Hindara

هغه معلومات چي تر هرچااو هر څه ورته ته ډيره اړتیا لرې

12.09.2009 07:04

له بينوا ويبسايټ څخه په مننه
سيد حكمت الله : رسول افغانزى هلمند

مه هيره وه :

-د فېشيني لباس خوښوونكيه – كفن مه هيره وه.
-په بنګلو او بلډنګونوزړه بايلونكيه -دقبركنده مه هيره .
-دښو خوړو خوړونكيه – دچينجيواوخزنده ګانو دخوراك لپاره خپله تابيامه هيره وه.
-ما ل دولت ته ددين اواخرت په دولت باندى ترجيح وركوونكيه-وروسته لوڅ لنډه غر ګورته تلل

.مه هيره :
خپل مرګ .
-خپل الله (ج) .
-پردى پور.
-خپله ژمنه
-دمور اوپلار لارښوونه .
- دژوند اساسي هدف .
-خپل خپلوان .
-حوصله .
-رحم .
ضرور وكړه :
-په هر حال كښې تبليغ ،په ځوانى كښې ډېر عبادت،دمور اوپلار خدمت.
دسترخوان پراخول ،صدقه اوخيرات،درښتني دوست لټون.
دهر مشر ادب ،داخرت دلاسته راوړلو كوښښ .
نه چليږى :
-دناپوهانو په وړاندي دهوښيارانو دليل.
-دشتمنو په ناسته كښې دبيوزلو اونېستمنو خبره .
-دخيالاتو په نړۍ كښې دچاحكومت .
-دظالم په وړاندي دمظلوم برهان .
-دمرګ په وړاندي دچا حكمت .
-دتقدير په وړاندي دچا تدبير .
دملګرى سره مرسته :
-چې ونه واىې او وكړې نو دا خوئ دشاه زلميانو دى .
-چې ووايې او نه كړې دا خوئ دمنافقانو دى .
-چي ووايې اووكړى داخوي دسوداګرودى .
-چى نه وواىې اونه وكړې داخوئ دبې همتانودى .
-چه لږ وكړي او ډېر احسان كوي دا خوئ دبې شرفانو دى .
-چى ډېر وكړي اوهېر كړي دا خوئ دعاقلانو او لوړ همتانو دى.
دناپوهى نښانه :
-دعبادت اوښېګڼى نه پرته په اخرت كښې دثواب اوجنت اميد .
-پخپله بې وفاعادت او دبل څخه دوفا طمع .
-دبداخلاقۍ اوكنجوسۍ سره سره درښتني دوست دپيداكيدو ارزو.
-په آرام اوناستي سره منزل ته رسيدل .
-اولاد ته ديني زدكړي نه وركول اد هغوئ څخه دمنني او اطاعت توقع.
-په رنځورتوب كښې دبد پرهيزۍ سره سره درغيدو ډاډ.
مه ښكاره كوه :
-دچا عيب .
-دزړه درد .
-امانت خبره .
-پوره قدرت .
-دسفر لورى .
-خپله پانګه .
-ډيره اړتيا
ومنئ :
-دپند وينا كه څه هم ترخه وى .
-د ورور عذر كه زړه يى هم ونه مني .
-د ملګري هديه كه څه هم نه وي .
-د غريب بلنه كه زحمت هم وي .
-دمور او پلار امر كه دطبع سره موافق هم نه وي .
-خپله اشتباه كه سپكاوى هم وي .
-دنيكي تور سري سره مينه كه بدرنګه هم وي .
ازمايل كيږي :
- زورور دمقابلې په ډګر كښې .
-دخپلواكه فكر خاوند دكړاو او مصيبت په حالت كښې .
-اړمند د بې وسۍ په حال كښې .
-دښځي مينه دغربيۍ او نيستي په مهال .
-دصبر او زغم خاوند دقهر او غصې په وخت كښې .
-عزتمند دراكړي وركړى په وخت كښي .
ماتى ومنئ :
-دعلم او هنر په ډګر كښې داستادانو .
-دژبي په چلند كښي دښځي .
-نه لوړ ږغ په مهال دخره څخه .
-دمباحثې په وخت د نا پوه څخه .
-په خوراك او څښاك كښې دملګري څخه .
دوستى مه كوئ :
-چل باز او مطلبي سره .
-دبدعمله او مكاره سره .
-ددوست د دښمن او ددښمن ددوست سره .
-دځان خوښونكي او كنجوس سره .
-دناروا ګواهي وركونكي سره .
-دهغه چا سره چي مور او پلار ورڅخه منع كړي ىاست .
مه بيانوه :
-دپلټني نه پرته كومه خبره .
-دځان غوښتونكي په وړاندي خپل درد .
-دكينه كښ په وړاندي خپله شتمني .
-دبل په وړاندي دخپلي بي حيايي كيسي .
-د بې وزل ه په وړاندي دهغه بې وسي .
-دمير مني په وړاندي دبلي تور سري ستاينه .
-پخپله ژبه خپلي ښيګڼي .
مه زياتوه :
-خبره .
-پور.
-دعيش او عشرت سامانونه .
-دبد عملۍ پيټى .
-ګاونډي سره دوښمني .
-عايداتو څخه زيات لګښتونه .
ليري اوسئ :
-دبد اخلاقه دمحبت څخه .
-بدمعامله دعزت څخه .
- بې اولاده دخوښۍ څخه .
-غصه لرونكي د ډاډڅخه .
-كنجوس درښتني ملګري څخه .
-ارام خوښونكي دپرمختيا څخه .
مه وهه :
-دمور زړه .
-دهيچا زړه .
-ما شوم په سر او مخ .
-دبل چا كوچينان .
-دګاونډى ځنا ور
مه كوه :
-بې ازمويني په بل چا تكيه .
-بې مشورې كوم كار.
-په بل چا ظلم .
-دحق وينا څخه ډډه .
-په بل چا ګوت نيونه .
-دخپلوانو څخه ګوښه توب .
-داړمند خپل نا هيلي .

ادریس 27.02.2014 15:52

مننه ولا رښتا وایی

nooragha 27.02.2014 06:13

مورڅوک ده مور هغه څوک ده چی موږیی زیږولی یو.

ذبیح الله "نیکزاد" 16.12.2013 04:07

ماته په سرچورلکی مه گـــــرزوه . تاخوزماوطن کی غم جـــــــــــوړکه.
خپلوبنگلوته راڼاگــــــانی گـــوری . زماجونگړی ته دی بم جــــــــوړکه .
تاراته کوم یو فابریکه جوړه کــړه . کوم یو سرک دی راته سم جـــوړکه.
خالی هم دومره دی له وسی کـیده . چی غټ نفاق دی چم په چم جوړکه.

ډالی سروبی والوته.
مشره په اوتو بوتو نکیږی نــــور . زمونږلاسونه ستاگریوان غـــــــواړی.
زمادوران جومات نچیغی خـیژی . خالی ممـــــــــبررانه آذان غـــــواړی .
زمونږدحال پوښتنه نه کوی څوک . دلته وس هرسړی خپل ځان عواړی .
له دی حالاتومعلومیږی داســـــی . چی خلگ بیرته طالــــبان غـــــــواړی.

ذبیح الله "نیکزاد" 15.12.2013 04:31

عنایت جانه وروره زه پخپله دزره له کومی له تانه مننه کوم ځکه چی هرمسلمان ورور دغه قسم معلومات ضرورت لری همیشه دژوند به چاروکی کامیاب اوسی.

پښتون دتیښتی سړی ندی . چیرته دغرولمنی گوره مړبه وینه.
زه رحمان به دکفن سره راپاڅم . که خبرشوم چی پښتون دچاغلام شو.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.