Hindara

لکه لنډۍ دې په څپو یادوم

06.09.2009 13:01

بيا مى څو دردونو زړه كى واړول
يو نه دى زرونو زړه كى واړول
نور هغه زمونږ كلي ته نه راځي
وخت چى دويرونو زړه كى واړول
څنګ به چى شرنګ كوڅه كى تيره شوه
مينى به دمونو زړه كى واړول
اوس مې تصور هم بى مزى ښكاري
خيال چى د غمونو زړه كى واړول
وخته مازيګر مى كه بياراولى
پوه شه چى نفلونو زړه كى واړول
اوښكه مى لټيږي دسفرپه لور
څنګه زر اهونو زړه كى واړول
خدايګو چى په نيمه لار كى پاتى شوم
لرو منزلونو زړه كى واړول


۲۰۰۰ م كال


واړه رقيبان دي يوجانان په كى نڅيږي
لودى دسرونو يو افغان په كى نڅيږي
شپه ده توره شپه ده دځنګله څڼى رپيږي
غوږ شه هله غوږ شه تور ليوان په كى نڅيږي
ورشه دپاريس په جونو وګرځه افغانه
ځيرشه ورته ځيرشه بدخشان په كى نڅيږي
ځاردى شمه خدايه څه وختونه رادبرشول
رپ دسترګو اوړي اوزمان په كى نڅيږي
هيلى يي زمونږه په شين باغ كى لولپه كړى
تورى ايرى شوي دي خزان په كى نڅيږي
پاڅوه ملګري خوبولي ژڼي پاڅوه
شرنګ دتورو شرنګ كړه چى جهان په كى نڅيږي

۲۰۰۰ م كال

تڼۍ رانه شكوي د حسن ميره ليونۍ
والله چى څه چل شوى په زهيره ليونۍ
دزړه تخته ملنګه اروا راوړه له شيرسرخ
زما لپاره وټاكه وزيره ليونۍ
په زړه كى مى شي لارى ددردونو سوى څړيكى
له خولى نه چى راباسي شر شريره ليونۍ
سلام مى ورته ووايي د غرونومستو ژوو
چى كله تيريدله له پاميره ليونۍ
دنازچپى يي كله دومره لرى رانه يوسي
چى وډارشمه لاړه بى تدبيره ليونۍ
دژوند په كږو لاروكى به اوس په منډه ځو
بلده ده مينى په لكيره ليونۍ


۱۳۷۹




غرڅنۍ
يوه ښكلى غرڅنۍ مى خيال ته راشي
چى دغرونو په لمنو كى نڅيږي
هسكه تاوه شي غړۍ وهي بى باكه
دګورګورو په اغزونو كى نڅيږي
په كى ښكلى كوچانۍ مينه انځورشي
چى دستړى نڅاوروسته منګى واخلي
په شړپ شړپ يي دچينى له اوبوډك كړي
سم له واره له شپونكي نه زړګى واخلي
بيانوهره ورځ نغمى دشپيلۍ اوره
چى له سوزه او ګدازه به وي ډكى
ببر سري به سر ايښي وي په تيږه
كه سندري وي له رازه به وي ډكى
بس د قاف له پري ذاتو ده راغلى
دهوسيوو ددامان ده دعوه ګره
خداى دى خيركړي چى شپونكى ليونى نه شي
هادزړونو د جهان ده جادوګره
په دى غاړه كى دزړونو غل اوسيږي
شومه دمه كى په زړونو راوريږي
ګريوانونو باندى سترګى شي راسمې
ته وا شړق دى چى په غرونو را وريږي


يوه څړيكه مى ددردشي زړه نه پورته
چى دمينى درويا تعبير په كى وي
خدايزده كومى خوازمونږ كوتره لاړه
چى دباز دپنجو ورا تعبير په كى وي
بس سلام مى دى دحسن پاچاهۍ ته
چى دزړونو له درزاڅخه باج اخلي
شي ملنګ او دښكلا خيرات به غواړي
پاچاهانو نه په يو منډه راج اخلي

۲۰۰۰ م كال




غزونې

څومساپر خيالونه
په كږو لارو سم شوي دي بيا
داځلې خداى مكړه .......
چى لاره ترينه وركه نشي
كه نه يوه لاره بس سمه تللى
اونور ټولو لارو
دهغو تورو ګړنګونو نس ته
په تورو شپو كى غزونې كړي
يواځى دى لپاره
چى
مساپر خيالونه
په كى ويده كړي د ابد لپاره

۲۰۰۰ م كال


تورو شپو كى بنديوان يم
تورو غرو كى بنديوان يم
عاطفه او رحم نشته
تورو زړو كى بنديوان يم
په هرځاى كى رټل كيږم
تورو پړو كى بنديوان يم
دجنډى غوندى رپيږم
تورو مړو كى بنديوان يم
نظرونه يي شه خاورى
تورو خولو كى بنديوان يم


۲۰۰۰ م كال


زړګوټي مى له درده اوس د ساز رمز وموند
له سر او له نغمو يي د اواز رمز وموند
له سوزه مى څو ځلى دديدن سوال ترى وكړ
ظالمى په چل چل كى اوس دناز رمز وموند
كوتره به كه خداى كول زمونږه په بام كښيني
له ډيرو تجربو يي اوس د باز رمز وموند
دبت له ماتولو به هيڅكله ډډه نه كړي
محمودچى بشريت كى داياز رمز وموند
داځل به هرومرو دمينى جنګ ګټمه
دعشق په چيچنياكى مى قفقاز رمز وموند
په خپله به رورو دحقيقت په لوري درومي
چى يوځلى چاڅنګه دمجاز رمز وموند

۲۰۰۰ م كال

يوه سوى نرۍ څړيكه مى دغم زړه نه وځي
دحسن ښاپيرۍ مى چى په چم زړه نه وځي
يقين مى خدايزده څنګه ستادمينى ثنا وايي
چى ساندى دزړګوټي مى په نم زړه نه وځي
رقيب چى ستا دحسن دښكلا په ننداره شي
ياقوت مى له پنجشيره صبح ودم زړه نه وځي
چى نوم دپختونخوا دوخت واكمن كړي هاخواديخوا
دشك غوږ مى رپيږي چى تورخم زړه نه وځي
راځه دمازيګرهازرين لمرټال كى به زانګو
نظردى دفطرت له ښكلا سم زړه نه وځي
طوفان دخاطرو زمادزړه كعبه كړي ورانه
مناردعشق لويږي او حرم زړه نه وځي

۲۰۰۰ م كال


دمازيګر كيسه

زمادمينى په سپيڅلي كور كى
چى له مودو راهيسى ته ديره يي
زمادزړه دبام پرسر كوترى
څنګه به ونڅيدى وخنديدى
زه به دى هم له خپله ځانه سره واخستمه
څنګه به لرى لاړو
دژوندكيسى به مو يوبل ته
څه په مينه مينه
لكه دعشق پري ذات كولى
زمونږ له رازه به يو بادخبروو
چى به دسروګلانو منځ كى راته پټ پټ
دګل غوټيوو په سر ورپيده
يوه دښكلي مازيګر كيسه به يي جوړه كړله
هو!
ستا به ياديږي كه نه ؟

۲۰۰۰م پښتونخوا



ګيله

ته به يي منى اوكه نه
چى مادستا لپاره
دسور خامار
او دسور ديو
لكه دژرندى دپلو په منځ كى
ځان دغنم په شانته دل كړو
هو !
چى دميچنو په پايكو كى
زماسر ذرې ذرې شو
نو !
خواخوږي زما پر وړاندى
افرين وو پر ما باندى
ټپول وو پر شاباندى
دخامار يوه مړۍ وم
چى له ستونى يي تيرولم
خو په خوله كى يي زه ستن شوم
څنګه دانګى وانګى څملاست
ته شوى هم ترينه بيغمه
شرق اوغرب ترينه بيغمه
اوس دى خوب كوه ارامه
په ماڼيوو كى دى خانده
خوزماپر بدن اوس هم
دميچنو باج چليږي
نو!
خدايه زور ددى ګروزونو
په خپل زور اوبه اوبه كړى
مونږ ترى وساته نور لرى
دخوښيوو په دامان كى
۲۰۰۰ م كال


ياد
زما دهيرى مينى ياده
څنګه مى بيا په سترګو سترګو ګرځى
لكه چى بيادى په يادشوى يمه
كه نه !
له ماځنى خو ډيره موده پټ ګرځيدى
له هغه وخته
چى زما د زړه پنجرى نه لاړى
خدايګو يادونو نه مى څلي جوړ كړل
خو ته به نه وى ژر به ونړيدل
خو اوس دماتو پنجرو مات زړګي كى
هاغه دوخت درنګينيوو شيبى
هاغه ستاينى دښكلا دپري
هاغه نغمى
ها ازانګى دمينى پاتى نه دي
نو!
له تانه هيله لرم
چى نور مى مه چيړه دامات زړګوټى
پريږده ويده شم
په ارامه باندى
۲۰۰۰ م كال




راواچوه سندرى غزلمارې ليونۍ
له تال سره ټپه شه يكه زارې ليونۍ
زړګى دى رانه تش په هنرمن سكوت كى وړى
كمال دى په همدى كى دى كرارې ليونۍ
په سر كړه د حيا لوپټه ځه چى ترينه تښتو
توريږو په دى چم كى نور بيزارې ليونۍ
دچين په ښاپيريوو خو دى اوس هم قلنګ اوړي
امو نه تر اټكه يي بيمارې ليونۍ
ځنګل دى لا تراوسه رڼايي دستور شته
تروږمۍ نشي چى ورك به شو د لارې ليونۍ
هابركلى دى اوس د سر او ساز كلى نه دى
بس شاړه هديره ده سندرمارې ليونۍ
فولاد شه غرڅنۍ شه د تورخم په طراط اوړه
نن جوړ درته محشر دى ګناهګارې ليونۍ


۲۰۰۰ م كال


مينه

ګرانى!
وختونه تير شول
زمانى واوښتلى
خو زه لا اوس هم
هاغه تال ها سريندى غږوم
چى ډير كلونه مى پخوا
دتا لپاره ښه په جوش ترنګول
خو اوس رو رو خپله مستي پريږدي
دخپل عروج له ازانګو څخه رالويږي ګلى !
هو!
نور ستړي شوي دي توان نه لري
ګرانى !
خو زه به دى دمينى په قاموس كى
ديولرغوني نوم په توګه ساتم
هغه قاموس مى زړه دى
چى لا اوس هم
دسريندى په تاركى مينه پييلي


۲۰۰۱ م كال



دمخ په سمندر كى يي څو ستوري غورځيدل
دمينى سپين كتاب كى يي څو توري غورځيدل(۱)
اوس خو دعنقا(۱) وزرى هرځاى كى پرتى وي
يووخت به په سرونو چرته سيوري غورځيدل
زمونږه دپيښليك په هر يو باب كى داسى شته
په شړق كى به په شرنګ كى به سرزوري غورځيدل
بينا به په هر وخت كى دړانده دلاس عصا وه
بيګاه خو زمونږ كلي كى كمزوري غورځيدل
جاروځوترى كه اوس هم ورته سترګى كا څوك برګى
يرغل پسى به سم دم په څلوري غورځيدل
ورځه دپاريس جونى داپيغام خلكو ته يوسه
سرتيرى دپيړۍ نن په هرلوري غورځيدل



(۱). دا دیوې فرانسوي میرمنې دڅیرې انځور دي چی دافغانستان ددردوونکي حالت په اړه یی له سترګو اوښکې تللې.
(۲). داسې روایت دی چی دچا پرسر دعنقا د نالیدلي مرغه سیورې وشي نو باچا کیږي.


روح

اى زما پاكى مينى
اى زما پاك احساسه
څومره بى خولى څومره بى ژبى ياستىء
تاسى به څوپورى دنوي ژوندون
دټوكيدلي ارمان ،دخوشالۍ لپاره
داسى بى زړونو ګرځىء
نور دهغى په مخ كى
بس دحيا دپټ پټوني څادر
لږ له اوږو ښكته كړىء
او ورته وواياست
زمونږه زړونه تا پټ كړي
مونږه يي هيڅ نه غواړو
خو ! خپل ښايستوكى اوشاهي تصور
ورته زندان وبوله
او پام چى
دخيال له دريڅو دى چيرته ونه تښتي
ځكه چى ژوند يي ته
يي روح يي ته يي !

۱۹۹۹ م كال



پام

اى زما نوى ځوانىء
او اى زما نوي ژونده !
زه تاسو ښه پيژنم
تاسو خو يو بل ته په غاړه ورځىء
تاسو په خپلو كى ښه مينه لرىء
تاسو ديوبل پخواني ملګري
دتاسو زړونه داسى كلك شي كله
لكه دسيند په تل كى غټى تيږې
چى سل څپى اوسل توپانه يي ماتولى نشي
يالكه څوكى دڅوهسكو غرونو
چى سل پيړۍ ترى په سلام تيريږي
اودوى دمست غرور له نازه څخه
چاته سلام نه كوي
خو كله نرم شي دتاسو زړونه
چى ديوى څپى هم تاب نه لري
دمحبت نري شمال ته داسى رپي لكه
دګور جنډه چى باد په لاس كى واخلي
بس ددوه سترګو په يوه نغوته
داستاسوغرونه زړونه لاندى پريوځي
نوى ځواني شاړه شي
اونوى ژوند پيكه شي
خو!
خير يوه خبره زماومنىء
پام چى ازار مى نه كړى



۱۹۹۹ م كال





خوبونه مى دستا په ياد ليدلي ډير خوښيږي
خو پيغله اوګودر مى دبر كلي ډيرخوښيږي
داګوره ليونى دسرو غرمو دى رانه جوړ كړ
قسم دى چى دستا هم جل وهلي ډيرخوښيږي
راځه ماته دمينى يوه مسته خنداوكړه
خيالونه مى دستا له خوا بللى ډير خوښيږي
داښكته نرۍ لاره چى دستاسودكوڅي ده
په دى لاره مى خدايګو واړه پلي ډير خوښيږي
راځه دازما لوندګريوان په يوخبره وچ كړه
چى تاته مى په زړه كى څه منلي ډير خوښيږي
كتاب مى كړه دمينى ياطالب مى كړه دمينى
درسونه مى دستاپه خوله لوستلي ډيرخوښيږي


۱۹۹۹ م كال


هوس زمادمينى ستامزل ته لارى څاري
كه پل ته لاري څاري نو اوربل ته لارى څاري
راځه زمادزړه كورګى كى ستا چراغ بليږي
اول وي كه اخروي مينه مل ته لارى څاري
زمونږ دګودر جونى په والله كه شوى خبرى
تهمت نه ناخبرى دا متل ته لارى څارى
شيبه په شيبه څنګه تادزلفو تندرنيسي
قسم دى چى دوه سترګى مى ستاځل ته لارى څارى
زمادتن له وينو خو يوستاد وږم بوى ځي
خوستا مينه دچادزړګي تل ته لارى څاري
داستا دوفا اوښكى به دچاپه ليچوڅاڅي
زمادزړګي مراندى بس اجل ته لارى څاري


۱۹۹۹ م كال


تاودى اوربل كړى كه دناز وزرى رپي
ناپالم دى دسترګو لكه جهاز وزرى رپي
يو تال يوه څپه شه په زړګوټي راخوره شه
چى مستو نغمه ګرو ته دساز وزرى رپي
داسپينه سارايي كوتره څنګه پورته لاړه
والله خبره نه ده چى دباز وزرى رپي
يوشرنګ به شي دمينو كه يوغږ داسى تر غوږ شو
دتاندو ښاپيريوو دپرواز وزرى رپي
زما دبخت مرغۍ خدايزده چى كومى خواته لاړه
چى بيامى ستا په شونډو كى د راز وزرى رپي
يوه دوفااوښكه دى رخسار باندى ځليږي
نوځكه زماهسكى يكه تاز وزر رپي


۱۹۹۹م پیښور






ستا دحسن وړانګه چى زما په نظر پريوته
پريوته جنونه دصحرا په نظر پريوته
مابه اوس دكلي ماشومان په كاڼو وولي
بنګه مستانه چى انتها په نظر پريوته
يادبه دى شپيلۍ كى دنغمو په اتڼ ونڅوم
اوښكه دليموكه دوفا په نظر پريوته
توره شپه كى ما دسپوږمۍ مخ ته ايينه ونيوه
سپينه پلوشه يي همداستا په نظر پريوته
راشه چى خوږه عاطفه زړه كى دفطرت ژاړي
مسته مينه مړه چى دفنا په نظر پريوته



۱۹۹۹ م كال


زمونږ دكلي دحجرى نه يو چا ور وړى دى
هىء دنښتر ور وو ضرور لر وړى دى
دصنوبر اودسونزلى څانګى څانګى قامت
زمونږ دغره نه خدايزده چا چيرته بهر وړى دى
دكوم ښكاري دټوپك ډز وينو كى ولړله
زمونږ دزړه دپنجرى زركى نه يي وزر وړى دى
دمشكو رنګ به اوس دكوم غرڅه له نومه راوړم
دسور كمره دپاسه كوم ظالم ترى ښكر وړى دى
دبلبل سوى نغمى بل رنګه خبرى كوي
چاترينه پاتى وچه ونه كى ډنډر وړى دى
اوس به ګورګورى پيغلى څنګه په پلو كى راوړي
يو ترينه وخته لوپټه بل ترينه غر وړى دى
يا به دهقان اپلتى واى يا به سمه وايي
دى اوبو ولى زمونږ ورخ هميشه بر وړى دى
راشىء كندوړي مى دمات زړه دكنډول راټول كړى
دوخت ظالمو ترينه وار په وار مر مر وړى دى

۱۹۹۹ م كال


زمونږ دښاركوڅې

راشه زمونږ دښاركوڅي وګوره
په كى ښكاره خلك سرونه پلوري
دلته داوښكو دمشكڼو ټوكرۍ
پكى معصوم هلك هډونه پلوري
راشه زمونږ دښاركوڅي وګوره
دلته دسوال نوم هيچانه پيژنده
دغيرت سر به په سندرو كى و
دلته وبال نوم هيچانه پيژندو
زمونږه مينوبه يوروح اخسته
چى به دكوم سپرلي وږمى الوتى
دښاپيريووپه حسينو كتو
دنازپه تاوزلمۍ جوسې الوتى
هرڅه دمينى اوښكلا پلوشو
په وړانګو وړانګو زيړي لمركى ډوب وو
دمستو پيغلو د منګيوو ګړنګار
په څانګو څانګو مازيګر كى ډوب وو
دلته به حورى له كوه قافه راتلى
په دغه ښاركى به يي جبين بايلوده
دحسن ميرى به هك پك شوى دلته
په دغه ښاركى به يي چين بايلوده
ددى كوڅو دمستو ژڼو كاكل
دسندريز رباب په زړه څرخيده
دلته دعشق فطرتي رمزونه
دمنتريز كتاب په زړه څرخيده
خواوس زمونږ دخوارقسمت خبرى
دنورو زړونو ته خبرى ښايي
زمونږه ساندى دمعصومو زړګو
دنورو ژبو ته سندرى ښايي
دلته دشنه دامان په مسته غيږ كى
اوس تورليوان مستى هوسۍ ړندوي
دكوه قاف دښاپيرو په ليكه
اوس تور ديوان مستى هيلۍ ړندوي
ځكه سرونه په ارزانه بيه
زمونږ دښاركوڅو كى لاسته راځي
دوير اومرګ پيرودل ډير اسانه
زمونږ دښار كوڅو كى لاسته راځي



۱۹۹۸ م كال


ښکلا
كلونه كيږي چى ښكلا لټوم
سترګى مى سپينى دى اوښتى پسى
ګوندى پيدايي كړمه ښكل يي كړمه
په توروشپوكى يي رڼالټوم
كلونه كيږي چى زمونږ له كلي
يوه حسينه ښاپيرۍ وركه ده
توروديوانوغلچكۍ وړى ده
زمونږ له چم څخه بدرى وركه ده
زه اوس ددنګوهسكوغرونوشاته
دبىګناه مرګونوځاله ړنګوم
دنفرتونو د قاتل په نامه
دبىګناه مرګونوځاله ړنګوم
زه دخپل ښارددنګوڅلوپرمخ
هاغه غرور دزمانى نه وينم
چى مى پيغلوټوپه ټپو كى ستايه
هاغه سرور دزمانى نه وينم
اوس مى دهوډ توره را اخستى پسى
هره جاده هره كوڅه لټوم
چى دښكلا غلوپسى پل واخلمه
هره وادي هره دره لټوم
چى يوځل بيادزمانى پرټټر
دښكلاسرى سپينى پاولۍ وځړوم
دجينكيوو دسندرو شوركى
دښكلاسرى سپينى والۍ وځړوم
ګوندى كوڅوكى مودژړنكومستي
دسندريز رباب په ترنګ وناڅي
داوښكو ډكى سترګى بياوخاندى
دسندريز رباب په ترنګ وناڅي
دښارددنګوڅلوټنډى شي بيا
دفولادي غرور نه ډكى ګرانه
مونږه جادو كى اتڼونه واچوو
وږمى دمينى شي راپنډى ګرانه
تورو ديوانو نه ښكلاراولو
دشان شوكت خبرى بياشروع شي
په هريوكلي اومالت كى زمونږ
دپاك عظمت خبرى بيا شروع شي
ښكلا كلونه وروسته راشي دلته
دالفتونوڅخه تش كلي ته
ځان سره مينه اوالفت راوړي
دعزتونو څخه تش كلي ته
اومونږه ټول په يوه چيغه سره
سره راټول شو په يوه خبره
چى نوردمينى لنډۍ سركړو سره
سره جرګه شو په يوه خبره
غاړه غړۍ شو دښكلاپه نامه
لاسونه وركړو د وفاپه نامه
دامووطن دامو ملت دى ګرانه
چى دوكه نشو داشناپه نامه





۱۳۸۲دزمري ۱۵
كابل

حمد
تخليق دكايناتو به دچالپاره غواړي
ستاينى مى زړګوټى ربه تالپاره غواړي
دى خاوره خټه ژوندته زمونږ چافلسفه راكړه
چى تال كى هم سندرى د ثنالپاره غواړي
دګردى نړۍ واړه نعمتونه مونږ ته راكړي
سوغات دپاكى مينى هم زمالپاره غواړي
له پيله يي قطار كى دبشرراته ځاى راكړ
لوريږي لورول به انتها لپاره غواړي
دزړه دمراندو ولونه به هيڅوك راته سست نه كړي
غښتلى ارادى به دمولى لپاره غواړي
داوښكو قافلى به درته دروړمه له سترګو
اورښت په وچو للمو همداستا لپاره غواړي

۱۹۹۹ م كال

دزيړ مازيګر حسنه مستانى دى چالوټ كړي
نغمى درنه چاوړي ترانى دى چالوټ كړي
دتورو شپو په څڼو كى ډيوو ګونګسي جوړكړل
دسوز په نيلي تاندى پروانى دى چالوټ كړي
زاڼى دى كوترى دى شاهين سره ترى لاړى
ددنګوچنارونو اشيانى دى چالوټ كړي
داشاړ وختونه بيا دمستوژڼو تلوسى كړي
پيغلوټى،ګودرونه ،زمانى دى چالوټ كړي
ساقي به دى كوثره دحوضونو پيمانى وړى
خمارفكرونه واړه ميخانى دى چالوټ كړي
زيارت نه مینجورهم خدايزده كومى خواته تللي
رښتيا دځوانو هيلو شكرانى دى چالوټ كړي
دښكلو داتڼ كيسى زمونږ كلي نشته
خبر به شى سبا چى افسانى دى چالوټ كړي



۱۹۹۹ م كال





اه اه چيرته په كومه چى په څنګ كى رانه لاړى
راتاوه شه راوګرځه څه هنګ كى رانه لاړى
دمستو داهنګ ترانى بيا څپى څپى شوى
داڅوك دى په زړه اوري چى غورځنګ كى رانه لاړى
رباب خو لا دمينى يوه سندره جوړوله
تارونه لا سر نه وو چى يو ترنګ كى رانه لاړى
دښكلو نندارتون كى څو قصابه درته ناست دي
پښتون زړه به مى وايي چى په ننګ كى رانه لاړى
تا بيا مقابلى دښايستونو رابللي
دسپينو ليچو تاوه څه په شرنګ كى رانه لاړى
راځه چى زر پخلاشو كه نه ډيرليوان مو څاري
داخلك به څه وايي چى په جنګ كى رانه لاړى
نيكي به دى وي بياكه مى دزړه په لاره لاړى
زمادسترګو اوښكى څه نيرنګ كى رانه لاړى


۱۹۹۹ م كال





راځه دوير كاروانه قافلو نه ساه وتلى
دالوړ پيچومي ګوره مزلو نه ساه وتلى
دورك مسافر سيورى به ترڅو سپوږمۍ ته وايي
زمانه ساه وتلى اوفاصلو نه ساه وتلى
چى شور به دى دمينى زما زړه كى لارى وكړى
دچادهوس ښكارشوى ولولو نه ساه وتلى
ستا حسن خو دصبر زولنى كړى رانه تاوى
ښكلا دى لولپه شوه حوصلو نه ساه وتلى
ماشوم زړګى مى بيا دچاټپ ټپ ته سترګى ګوري
خبرنه دى چى وخته الولو نه ساه وتلى
ديوانو راخواره شىء تورى كندى مو غوښتلى
مرګيه تانه مخكى اجلو نه ساه وتلى
دحسن مينجورى به په منډه درته راشي
كابله كه غږ وشو چى وسلو نه ساه وتلى


۱۹۹۹ م كال


وير

داشرشرى اوښكى مى ځكه څاڅي
چى ستالپاره فوارى جوړوي
دسپوږمۍ خورى په داهسكه بلۍ
دستا لپاره كټارى جوړوي
دماښام ستوري به په مونږه خاندي
داليوني څنګه صحرا كى ګرځي
دلته دډيرو مينى ولوټل شوى
تورليوانو سره خواكى ګرځي
راځه لږ زر شه چى ځو بركلي ته
هلته دحسن ښاپيرۍ اوسيدى
خو اوس خبرشوم چى جنډى پرى رپي
چى به دحسن شاهزادګۍ اوسيدى
داتور لوګي خو لا اوس هم پورته ځي
لكه چى كلى مو ټول وسوځيده
مونږه په وينو يو تاريخ راجوړكړ
اوس هغه څلى مو ټول وسوځيده
هله رامنډه كړه چى بيا اوربل شو
هاغى دغره څيړۍ هم اور واخستو
زمونږ دكوټى په هغه منځ ستنه كى
اه دباباپګړۍ هم اور واخستو
هله راپورته كړه داسوى توره
چى دنښتر لاستي يي اور اخستى
دكوټى تير نه رالويدلى اور كى
اخ شوه كسكر لاستې يي اور اخستى
راځه رامنډه كړه جومات ته لاړ شو
چى داسمان منارى هم سوي دي
راشه محراب سره داتورى ايرى
اه دقران سيپارى هم سوى دي
راځه چى وځونور له كلي څخه
دلته دوير تورى بلاوى راځي
دماښام توره خوله همداسى وايي
دلته دوير تورى بلاوى راځي
هاغلته لرى رڼايي ښكاريږي
راځه چى ورشو دغه شپه تيره كړو
داخو ډيوى په شهيدانو بلى
داوينى ګوره كه لحظه تيره كړو
نور به دمينى په كتاب څه وكړم
دښاپيرۍ تصوير ترى بل چاوړى
په مستو ژڼو ډير لوونه وشول
هاشهزاده تصويرترى بل چاوړى

۱۹۹۹ م كال





راځه دحسن ميرى چى رباب كى دى رانيسم
دخيال دسرى غرمى ياده سراب كى دى رانيسم
كه ستوري دى له شرمه دورځ غيږى ته پناه وړي
دتورو شپو مجنون يم په مهتاب كى دى رانيسم
چى څرك داننګوته دى فلك هم قابونشو
كه اوښكه داسمان شوى په حباب كى دى رانيسم
دغلوپه شانى څنګه غلچكي بريدونه وكړى
بريښنا دتيرو تورو يي سحاب كى دى رانيسم
كه بيازمادمينى سمندرڅپو كړى ډوبه
اخر داباسين په لوۍ تالاب كى دى رانيسم
راځه چى دواړه يوځاى دكامى په سيندورګډشو
كه دلته يي رانه يوړى كوز ګرداب كى دى رانيسم
دنورو كتابوكى دى ښايست كله ځاييږي
يواځى همدازه يم چى يو باب كى دى رانيسم


۱۹۹۹ م كال



خيال

چاچى ستامخ كى زه په كاڼو ويشتم
اوس رانه ولى هغه مخ اړوي
دمينى شرنګ يي اوريدلى لكه
چى په څووارى رانه مخ اړوي
مابه تابيادڅو سندرو وكړه
تابه په سر كړل درباب تارونه
مابه دمينى فلسفى ويلى
تاترنګول به د رباب تارونه
اوس چى رايادى شي هغه خاطرى
چى دى په زړه راته پرهر ايښى و
مابه دحسن فلسفى ليكلى
تابه په غيږ كى راته سر ايښى و
زه به ټول ستاشمه عزت به دى شم
كه دى دقدر څلي ونړول
دى تورماښام كى به سپوږمۍ شي هسكه
كه دى دحورو څلي ونړول
چاچى ستا مخ كى زه په كاڼوويشتم
اوس هغه ماته سلامونه كوي
يابه دمينى په ماناپوه شوي
يابه د چل څه كمالونه كوي
راځه چى بياهاتير وختونه يادكړو
داپورى غره ته په څووارى لاړ شو
دسكڼي ماښام په څنډو كى به
كلي ته بيرته په كراره راشو
زه به شپونكى شمه شپيلۍ به غږوم
ته به دخپلى كوډىء سر راباسى
كه دماښام مونځ كى غلطه شولى
دناز ښيراوو كى به شر راباسى
زه به دخيال دسمندر څپوكى
ستادورك شوي هارغمي لټوم
ته به راګډه شى لامبو به وهى
زه به دسپين ابشار ځونډي لټوم
راځه كه داسى نه وي داسى وكړو
ته دماضي په ايينه كى ګوره
زه به هم ستاښايست ته غيږه وركړم
ته مى دزړه په شان سينه كى ګوره
كه داسى نه كړى راځه داسى وكړو
ته مى په خيال كى تصوير ونړوه
زه به دى هم په شهيد حسن ژاړم
ته مى په خيال كى تصوير ونړوه

۱۹۹۹ م كال



دكونړ دځنګلو اور

نن بيا ګونګسي اورم چى څه شور رالګيدلى
زماتخت له بخته اړوي څه زور رالګيدلى
دحسن دښكلا ښاپيرۍ ټولى په ژړادي
په تلو تلو كى دا وايي په مونږ تور رالګيدلى
داغرونه غرونه زړونه به نن څنګه ويلي نه شي
په ټنډه دافغان چى بدپيغور رالګيدلى
څنګه به دتن آسيا كى زړه رانه لوټ نه كړي
چى غل دڅلور خواو زمونږ په كور رالګيدلى
پرون يي څه په مينه مونږ ته غم كى تسلى كړى
په غوښو نن لګيازمونږ غمخور رالګيدلى
اسمانه راپخلا شه يو څوڅاڅكي درنه غواړم
دلوړ كونړ ځنګلو كى مو سخت اور رالګيدلى


۱۹۹۹ م كال



نعت

دهرڅه هرڅه مخكى مى وجود درته ډالۍ شو
دحسن ټول رازونه شرنګ سرود درته ډالۍ شو
چى ستا دنوم له رويه مو ادم له قيده خلاص شو
بس ګرده نړۍ ستاشوه چى موجود درته ډالۍ شوه
په توره شپه كى څنګه دكسراماڼۍ شوى درګى
چى نوم دافتخاردهامولود درته ډالۍ شو
دحسن پيغمبرشوى دښكلا په نندارتون كى
چى عشق دى دذات دالودود درته ډالۍ شو
څه توردى اوكه سپين دي كه عرب دي ياعجم دي
دټولوژبويوشانته ګړدود درته ډالۍ شو
يوستادباغ حرم دى چى ګردزړونه په كى خاندي
كوثر ته به درځمه چى درود درته ډالۍ شو

۱۹۹۹ م كال





باران دمازيګر كى څو لوظونه راپه زړه شي
ددنګو ونو لاندى څووختونه راپه زړه شي
كيسى يي سرايښودى راته غيږكى يو څه وايي
په سترګوكى يي سترګى شوګيرونه راپه زړه شي
فريب راته په مينه كى دكفرپه معنى شي
رقيب سره خنداكى پرهرونه راپه زړه شي
خالونه به دوينو په ميوند كى درته واخلم
په مينه كى چى جنګ شي تكبيرونه راپه زړه شي
ملنګ به شم كچكول به وي ديدن پسى به ګرځم
چى بياستاسوكوڅه كى ځنځيرونه راپه زړه شي
جان جان دبوټۍ ټاله راوله هغه وختونه
چى لمر دمازيګركى اخترونه راپه زړه شي


۱۹۹۹ م كال




پښتو راته وږمى نن دسپين غر دلته راوړي
چى مستى ارزوګانى لراوبر دلته راوړي
دابيا كوم پسرلى دابره هسكو ته راغلى
نسيم چى سره ګلونه د خيبر دلته راوړي
*************
وځانګه پښتونه نوردلمر په ټال كى وځانګه
وركى تورى شپى كړه دسحر په ټال كى وځانګه
مسته كړه شپيلۍ دى دنغمو ازانګى جوړى كړه
مينه مينه جوړه دپرهر په ټال كى وځانګه
يوسه څوسلامه څو پټۍ زخمي كابل ته دى
وګرځه راوګرځه سپين غر په ټال كى وځانګه
ډك مو دى جامونه دحمزه له يثريبي بادى
وخانده افغانه دخيبر په ټال كى وځانګه
پاڅوه پيغلوټى خوبولى نشى ماتى كړه
جوړكړه قطارونه دګودر په ټال كى وځانګه
مات كړه دبيلتون ځنځير په هسكو څوكو ودريږه
لر په ټال ګى ځانګه او دبر په ټال كى وځانګه


۱۹۹۹ م كال




څو لوګري غاړه شوي ددهقان په سترګو لاس ږدي
دغه شاړه شاړه ګوره داسمان په سترګو لاس ږدي
دانيولى لاس چى ګورم څو څيرى مى خيال ته راشي
په رښتياضمير پلورونكي دوجدان په سترګولاس ږدي
خو يوڅوتورو ليوانو هوسۍ ټولى زغلولي
دادكوم ځاى ځناوردي ددامان په سترګو لاس ږدي
څه لګيادي ته به وايي چى چنګيز مټى نغاړلي
هلاكو دغچ لپاره دجهان په سترګولاس ږدي
څوبى پتو دجومات سپينى لمنى هم كړى تورى
داشاهان له كومه رويه دايمان په سترګو لاس ږدي
دادلر اوبر بچي به كله بياشملى كړي هسكى
نوترڅو په زړونو كرښه دزمان په سترګو لاس ږدي



۱۹۹۹ م كال




دنارنج ګله ستا وږمى خو تر فلكه رسي
ها داموله څپو ان تر اټكه رسي
نه نه !
ښكلى وږمى دی سرحد نه پيژني
پښتونخواڅه چى تر يورپه رسي

*************
خانده نارنج ګله ننګرهار ته غاړى وځه
وږمه وږمه سحر شه شين بهار ته غاړى وځه
شبنم ته ملغلره شه يو څوشيبى خنديږي
چى لمر په غرونو سور شو بيا سهار ته غاړى وځه
ګودر په ګودر ګرځه دڅو ورځو مسافره
مسكاته وغوړيږه او كړسهار ته غاړى وځه
اميل شه دپيغلوټو په ايلبند باندى زنګيږه
دمستو دبنګړيوو شرنګهارته غاړى وځه
كوچى شه دكوچۍ شپيلۍ نغمى به درته ناڅي
دمينى اوښان مست كړه بيا مهارته غاړى وځه
ميوند شه دملالى چى سرونه درنه ځارشي
انارته غاړى وځه كندهارته غاړى وځه

۱۹۹۹ م كال





راشىء ها كنډو نه دديوانو اتڼ وګورىء
يو ژڼى هم نشته دپيلانو اتڼ وګورىء
مخكى به موسترګوپه نرګسو تندى مات كړى
اوس هغه ګلبڼ كى دزوزانو اتڼ وګورىء
ټولى اهو سترګى مو بس نورو سترګو واخستى
هر شينكي دامان كى دليوانو اتڼ وګورىء
هلته څو خونخوارو دشاهين وزرى ماتى كړى
بس دخداى هيله ده د كارغانو اتڼ وګورىء
هغه دمعصوم يتيم اهونه كومه خوالاړل
ځانته ځانته هرځاى دصيبانو اتڼ وګورىء
چاته مو چى سترګى دطاغوت دلوري واوښتى
راشىء اوس ښه ګرم دشيخانو اتڼ وګورىء


۲۰۰۰ م كال


مهار

څو سارايي كوترو
زمادزړه خونى ته لاره وكړه
بيايي دبام په بلۍ
څوشيبى ونڅيدى وخنديدى
خو يوى ښكلى سارايي كوترى
په خپلو سروپنجو كى
زما دزړه مهارته غيږه وركړه
رايي ښكلو
اولاړى والوتلى
نو !
داچى په حال كى نه يم
او ليونى چى ګرځم
داخومى زړه چاوړى



۱۹۹۹ م كال


ملكى اوښكى

په ها شيبو باران كى
چى ته پرى نه پوهيدى
دهاغه دنګ چنار دچتر لاندى
چى تاپخپلو مرمرينو شونډو
يواځى دومره زه پوښتلى ومه
چى ستاخوښيږم كه نه ؟
په هغه وخت مى دستا ومنله
چى زمانمجنو سترګو
يو څوملكى اوښكى
دننواتى او جرګى لپاره
ستا په ګريوان ګى دزړګوټي په لار
دراستولي
خو ! خداى خبر نه پوهيږم
چى ستا دزړه خونى ته
در رسيدلي كه نه ؟






مخ ته دى سپوږمۍ څنګه دلمر په ليچو ونڅل
تورو تورو شپو ورته سحر په ليچو ونڅل
هلته چى دسترګو دسوبو ميدان كى هسكه شوى
مات زړګي مى ځكه دخنجر په ليچو ونڅل
سر دترنم دى منارى دعشق دنګى كړى
ځكه كايناتو دهنر په ليچو ونڅل
تاته چى شبنم دګل په شونډو باندى وموسيد
بڼ دښاپيريوو دبشر په ليچو ونڅل
څانګو څانګو كړيكو قافله چى ستاروانه كړه
ماهم تړمو اوښكو ته سفر په ليچو ونڅل
ساندى ساندى اورم دصافي دزړګي خونه كى
تاته مى په چم كى دپرهر په ليچو ونڅل



۱۹۹۹ م كال





ووايه اشنا دخپل ګلزار حالونه ووايه
كلي دجومات او لاله زار حالونه ووايه
وايه دمرګونو دغوغا خونه كى څه حال وو
هلته دزيارت او دمزار حالوه ووايه
ماته يي ګودر كى ټول منګي دوينو ډك ښكاري
څه شوى ها پيغلوټى يكه زار حالونه ووايه
شاړى به حجرى وي او كوڅى به څنګه شوي وي
ورانو كنډوالو او تش بازار حالونه ووايه
چاپه دغه پاكه غيرتي خاوره سورتيپ راوست
تش لاس او په تبر دګوزار حالونه ووايه
څومره يي واړه واړه دمورغيږه كى ذبح كړه
اوس راته دبورو دازار حالونه ووايه
څنګه ناپوهان وو دزمري لكۍ ته يي لاس يووړ
ووايه صافي ته دتزار حالونه ووايه



۱۹۹۸ م كال






مه راپورى خانده كه دى اور دمينى وليده
ډير به په ژړاشى كه دى زور دمينى وليده
خوب به درنه والوزي سورې به ډيرى وكړى ته
هيڅ به وي داهرڅه كه دى شور دمينى وليده
هيرى به ماڼۍ كړى اودځان پروا به نه لرى
يو وارچى دى زړه كى چاته كور دمينى وليده
ډير به د كارغه په شانته لرى ترينه وتښتى
دام دتورو زلفو چى دى خپور دمينى وليده
نور به صافى څه وايي خو خداى دى پرى اخته كړه
وچى شونډى څه چى دى پيغور دمينى وليده



۱۹۹۸ م كال





زه ويښ ووم كه ويده ووم چى مى ځان رانه چا واخست
دفكرپه سندرو كى جهان رانه چاواخست
جومات مى راته ژاړي او محراب مى راته ژاړي
قران رانه چاواخست او ايمان رانه چاواخست
دمينى ترانى يي ګلابي شونډو كى وچى
هاښكلى پيغله ژاړي چى پيزوان رانه چاواخست
ارزو مى چى ستي ده دنفاق په اوركى سوځي
خونوم مى خپله وران كړوچى نشان رانه چاواخست
دچم دناكردو به يي چى ښه علاج كولو
غښتلى زړور اوتكړه ځوان رانه چاواخست
دهوش سندره واورۍ دفكرونو ميدان پريږدىْ
دګران وطن باغچه اوګلستان رانه چاواخست
خوبونه خولاوخته دصافي دزړه لوټ شوي
خو ژاړمه په دى افغانستان رانه چاواخست



۱۹۹۸ م كال



سارايي كوترى

پريږدۍ
چى دامستى سارايي كوترى
زمونږ دخونوپه بليوو كيني
دخوشاليوو اتڼ جوړ كړي سره
سره غومبور ووهي
يو بل ته وخنديږي
اوسره ونڅيږي
چى مازيګر رايادشي
اوهغه مست مست قطارونه
دشنو منګيوو نه ډك
هغ ګودر رايادشي
نو ! پريږدىء چى داښكلى
سرى اوسپينى سارايي كوترى
زمونږ دخونو پر بامونو سره ونڅيږي
وخنديږي
سره غومبور ووهي
چى
ها مازيګر رايادشي

۱۹۹۸ م كال

دمينى جنازه

هاغلته لرى دشنه غره
دخورى شوى لمن دښته كى
يوه قافله روانه
په دغه خړ سحر كى
خداى خبر كومى خواته
اوټكنۍ ټكنۍ څنګه درومي
هاغه څاروان يي پښه نيولى
څنګه ديخواګوري
زمونږ دكلي پر لور
اوزمونږ دكلي
دغه دنګ دنګ چنارونه
څنګه غلي غلي
ديو بل غوږ كى پسپسكى كوي
چى څومره لرى لاړه
هغه ده اوس هم ښكاري
اوه !
هغه دغره لمن كى
چى ارغوان نڅيږي
او ښكلي لا له خنديږي
او ها مهار دقافلى
دچامړوند نه تاو دى
چى په ټټر يي زانګي
اه !
خدايه راخير كړى
لكه چى زمونږه بيګانىء
دچنارونو لاندى كړى وعدى
ماتى شولى !
اه ! داڅه وشول ؟
چرنګ بانګ زمونږ دكلي
چرګان په كومه مرګانۍ تبه ويده پراته وو
چى لږ خو يي زه دخوبولي ځانه
دومره خوځولى خو واىء
چى هله پاڅه
زمونږ دكلي نه د مينى جنازه ووته
چى ماخوهم دشهيد عشق
دتابوت نه لاندى
څوتړمى اوښكى
په ګريوان كى دسوغات په بڼه
دكوچاني ټټر په سپينو پاولو
ورڅڅولي خو واىء
يامى د اوښ مهارتر لرى
هغه خړ كنډو كى
ورته دسپينو ليچو تاو پريښى واىء
او زه ترى بيرته غلى غلى
دخپل كلي پر لور
دغم پر اس باندى خفه راتللى
خو هسى ونه شو
زه ترينه پاتى شومه
اوهغه لرى لاړه
خداى خبر چيرته به ځي
خو زه يواځى شومه
دچنارونو لاندى
اه
دا څه وشول ؟

۱۹۹۸









بيا زما يتيم زړه بى اسرى ټوپونه ووهل
شرنګ كى يي اواز كى يي نغمى ټوپونه ووهل
اوښكى دليمو مى په خوښىء كى رانه وچى شوى
زلفو چى رخسارباندى څپى ټوپونه ووهل
هغه ده دحسن ښاپيرۍ په بڼ كى تاوه شوه
ګوره دهرګل ورته غنچى ټوپونه ووهل
هلته اوس دمينى جل وهلو ته اوبه راوړي
ځكه ورته دښتو كى ميرى ټوپونه ووهل
وګوره زيارت كى بيا دشناختو ډيوى بلى شوى
پوه شومه چى هغى شنى جنډى ټوپونه ووهل
پريږده عنايته اوس په مينو كى وفانشته
زړه كى چى زما زړى ټپى ټوپونه ووهل


۱۹۹۸ م كال


ځوان شاعرته

ځوان شاعره
نوى ګام دى مبارك شه
پاك مرام دى مبارك شه
دارمان په پوړۍ پل ږده
دا ارمان دى پوره كيږي
ارزوګانى هيلى واخله
دهدف پر لورى درومه
داميد ډيوه كړه بله
په تيارو كى مه ويريږه
نا اميد دخداى دښمن دى
اوس ته ګوره وړاندى وړاندى
هم دى پام وي شاته شاته
او مزل كړه تر منزله
هم په لوړو په ژورو
توكل دى په خالق كړه
ځوان شاعره
يوتوپان شه يو سيلۍ شه
بوړبكىء شه
دحسرت ديوال چپه كړه
پورته ګوره ښكته ګوره
هر خوا ګوره
درقيب سترګى دى سرى دي
ته هم ځان ترينه كم نه كړى
دمتين عزم څښتن شه
دادب دبڼ پالونكيه
ښه بى باكه بى پروا شه
ته همت كړه شه راپورته
دخيبر په سردرو كى
ښه په هسكه باندى ودري
يو اواز په لر اوبر كړه
ښه په زوره په هنر كړه
چى ادب ګلشن ته راغى
نن بهار د شازلميانو
دادځوان شاعر بهار دى
دخزان دسترګو ښار دى
ځوان شاعره
اوس نو پاڅى
داويده ځوانان راويښ كړه
دغفلت كړۍ كړه ماتى
ګړنګونو ته ښه ګوره
كمرونه ډير نازك دي
داسى نه چى ترينه لاندى وغورځيږى
فكر ډير كړه
درقيب سترګى دى سرى دى
ځوان شاعره
دادب دبڼ بلبل شه
دپښتون دپګړۍ ول شه
غنم وږى د صابر شه
دپګړۍ ول كى اوچت شه
چى جهان درته حيران شي
او ادب دبڼ پاچا شى
ځوان شاعره
نوى ګام د مبارك شه
پاك مرام دى مبارك شه




۱۹۹۸ م كال

پيښور ، ځوان شاعر فرهنګي ټولنه




دمرګونو غل

هلته دشپو په منځ كى
تورو تيارو په منځ كى
دچراغونو رڼاګانى وى
دخوشاليوو رڼاګانى وى
داميدونو ډيوى هم بلى وى
دتور شپو په منځ كى
هلته په هسك كى وه دستورو ځلا
دلته ادم ويده وو
دارزوګانو سره
دارمانونوسره
معصومى هيلى ويدى
دچاپه سرو منګلو
دچاپه سپينو ليچو
معصومى هيلى ويدى
خو يوناڅاپه
دخوښيوو په دى لوى تالار كى
يوه هنګامه خوره شوه
يوه دغم هنګامه
هرخواتياره تياره شوه
دخوشاليوو رڼاګانى چرته لرى لاړى
هلته اميد دبى وسىء چغى كړى
چى يي ادم راويښ كړ
معصومى هيلى مړى شوى
ارزو ارمان سره په منډه منډه
له دى دياره لاړه
له دى كوڅو نه تښتي
چى چيرته لرى لاړ شي
دغه د غم كلي نه
دخوشالۍ كلي ته
دشنو جلګو په لوري
چى دلته بيا دتورو شپو په څڼو
دماتمونو په كنډو باندى تور غل راوختى
زمونږه يي هر څه يوړل
دمينى كور يي لوټ كړ
هيلى ټولى مړى كړى
اوخوشالي يي زولانه بوتلله
داميدونو ډيوه هم تته شوه
توره تياره شوه
زمونږ د كلي نه غل وتښتيدو
دادمرګونو غل و



دادويرونو غل وو
دماتمونو هيولا يي دلته مونږ ته پريښوه
او خپل وتښتيده
دچايي مينه يوړه
دچايي مال واخستو
دچايي پړونى واخست
دچانه يي شال واخست
اوخپله وتښتيده



۱۹۹۸ م كال

افغان ادبي بهير پيښور



ما كرشمى دحسن بيا شړي بيديا په لوري
دغره لمن ته كوچانۍ مينه صحراپه لوري
دښاپيريوو شهزادګىء ده هم حسينه هوسىء
چى راته ګوري لپى لپى دښكلا په لوري
ماته داوښكو اميل جوړ كړل دجفا داغونه
اوس مى ليمو نه شبنم څاڅي د وفا په لوري
كله مجنون شم رانه جوړشي دصحراليونى
ديرغه اس په شانته دانګم دليلا په لوري
مادوفا اوجفا دواړو شات اوزهر څكلي
مظلومى هيلى به اخر ځي دعقبا په لوري
دغره لمنى نه صافى شپونكى اواز اوري
چى كوچانۍ مينه دى لاړه دفنا په لوري


۱۳۷۷ ل
پيښور

ښكارۍ پيغله

دشنه غره په شنه لمن كى
يوه ښكلى پيغله ښكاري
درڼو اوبو په خواكى
دچينى سره ولاړه
ارغوانو له قطار نه
دلا له وو خو اته ګوري
كله ديخوا كله ها خوا
وارخطا غوندى ترهيږي
لكه هوسۍ چى ساه نيولي
دښكاري نه پټه شوى
دغه ښكلى منظرى ته
وه له لرى نه راغلى
داسى نه وه
دغه ښكلى پيغله نجونه
لكه حوره مقصوراته
دخيامو له پردو نه
ملغلره په صدف كى
په رنګينه سور سالو كى
لكه لمر دبوډۍ ټال كى
ياسپوږۍ خپله هاله كى
وه دښكار پسى راغلى
ديو ښه ښكار په لټون كى
دنظر په تجلى كى
كله ديخواكله ها خوا
وارخطا غوندى ترهيږي
خوناڅاپه يي دغوږ نه يو اواز شو
دا اواز ديو بين مار وو
يو شپونكى دغره لمن كى
دخيالا تو په څپو كى
دشپيلۍ په وزرونو
دعنقا سره سيالي كړي
دهما په انتظار كى
كله ديخو ا كله ها خوا
وارخطا غوندى ترهيږي
دغه ښكلى پيغلى نجونى
دى دحسن تالانګرى
ښكار پيدا كړ
په ورو ورو شوه وروانه
چى بين مار يي وليدلو
داشپونكى دښاپيرو وو
ښاپيرۍ يي څرولى
دواړه يو بل نه ښايسته وو
دشپونكى چى پرى نظر شو
دنظر تاب يي رانه وړ
دى بى رحمى پيغلى نجونى
تيره غشي په كمان كى
دښكار لور ته برابر كړه
بيايي دسترګو دليندو نه
دتيرو غشو وار وكړ
دعشقونو شهزاده يي
دځيګر په منځ ټپي كړ
چى بيهوشه ولويدلو
چى په هوش كله دا راغى
نو يي سترګى كړلى خلاصى
دعشقونو جادوګره
دده سرته وه ولاړه

۱۳۷۷ ل كال

پيښور




ولى دى غږ نشته دى شرنګ دى نشته شور دى نشته
كه مروره يي چى جنګ دى نشته زور دى نشته
ګلې پر زړه باندى مى تورو شپو كى ووريږى
چراغ دى مړه شمع دى مړه ده ګرانى اور دى نشته
لكه ټپه لكه لنډۍ دى په څپو يادووم
خدايزده پر كومه كډه شوى يي چى كور دى نشته
دروڼ سحر پرښه وى وړانګو دلمر واخستلى
د اننګو په سر مى ښكل كړلى خو پور دى نشته
مينه مو وكړه ښه په مينه ګرانى ښه شوله دا
چى شر دى نشته شور دى نشته دى پيغور دى نشته
بس مازيګر شي وړانګى راشي خو ها خوندنه لري
كلى خبر شو پسپسكى دي خو تور دى نشته
په نيمه شپه كى دى دكلي كوڅى ټولى لټوم
څه وكړم ستړى شومه نه ښكارى ته لور دى نشته


۲۰۰۴ م كال
كابل

مازيګر

بيا مازيګر شو
هماغه مازيګر
چى لمر به خپلى طلايي پلوشى
ددنګو غرونو له فرازه څخه
په مونږ خورى كړلى دمينى په نوم
خو ته به نه وى زه به نه وم په هغه شيبه كى
له خپله ځانه له جهانه به پردي و ګرانى
باد به دى زلفو ته وروغځيده
دمازيګر په زيړي لمر كى به يي
ستا طلايي زلفى را واخستلى
په اننګو به دى خورى ورى شوى
كيسى به خوند واخسته
خو دماښام تياره به رو رو راخوره شوه ګلى
په زړه نازړه به سره بيل شو هلته
يواځى زه او ته او باد خبر وو
چى مونږ به څنګه په خوږه مينه
له يو بل څخه ځار شولو قربان به شولو
او دمازيګر كيسه به پاتى شوه
سبا ته ګرانى
څومره دمينى شيبى
څومره حسينى شيبى
چى لا اوس هم زما په سترګو كى دي
كاشكى چى بيا راشي هغه وختونه
چى يوځل بيادخپلى وركى مينى
دطلايي زلفو ديدن
دمازيګر دزرين لمر
په طلايي وړانګو كى بيا وكړمه




۲۰۰۳ م كال
پښتونخوا





كلونه پس دغره لمنو كى ګلان نڅيږي
له تورو وريځو نه جانانه بيا اسمان نڅيږي
ګرانه ټوپك مى دبابابيرته په تير كيښود
دسولى لمر دسولى غږ مى په جانان نڅيږي
دپسرلي وږمى پرديسه اشنا بره درومي
ګومان كومه سوكالي په كابل جان نڅيږي
نوربه مورچى وستادمرګ لپاره نه جوړم
نوره مى مينه ستا لپاره په ايمان نڅيږي
بيګاه مى خوب كى دسپين غره لمنى واليدلى
مستى هوسۍ چى په ټوپوپه ارغوان نڅيږي
څپى نغمى شوى له امو نه دخيبر په لورى
دهندوكش زركى اتڼ كى په دامان نڅيږي
ها دنګ قامتي شازلموټي څڼې بيا اچوي
خدايه شكرونه دي كلونه پس افغان نڅيږي


۲۰۰۳ م كال
پښتونخوا

درد

مانه دشعر ويلوچل هيرشوى
زه اوس دشعرپه مانا نه پوهيږم
زه اوس دبيت اودمصرع په تړون نه پوهيږم
مانه قافيه مانه رديف هير شوى
ماخپل شعرونه ټول په اور سيځلي
زه اوس دعصر دناخوالو نه پردى نه يم
چى شعر وليكم
دكايناتو په داارته ځمكه
زه داسى تور اوسره مخونه ګورم
داسى معصومى څيرى وينمه چى
لكه داور او داوبو به سره نه يو كيدل
خو اوس يوبل ته غاړه وتي سره
او
زمادشعر خوندونه يي وسپارل دبادڅپوته
خوزه لا نه پوهيدم
مابه له درده دړنګ شوي ښار تصوير جوړوه
مابه په شعركى رانغاړلى دخپل ښارپيغلوټى
مابه ډالۍ ورته شعرونه كړل چى
ګوندى بى وسه اوبه كسه غږ يي ورسوم
تر لرې لرې
مابه چى وليدى پردي در ته به يي لاس غځاوه
زماله زړه نه به داور غوندى لمبى پورته شوى
مابه تصوير دپرديسۍ انځور كړ
دمجبوريت كرښى به وكښلى ما
دپت عزت او دحيابيلګى به وبلل شوى
مونږبه ملالى سره وتللى
دوير او درد كيسو به شعر پوره كړ
مابه دوير اودماتم الفاظ راټول كړل سره
په يومنظوم تاربه مى ټول وپيلل
بيابه مى واخستل ډالۍ به مى كړل
دوطن هغى مساپرى اومساپر زلمي ته
چى توره شپه كى له ړنګ شوي ښارنه وكوچيدل
او ساه نيولي زمونږ تر خواراغلل
خواوس زه ګورم په ريښتينى سترګو
په هاغه سوي اوړنګ شوي ښار كى
چى هره ورځ مو دحيا اودعزت په جامو داغ لګيږي
دلته به يوپردي ته لاس غځيده وبه سو مونږ
دمجبوريت اوپرديسۍ القاب به وتړل مونږ
ترينه به شعر دوير او درد جوړ شو
خواوس دډيرو اوبى شميره پردو
سره ترغاړى وتي
نوزه چى ګورمه اوس دغه صحنى
په تيرو كرښو مى خطونه كش كړم
او داسى وګڼم چى
نه معصوميت و نه حياوه په داوړ خلكو كى
هسى مووستايل دشعر په ژبه
هسى موزړونو كى انځور وساتل
هسى مووګڼل دويراودماتم څښتنان
اوس چى زه ګورمه نادودې دلته
چى افغانيت په كى ترپښولاندى وي
په خپل كلتور اوپه رواج باندى ملنډې وهي
يواځى اوښكى توۍ كړم
او شعرته ووايم چى
نور زمامخى ته رانشى ګوره
چى ستاپه كرښو مى يقين دبادڅپووړى دې



۲۰۰۳م كال پيښور




مازيګر به شي جانانه
مازيګر به شي جانانه ته راوګوره په مينه
زه به پاڼه دكتاب شم ته مى ولوله په مينه
داسپيرې غونډۍ به وا شي د ګلونو به نڅا شي
ترنم به شي سندرى دمرغانو به ګډا شي
ته به لاس په خندا راكړى زه به لاس په مينه دركړم
كه ته پريوځى له ګړنګه زه به خپله وينه دركړم
ها دغره كوچۍ به راشي مونږ به وغواړي كيږدۍته
دهوسيوو غږ به واورو مونږ به وخيژو غونډۍ ته
له شپانه به شپيلۍ واخلو يو شيبه به نغمى سركړو
ياقربان به څو لنډۍ كړو يو ساعت به څپى سركړو
مازيگربه شي جانانه زه به مينه دزړه دركړم
كه ته پريوځى له ګړنګه زه به وينه دزړه دركړم
غرڅنۍ سترګى به واكړى ارغوان به درته خاندى
سره غاټول به درته ناڅي سره ګلان به درته خاندي
دماښام تيارى به راشي مونږ به ځانه سره واخلي
دافق كرښى به سرى شي لمر به ځانه سره واخلي
ته به لاړه شي خپله كورته زه به لاړشمه خپل كورته
تا نه لرى به شم ياره زه به غورځمه سور اور ته
عنايت به دى لار څاري مازيگرچى شي جانانه
چى په مينه غاړه راكړى نو اختربه شي جانانه
كابل ۲۰۰۵\۴\۲۳



انځور
غواړم هماغه انځور بیا تازه کړم
چۍ ډیرکلونه ترینه لری وومه
غواړم تابلو جوړه کړم
غواړم هماغه انځور
دمرمرینی تابلو تاج وټاکم
زه لا لګیایمه انځور تازه کوم
چی د رود مستې څپې
زما دښکلې انځور نوم راوړي
څپې په شور او زوک سندرې وایی
په غورځنګونو کله هاخوا کله دیخواراشي
ته وا دمستو جونوسیل روان دې
زه اوس دنیل د رود پرغاړه ناست یم
غواړم انځورتازه کړم
هاغه انځور چی می کلونه پخوا
دورکی مینی په نوم
دمرمرینې تابلوتاج ګڼلو
خو!
هسې فکرراشي
چی مساپره اشنا
هسی خواري مه کوه
اوس !
مینه انځور نه لری
مینه تابلو نه لري
دنیل څپې یی درنه وړي په منډه
څپې ظالمې دي ظالمې څپی
دانځور نوم به راوړي
تابلو به ټوله یوسي
خواري به ټوله یوسي
نو!
مینه په زړه کی ساته
او چاته حال مه وایه



دنیل غاړه خرطوم سوډان
۲۰۰۶





راځه راځه چاته غوږ مه نیسه ساده جانانه
دشپې خو نه راځې دورځې خو راځه جانانه
لکه کوکنار لکه افین لکه باده جانانه
خمار خمار راته را درومه مستانه جانانه
مودې پوره شوې زمانې دسترګورپ کې اوړي
تورخم دی بیا اوږده کیسه شوه افسانه جانانه
پریږده چی مونږه دټوپک میل ته ځونډي واچوو
خلک د نوي ژوند لټون کوي کاکه جانانه
خوب کې مې بیا په زړه را اورې لکه سپینه واوره
دهندوکش له څوکو هسکه ای ښایسته جانانه
لکه دقاف لکه د چین لکه ماچین جانانه
داسې راخور شه وریځې وریځې پرکامه جانانه

۲۰۰۲
ننګرهار