Hindara

دامنم خو!

05.10.2009 17:42

دامنم خو!

دا منم چی ترقي ده په دی ښار کی

دامنم چی پرمختګ دلته ځلیږی

دامنم  چی دقانون حکمراني ده

دامنم چی مساوات دلته رواج دی

خو دانه منم چی مینه دلته شته دی

مینه دلته دڅو ورځو عاشقی ده

مینه دلته ځوانیمرګه خاطره ده

مینه دلته دڅو ورځو میلمنه ده

په دی ښارکی ډیرې هسکې ودانۍ دي

سوکالي ده ابادي ده په دی ښار کې

دلته هر چاته پراخه ازادي ده

په دې ښار کې هره خواته ارامي ده

خو یاران به په دروبین کی پیدا نه کړې

بنډارونه په کی نه ترسترګو کیږی

زندګي دکور او کلي په کې نشته

اتڼونه په کې نه ترسترګو کیږي

په زرهاوو انسانان په کې اخته دي

په زرهاوو مشغولاوو پسې ګرځی

دچوپتیا فضا حاکمه ده هر لورې

یو پیکه ژوند ددې ښار کوڅو کې ګرځي

دجګړو بلا که خدای کړي رانسکوره

که دسولې او وحدت بیرغ شي پورته

دمرګونو ماتمونو  ویر که  ورک شي

یوه مینه یو هیواد افغانستان شي

نو والله کی یی په ټوله نړۍ ورکړم

عنایت ساپې

برلین    ۵ اکتوبر ۲۰۰۹

عنایت ساپې 06.10.2009 18:58

ګران بهیرواله،
څو ورځې مخکې مې له یو بهیروال ملګری محمدالله کمال سره په چټ کې دا وویل چی له دې وروسته به که خدای کول ضرور بهیر یو ځل بیا زمونږ دلیدوکتو ځای وي. او چی کله له خیره سره بیرته کابل ته درغلم نو ژمنه می ده چی نور به بهیر لکه څنګه مو چی په پیښور کې دادبي سنګر په توګه نه قضا کولو دلته به یی هم دیوې غښتلې کلتوري مورچلې په توګه ساتو.

مینه ا ومننه

يو بهيروال 06.10.2009 10:36

د شعر په ړومبيو مسرو کې خو مې ويل چې فون درته وکړم او په درته ووايم چې ته ولې ادبي غونډو ته په کابل کې نه راځې دا ليروالی خو تا خپله پيدا کړی دی، خو چې اخر ته ورسيدم نو شعر دې په برلين کې ليکلی دی او هغه هم پرون، بيا خو حق لرې چې دا شکايت وکړې خو زه به دې هله ومنم چې په کابل کې په ادبي غونډو کې ګډون وکړې، ظالمه ته خو ١٥ کلن بهيروال کنه يار

عبدالوارث 06.10.2009 07:24

ډيرپه زړه پوري !
په قلم اومټوموبرکت ژوندی اوسي
وارث

پرهر 05.10.2009 17:50

هغه څه چی ماویل غوښتل بس تا راته دشعر په ژبه ولیکل، خدای دی خوشاله لره زما دزړه بړاس دی ویستلې

پرهر
ټورنټو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.