغتیا او ناجوړتیا په فکر ګرځې

دامنم چی  در نه لرې  یمه مورې

خو والله که به زما له زړه نه وځې

هر ساعت هره شیبه  می ستا د مینې

ترنم  دالولو  راپه یادیږي

له زانګو نه، له خاپوړو تر دې ځایه

لکه وریځ دې له ګرمۍ نه یم ساتلې

ټول دردونه دې زما په سر اخستي

لکه لمر دې له یخنۍ نه یم ساتلې

نو!

راپسې کړه لپې لپې دعاګانې

زه د ژوند په کږلیچونو کې روان یم

هره لپه دعاګانې دې را رسي

خدای دی تل راته ژوندۍ لره مور جانې

عنایت ساپې

اديب الرحمن 04.08.2010 10:44

ډير ښکى نظم دليکلى خداى دقلم ژبه نور هم پراخه کړي ماته يي ډير خوند راکړ هيله ده چې لوستونکي يي په شوق ولولي.
اديب الرحمن محبوب

عبدالبصیر 27.02.2010 14:14

ساپی صېب ډېرښکلې نظم٠

رفيع الله ستانکزی 10.10.2009 13:52

سلامونه ساپی صاحب!
ډېر ښکلی، په قلم دې برکت، ډېر ښه او په زړه پورې، زما خو ډېر خوښ شو.

الله دې ټولو ته د دې وړتيا او ځواک ورکړي، چې د خپلو ميندو خدمت وکړي.

په مینه

دنګ 09.10.2009 04:56

سبحان الله ډېر خوندور نظم ٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.