Hindara

دهند له خاورې څخه

06.09.2009 12:54
 

عنايت ساپى، كابل
د هند له خاورې څخه
د افغانستان پر مهال پاو كم څلور بجې وې، چې د اريانا افغان هوايي شركت د الوتكې پر زينو وروختو. په الوتكه كې له كښېناستو لږه شېبه وروسته د ټاكل شوي كس له خوا د الوتكې د روانېدو، وخت او ارونو په اړه معلومات راكړل شول. ملابندونه مو كش كړل.
له ما سره په درې كسيزه څوكۍ كې يو خپل ملګرى (بريالى وياړ) او يوه هندۍ نجلۍ (اندريا) چې له پاملرنې نړيوالې موسسې سره د اسيايي څانګې چارواكه او دفتر يې په ټايلنډ كې و، ناسته وه. موږ بايد تر ډهلي پورې پوره يونيم ساعت هوايي لار ووهو، نو ښه ډېر وخت مو درلود، چې يو له بل سره مو پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې كړې واى.
اندريا وپوښتل چې تاسې هم هند ته ځئ؟ موږ ورته د هو ځواب وركړ. بيا يې له موږ څخه د سفر د موخې په اړه وپوښتل، څرنګه چې هغې په انګرېزۍ خبرې كولې، نو موږ هم ورته په انګرېزۍ د خپل سفر په اړه معلومات وركړل. هغې په ډېره لېوالتيا زموږ سره لا خبرو ته لكۍ وركړله او بيا نو ما هم د خپلو پوښتنو كڅوړه ورپرانيستله. ښاغلى وياړ زما او د هغې تر منځ ناست و، ډېر په تكليف و، خو د ملګرتيا او نزاكت له مخې يې څه نه ويل. يوه شېبه به مې له وياړ سره او يوه شېبه له اندريا سره خپلې خبرې شريكولې. اندريا له افغانستان سره

خورا زياته مينه څرګندوله او بيا به موږ هم د هند د مرستو او ملګرتيا مننه كوله. پر بېلابېلو خواوو مو سره ښايسته ډيره شيبه غورې وكړې، او دسفر پراوږديدا چندان پوه نه شولو نور نو مونږ د هندوستان هوايي بريد ته ورنژدي شوي وو چې په دې كې يو ناڅاپه الوتكه لږه كږه شوه او ټكان يې وخوړ، چې ورسره زما هغې پېښې ته پام واوښت چې دوې مياشتې وړاندې مو د اسلام اباد په سفر كې ليدلې وه.
هغه داسې وه چې موږ د ځوانو ژورناليسټانو د يوه سيمينار لپاره اسلام اباد ته تلو، چې د اټك له سيمې سره نژدې سختو ورېځو د الوتكې مخه نيولې وه او تېز باران اورېده. پيلوټ هڅه كوله چې الوتكه له ورېځو پورته كړي، چې پر دې مهال له الوتكې سره جوخت د تندر وېروونكى غږ پورته شو. الوتكې هم د پيلوټ د وارخطايۍ له امله ټكان وخوړ او ناستې سورلۍ هم له وېروونكې حيرانتيا سره مخ شوې. موږ فكر كاوه، چې الوتكه وويشتل شوه، خو داسې نه وو. يوه كار كوونكي په منډه ځان راورساوه او په موسكا يې وويل: وروڼو! اندېښنه مه كوئ، تندر و. له دې سره يوه خندا شوه،

*****************************************************************


زه لا په دې فكر كې وم، چې اندريا غږ كړل: اوس د ډهلي له پاسه يو. ما چې لاندې وكتل، رښتيا هم يوه پراخه سيمه، چې ټوله د برېښنا څراغونو روښانه كړې وه، كوچنۍ ودانۍ او يوازې برېښنايي څراغونه يې پړكېدل. د الوتكې ټاكل شوي كس هم اعلان وكړ، چې خپل ملابندونه كلك كړئ، چې په څو شېبو كې به د ډهلي پر نړيوال هوايي ډګر كښته كېږو. ملابندونه كلك او د سورليو ترمنځ د كوزېدو په اړه خبرې پيل شوې. لږه شېبه وروسته الوتكه پر هوايي ډګر وركښته او ورو كښېناسته.
څو دقيقې وروسته موږ له الوتكې پلي شوو
. دا لومړى ځل و، چې ما د هند پر خاوره ګامونه ايښوول. شا و خوا مو كتل، توره شپه وه. پوره يونيم ساعت هوايي واټن مو وهلى و. سره له دې چې په افغانستان كې به تازه ماښام و، خو دلته بيا د شپې ښه پخه تياره وه. د ډګر بسونه راورسېدل، موږ هم په كې سپاره او د ټرمينال پر لوري روان شوو، لږه شېبه وروسته ټاكل شوي ځاى ته ورسېدو. پر پاسپورټ له مهر لګولو، داخلېدو او نورو اړوندو چارو څخه بېغمه شوو

. موږ د افغانو ځوانانو يو نهه كسيز پلاوى جوړاوه، چې دوې نجونې او پاتې هلكان وو. زه (ساپى)، اجمل عابدي، بريالى وياړ، وحيده ساهل او نعمت الله الهي يوه ډله. سنجرسهيل، خالد خسرو او فاطمه حسيني د بلې ډلې غړي وو، چې د ځوانانو د كار پيدا كولو د نړيوال سازمان په بلنه د هند په حيدراباد ښار كې د ځوانانو سيمينار ته رابلل شوي وو، په ټرمينال كې د هند د بهرنيو چارو
وزارت يو تن مامور زموږ د ټولو قانوني چارو د سرته رسولو لپاره دلته راغلى و. نوموړي په ډېر درناوي زموږ پر پاسپورټونو قانوني چارې ترسره كړې. دلته موږ د ډګر مامورين وليدل چې په ورين تندي سره د تلونكو او راستنېدونكو مسافرو اجراآت كوي. د ټرمينال په دننه كې بېشمېره راغلي كسان په ليكه كې ولاړ وو، خو هېڅ شور نه و، د يوه پوليس په لاس كې هم كوتك نه ښكارېده. ان چې بېخي كوم پوليس هم نه و.
ما دغه حالت څاره او ورسره مې جوخت په ذهن كې د خپل هوايي ډګر (خواجه رواش) د مامورينو او كاركوونكو كړه وړه او د امنيتي كسانو چلند پرتله كاوه. په رښتيا هم چې پوهه انسان ته سليقه او حيثيت وركوي او په رښتيا هم چې غښتلى فرهنګ او پوهه د يوې ټولنې د بري لامل وي. ما چې د خپل هېواد د مامورينو كړه وړه هلته وليدل او اوس د دغه ځاى حالات ګورم، د خپګان احساس مې كاوه. خپل ملګري (وياړ) ته مې غلي وويل: ته دغه خلك وګوره، چې په څه نرمه ژبه، ورين تندي او اخلاص سره د مسافرو پاسپورټونه ګوري او زموږ د هوايي ډګر كوتكمارانو ته پام وكړه، چې له مسافرو سره څه ډول چلند كوي: ”اينجا ايستاد نه شو، اينجا چه ميكنى؟ باش
تالاشى بته، كجا ميرى؟“ او دېته ورته عملي ټېلې وركول، له لاس نه كشول او نورې ښكنځلې، زموږ د مامورينو كړه وړه جوړوي. هغه هم حيران شو او له ما سره يې زما په خبرو سر خوځاوه.
زموږ لومړۍ ډله چې د هند د دولت رسمي مېلمانه هم وو، د بهرنيو چارو وزارت د موظف مامور له خوا د هغه په موټر كې سپاره او له خپلو نورو ملګرو سره مو په حيدراباد ښار كې تر ليدو پورې خداى پاماني وكړه.
موږ اوس له هوايي ډګر څخه دباندې له نورو عامو موټرو سره يوځاى پر عمومي واټ روان شوو. د موټرو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو د ټرافيكي څراغونو كتار ته به مو پام كېده.دلته د قانون پلويان په سلو كې سل وو، همدا لامل و، چې هېڅ لار نه بندېده. په زرګونو موټرونه به په يوه ليكه كې ولاړ وو، خو لږه شېبه وروسته به هغه واټ له موترو تش شو. يو موټر له بل څخه بېځايه نه مخكې كېده او نه به كوم بايسكل چلوونكي خپل بايسكل د نورو موټرونو مخې ته دراوه. كه كوم ځاى به يو موټر بند شو، مخكې يا د څنګ موټر چلوونكي به خپل موټر له كومې غوسې پرته په مينه ډډې ته كړ او بل ته به يې لار وركړه. ما نه يوازې د موټرچلوونكو پوره زغم او حوصله د تل لپاره سرمشق او بېلګه ګرځوله، بلكې د عامو خلكو چلند مې هم په زړه كې ځاى ونيو.
له واټونو څخه واوښتو. په شپه كې موږ هم له هندي مامورينو څخه د ځايونو په اړه پوښتنې نه كولې او دا هرڅه مو رڼا ورځې ته پرېښوول. نژدې پنځه څلوېښت دقيقې وروسته د (كلاش كالوني) سيمې ته ورسېدو او هورې زموږ د سورلۍ موټر ديوه عصري مېلمستون (ګيتي پيلس) مخې ته ودرېد. د مېلمستون كاركوونكو زموږ سامانونه له موټر څخه راكښته او موږ ته راكړل. شېبه وروسته موږ ته هم د خپلو- خپلو كوټو كيلۍ راكړل شوې او لاړو، سامانونه مو په خپلو كوټو كې ځاى پرځاى كړل.
. د مېلمستون كاركوونكى، په داسې حال كې راننوت چې موږ ټول يوې كوټې ته سره راغونډ شوي وو، د ډوډۍ خوړلو لپاره مو ورته وړانديز وكړ. عابدي صاحب ټلويزيون لګولى و. بس هندي موسيقي او هندي فلمونه يې په هر چينل كې ليدل كېدل.
ډوډۍ راغله او خداى شته چې ښه خواړه يې راوړي وو. د لومړي ځل لپاره مې هندي خواړه وليدل. خو په يوه مړۍ سره يې زما اوښكې نه، د ټولو اوښكې وبهولى. بېحده
ترخه وو، يوازېنى شى چې تريخ نه و، هغه وچه ډوډۍ وه، چې وړه ګرده ټيكله، چې هغوى به ورته (چپاتي) ويل او بل مستې وې، چې توندې نه ښكارېدې، نور هرڅه يې تر پايه موږ ټولو د اوښكو په بهير كې وخوړل. ډوډۍ وخوړل شوه، عابدي صاحب وويل: زه ځم او ځانګړې ليدنې لرم، كسان راپسې راځي او لس بجې به بېرته راځم. موږ هم ترې خپلې كوټې ته راغلو. وياړ ټلويزيون ولګاوه، كله يو چاينل، كله بل. خو په هره برخه كې يې د هندي فلمونو، ډرامو او خبري ګزارشونو ننداره كېده. موږ لا په خبرو كې وو، چې عابدي صاحب دهغه په وينا له ليدنو بيرته راغى او له موږ څخه يې وغوښتل چې بهردچكر له پاره ووځو. موږ هم د كوټې دروازه وتړله او له مېلمستون څخه بهر لاړو.
د شپې څه له پاسه لس بجې وې، خو د خلكو د تګ راتګ بهير لا نه و تم شوى. په كوڅو او واټونو كې خلك ګرځېدل. موږ هم تر ليريو لاړو. هوا يخه وه، خو د كابل په څېر نه، په نژدې شا و خوا كې كوم بازار نه و، ځاى ځاى دكانونه ليدل كېدل. عابدي صاحب د ايسكريمو يوه كراچي وليده او له وياړ څخه يې وغوښتل چې كه يو ايسكريم ورته واخلي، له موږ يوه سره هم هندۍ روپۍ نه وې، يوازې ډالر او افغانۍ زموږ په جېبونو كې وې، له كراچۍ والا څخه مو د ايسكريم غوښتنه وكړه، هغه يو دانه، چې لس هندۍ روپۍ يې بيه وه، وياړ ته وركړ. وياړ ورته يوګون ډالر وركړ، خو هغه نه اخيست او همدا يوه خبره يې كوله، چې هندۍ روپۍ. ما ګومان كاوه چې دا ګوندې د ډالرو له ارزښت څخه نه دى خبر، خو هغه وويل چې زه پوهېږم يو ډالر څه له پاسه څلوېښت هندۍ روپۍ كېږي، خو موږ يې نه اخلو. زه وپوهېدم چې له دوى سره د خپل هېواد د پرمختګ او د خپلو كورنيو ملي غوښتنو څومره ستر احساس دى. بېرته يې ايسكريم واخيست او موږ ترې خپل مېلمستون ته راغلو.
**************************************************

شپه مو تېره كړه او د سهار د ناستې لپاره مو بيا د مېلمستون كاركوونكي ته فرمايش وركړ. تر چايو وروسته د بهرنيو چارو وزارت مامور، چې موږ به ورته چودري صاحب وايه، راغلى و او لاندې زموږ لپاره ناست و. زه وپوهېدم چې موږ د ډيپلوماتانو په توګه بدرګه كېدو. تيار موټر ولاړ و، وروختو، د ښار په بېلابېلو خواوو كې ګرځېدو او د چودري صاحب له خوا موږ ته معلومات راكول كېدل.
دا نوى ډهلى و. هسكې- هسكې ودانۍ، زړه راكښونكي څلورلاري، د نظم او ډسپلين مراعات، يو او بل ته درناوى، زغم او نور هغه څه وو چې زه يې په حيرانوونكې توګه خوشحال كړى وم. خو كله به د خپل هېواد پلازمېنې ته پام يووړم، ورانې او كنډواله ودانۍ، شاړ چمنونه، ويجاړ واټونه، د زغم نشتوالى، د جګړو د بلاګانو سيورى، يو بل ته د درناوي پرځاى ښكنځلې او نور هغه څه وو، چې له دغه ځاى سره به يې په پرتله ييز ډول خپه كولم. خو خير، د دغه ځاى خلك يو موټي دي، دوى ځان ته هندي وايي. دلته د پښتون، تاجك، ازبك او هزاره په نومونو يو بل نه وژل كېده. دلته خلك پر قانون پښې نه ږدي. دلته ملي يووالى حاكم دى. دلته كلتور ارزښت
لري، دلته ټوپك يوازې د ملي نواميسو له ساتندويانو سره وي، دلته د چا پر حيثيت ملنډې نه وهل كېږي. نو ځكه به د دوى شملې هسكې او هېواد به يې ښېرازه وي. دلته زموږ د مخابراتو تر وزارت په سلګونو او زرګونو هسكې ودانۍ شته، چې د ښار ښكلا ته يې رنګونه وركړي دي. په هره څلورلار كې ښايسته چمنونه، د دغه ښار د ښېرازۍ بېلګې دي.
د هند دروازې ته لاړو، د چودري صاحب د وينا له مخې دغه دروازه له بريتانوي استعمار څخه د هند د خپلواكۍ په ياد جوړه شوې وه، چې اوس يې تاريخي ارزښت موندلى دى.دلته له بيلا بيلو سيموڅخه خلك راغلي وو، خوا وشا يي امنيتى پوستى ځاى پرځاى شوى وى.
دغه ځاى سيلانيانو ته هم په زړه پورى وو، يوه شيبه مو همدلته تيره كړه، هنديانو دخپل غرور نښان ته په فاتحو سترګو كتل خو دغه دخپلواكۍ په وياړ جوړه شوى دروازه
مونږ ته دومره عجيب افتخار نه ګڼل كيده.خو په هرحال دا دهند ولس لپاره يوتاريخي سرلوړي وه چى سيلانيان يي ليدو ته راشي.او بيا شاوخوا دهندي وګړو په سترګو كى د سرلوړۍ نښى وګوري..
له دغه ځاى څخه د جمهوري رياست د ماڼۍ پر لوري وخوځېدو له څو دقيقو ورسته د نوي ډهلي له سركونو څڅه د جمهوري رياست ماڼۍ ته په تللى واټ ورسم شو. ماڼۍ ته تللى لار ښكليوو چمنونو او د واټ په خوا و شا كې سرو، ژېړو او سپينو ګلانو جاده بې كچه ښايسته كړى وه ، ماڼۍ ته ورسيدو مجلله او ښايسته ودانۍ وه، هسكو ګنبدو يې ښكلا څو چنده كړې وه، په سمسور او نسواري رنګ ، رنګ شوى وه،په ستره سيمه كى اباده وه ښكلى هوا يي زړه ته يوډول ارام او هوسايي بخښله خو دا چى خپل هيواد مو پردى مهال په زړه راوريده بى كچه خفه كيدو، په هرحال دماڼۍ په مخ كى زمونږ موټر راتاو شوپه يوهيښوونكي حالت كى زمونږ حواسو ځغاستل پيل كړل، له هسكو ګنبدو سره مو په لاس خوځولو خداى پاماني وكړه او له هغه ځايه مو بېرته د ښار خوا ته مخه كړه. په موټر كې چوپتيا وه. حيرانوونكې چوپتيا زموږ د ملګرو پر خولو غالبه شوې وه.
زه هم د خپل تېر تاريخ او د خپل هېواد وتلي او منلي برم او لويوالي ته متوجه شوم، پر دغه خاوره افغانان واكمنان وو، دلته احمد شاه بابارح پر اس سپور راغلى و او د افغاني غازيانو د سولې بيرغ دلته رپېده. د پانيپت جګړه، د سومنات د بوت ماتېدل، سلطان محمودغزنوي او نور هغه د تاريخ تړلي پړاوونه مې د ذهن پر پردو انځورېدل. ملي غرور مې په سترګو كې وځلېد، د تاريخ له مخې د ډهلي تخت راياد شو، چې پښتانه شاهان به د ډهلي پر تخت ناست وو او ورسره به مې د لوى احمدشاه بابارح د زړه غږ راپه زړه شو،
چې:
د ډهلي تخت هېرومه چې راياد كړم
زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه
زه په همدې سوچونو كې وم، چې موټر د يوه خوړنځي (رسټورانټ) مخې ته ودرېد. د خوړنځي مخې ته يو سپين ږيرى ناست و، په لاس كې يې يو غټ كفچه مار نيولى و، په غاړه كې يې د غټو مريو رنګه غاړګۍ اچولې وه، شپېلۍ يې وهله. يوه شېبه خو مو د ده سيل وكړ او ټولو ورسره په وار- وار عكسونه واخيستل. په خوړنځي ورننوتو،
هرچا د خپلې خوښې خواړه راوغوښتل. څرنګه چې زموږ د تېرې شپې خواړه په ياد وو، نو د رسټورانټ عملې ته مو د بې مرچو خوړو د راوړلو په څو- څو واره وويل. خو چې خواړه يې راوړل، بيا هم ترخه وو. بس پېښه وه، ومو خوړل. له هغه ځاى څخه راووتو او بېرته د خپل مېلمستون پر لوري وخوځېدو، د ښار له واټونو څخه تېر او خپل استوګنځي ته ورسېدو.


*************************************************

همدغه ورځ د ماښام پر پنځو بجو بايد موږ د رېلګاډي تمځي ته لاړ شو او له هغه ځايه د اندراپردېش ايالت د حيدراباد ښار ته وخوځېږو. خپل سامان مو راغونډ او تر لږې دمې وروسته له ګيتي پلېس څخه راووتو، په هماغه موټر كې د چودري صاحب په بدرګه د رېلګاډي تمځي ته ورسېدو، په تمځي كى په زرګونو خلك: ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان ولاړ وو، له دغه ځايه بېلابېلو ايالتونو ته رېلګاډي تلل. د خلكو ګڼه ګوڼه ډېره زياته وه. موږ د خپل ټاكل شوي رېلګاډي تر څوكيو پورې د چودري صاحب له خوا ورسول شوو او له هغه سره مو مخه ښه وكړه.

په (اى پي ايكسپرس) رېل كې سپاره وو، موږ پنځه تنه وو او د يوې خوا څوكۍ شپږ وې. له موږ سره يوه هندۍ ښځه هم ناسته وه او په مخامخ څوكۍ كې، چې دوه كسيزه وه، دوه تنه: يوه يې ښځه او بل يې نارينه و، ناست وو. موږ لومړى له نوموړې ښځې سره خبرې پيل كړې، دا ښځه (بينا) نومېده او په حيدراباد ښار كې د عثمانيه پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې ښوونكې وه، زموږ د سفر پر موخه او پر دې چې موږ افغانان يو، زښته خوشحاله شوه. عابدي صاحب ورسره پر ډېرو موضوعګانو خبرې كولې، خو چې كله به د عابدي صاحب زړه راتنګ شو، بيا به يې له موږ ټولو سره په يوه بله ژبه، چې ده به ورته روسي او كله فرانسوي ويله، خبرې پيل كړې. موږ به هم ورسره غاړه وړله، خوا و شا نور خلك حيران وو، چې دا له كومه راغلي، موږ بايد همداسې كړي واى، ځكه اته ويشت ساعته مزل هسې نه لنډېده، په رېل كې به ډوډۍ هم وركول كېده او چاى هم. خو موږ چې د يوه ځل لپاره خواړه څكلي وو، بيا مو خولو ته هم يو نه وړل. ځكه چې زموږ له طبيعت سره نه جوړېدل، له يوې خوا به مو مخامخ ناستو دوو تنو ته كتل، يوه يې ښځه او بل يې خاوند و، تك تور او بيا غوړ. سړى يې ښه پنډ او هسې به پرشېده. نو چې كله به يې د رېل تيارشوي خواړه خوړل، په داسې بڼه به لګيا و، چې زموږ به يې له خوراك نه زړه تور كړ، بس اوبه به مو څښلې او كله به چې رېل په كوم تمځي كې ودرېد، څو كېكونه به مو راواخستل او وبه مو خوړل. شپه خو تېره شوه، اوس نو پوره يوه ورځ او څه شپه مزل پاتې دى، له وياړ او الهي سره سګرېټ خلاص شوي وو او د رېل په پلورنځي (كانتين) كې د سګرېټو پلورل بند وو، دوى بايد سګرېټ ارو مرو پيدا كړي واى، په سوال يې پيل وكړ، له يوه سړي څخه سګرېټ وغواړه او له بل څخه يې وغواړه. يوه شېبه وروسته يې اووه اته سګرېټه راغونډ كړل. ډېر خوښ ښكارېدل، موږ په ډهلي كې هم سم خواړه نه وو خوړلي او دلته هم همدا حال و.
زه هم په فكر كې ناست وم، چې وحيدي راغږ كړل: وېرېږم چې په خوارځواكۍ (سو تغذي) اخته نه شو. ما هم له وېرې سر وخوځاوه، خو خير مقاومت مو كاوه، نورو سورليو زموږ خوا ته راكتل، هغوى هم په دې فكر كې وو، چې دا خلك نه څه خوري او نه څه څښي، خو بيا هم همداسې مست دي. په رښتيا هم چې زموږ د څوكۍ ملګري په ټول رېل كې مست وو، خنداګانې او ټوكې وې، په دې كې عابدي صاحب راغږ كړ: پانيپت چېرته دى؟ ما ژر له مخامخو ناستو هنديانو څخه وپوښتل، هغوى لومړى لږ حيران شول او بيا له ځانونو سره وبوڼېدل: مېرمن ”بينا“ له عابدي صاحب څخه وپوښتل چې پانيپت يانې څه؟ ده ورغوڅه كړه: د هغه ځاى پوښتنه كووم چى د افغانانو او هنديانو ترمنځ په كې پخوا جګړه شوې وه او بيا يې هنديان زغلولي وو. هغې په ترخه موسكا سره سر وخوځاوه او يوازې دومره يې وويل چې (پټان)!!!
موږ د رېل له كړكيو څخه دباندې كتل. شنې كروندې، ښايسته غونډۍ، باغونه، فابريكې او نورې ښېرازې او سمسورې سيمې زموږ له سترګو تېرېدې، كله به سره په خبرو شوو او كله به بېرته غلي وو. موږ به چوپ وو، چې يوناڅاپه به د يوه پلورونكي غږ شو چې (كافي) يا نور داسې نومونه وو، چې موږ ته به يې په ناڅاپي غږ غوسه راوسته او پر بدرنګه تلفظ به يې موږ ټولو وخندل.

****************************************************

دحيدر آباد په ښار كى
تر اووه ويشت ساعته مزله وروسته څه له پاسه د ماښام اووه بجې وې چې د حيدراباد ښار د رېلګاډي په تمځي كې وركښته شوو. دلته د ځوانانو د كار پيدا كوونكي د نړيوال سازمان له خوا وار له واره خېمه وهل شوې وه او مامورين يې ټاكلي وو.
تر لږ ځنډ وروسته يې موږ ته موټر راوغوښت او په يوه پوځي موټر كې سپاره شوو، دا د اندراپردېش ايالت مركز او د حيدراباد ښار و، له كوڅو او لنډو لارو يې موږ د (وينګسرالاج)هوټل مخې ته كوز كړو.
هوټل ته تر ننوتو وروسته مو د خپلو نومونو ليكل، د پاسپورټ نقل او نور كارونه ترسره كړل او په درېيم پوړ كې خپلو كوټو ته لاړو، زه او اجمل په يوه، الهي او وياړ په بله او وحيده ساهل په يوه بله كوټه كې دېره شوو. خپل سامانونه مو ځاى پرځاى كړل، ځانونه مو پريمينځل، يوې كوټې ته سره راغونډ شوو، زښت وږي شوي وو، ځكه په دې تېرو اته ويشتو، يا نهه ويشتو ساعتونو كې مو هېڅ نه وو خوړلي. د هوټل كاركوونكې مو راوغوښته او ورته مو د يوه څه خوړو فرمايش وركړ، خو دا خبره چې ترخه به نه وي، څو- څو واره تكراروله. خو چا ته يې وايې، هماغه يو دړيدنګ و، شپه مو تېره كړه.
سبا سهار وختي د سيمينار منسوبينو زموږ كوټو ته ليكلې پاڼې راوړې، د نوم ليكلو ځاى، د پېژندګلوۍ غونډې او بيا د پرانيستونكو مراسمو ځاى او وخت په كې ليكل شوي وو. د چايو تر څښلو وروسته د هوټل لاندېنىء غولي ته ووتو، ځوانانو ځانونه يو بل ته ورپېژندل. ټول خوښ ښكارېدل، د افغانستان، نيپال، ماليزيا، اندونيزيا، بوتان، نايجريا، فليپين،مكسيكو،پاكستان،سينګاپور،ويتنام، بنګله ديش،ايران، سوريي ،سودان،صوماليا،اردن، هسپانيي او نورو بېلابېلو پنځه شپېتو هېوادونو ځوانو استازو په دغه پروګرام كې برخه درلوده.
خداى شته چې هر پلاوى زموږ په ليدو ډېر خوښېده. له هوټل سره نژدې د پېژندګلوۍ د غونډو او د نومونو د ليكلو لپاره ځاى جوړ شوى و. د عكسونو اخيستو يوه پړكا وه. د نورو پلاوو په پرتله افغان پلاوى ډېر منظم ښكارېده، البته د يونيفارم له مخې، د ثبت پړاو پيل شوى و. موږ هم فورمې ترلاسه كړې، نو د نوم ليكلو لپاره مو بايد سل ډالره وركړي واى، خو زموږ د پلاوي مسوول وار له مخې له دوى سره په دې هكله خبرې كړې وې او افغان پلاوى له دغه فيس څخه خلاص و.
د نوم ليكنې له پړاو څخه وروسته ډله ييز كار او پېژندګلوي پيل شوه، هرډله او دهغوى لارښود اعلان شول، زه هم په يوه ډله كې برخوال وم، چې نژدې شل تنه په كې د بېلابېلو هېوادونو لكه: سوريې، كمبوديا، ماليزيا، سودان، فلسطين، يمن، صوماليا، نيپال او نورو استازو ګډون درلود. زموږ د ډلې لارښود د ماليزيا و، د هغه له خوا پوښتنه مطرح شوه، چې موږ ولې دلته راغلي يو؟
وار په وار ځوابونه وركول كېدل. چا د نظريو د تبادلې خبرې كولې او چا د انټرنټ له لارې له ځوانانو سره د تړون.
زما وار راورسېد، يو ځل بيا مې ځان وروپېژاند او ورته ومې ويل چې زه له داسې يوه هېواد څخه راغلى يم، چې هلته پنځه ويشت كاله جګړو خپله واكمني چلولې، هلته ناپوهي، پر پوهه زوروره ده، هلته هرڅه ويجاړ دي، هلته د جګړو اور ډېر ژر بلېږي او ډېر ژر د زرګونو بېګناه انسانانو كوپړۍ په خاورو كې پټېږي. هلته لا تر اوسه پورې د انټرنټ خبره د خيال مرغۍ ده. خو زه دلته د دې لپاره راغلى يم، چې د نورو ملتونو له استازو څخه واورم. د دوى له فكرونو او خبرو څخه يوه ښه غلا وكړم. (له دې سره ناست ملګري په خندا شول) او هغه د سولې او امن غلا ده او د دوى له خبرو داسې يوه نسخه له ځان سره يوسم، چې هلته يې د جګړې او وير د رامنځته كوونكو كسانو لپاره وكاروم. ځكه موږ لا تر اوسه پورې د سولې د نسخې په لټه كې يو او نورې خبرې به بيا كوو، له دې سره زمونږ دګروپ ټول ملگري يوه شېبه غلي شول او بيا زموږ د ډلې مشر چې ماليزيايي و، له ما سره د همدردۍ څرګندونه وكړه او نورو هم زما پر لوري راكتل. همدلته له ما سره ناستو ځوانانو ډېره مينه وښوده او د پروګرام تر پايته رسېدو وروسته هر يوه كوښښ كاوه چې له ما سره پر بېلابېلو سكالوګانو (موضوعګانو) وغږېږي.

**********************************

د غرمې ډوډۍ مو يوځاى وخوړه او بيا خپلو- خپلو كوټو ته لاړو، چا چې لمونځونه كول، كه خوبونه او ارام، ترسره يې كړل او پوره درې بجې موټرونه ولاړ وو، موظفو كسانو له موږ څخه وغوښتل چې په موټرونو كې سپاره شو، چې په لومړۍ پرانيستونكې غونډه كې، چې د اندراپردېش ايالت د پارلمان له ودانۍ سره جوخته په يوه مجلله ودانۍ كې جوړېده، ګډون وكړو. په موټرونو كې سپاره شوو او د حيدراباد د ښايسته ښار له سړكونو تېر شوو، د غونډې ځاى ته په رسېدو مو وليدل چې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. واټونه په ګلانو ښكلي شوي او ځاى- ځاى د درناوي لپاره پوليس ولاړ دي. له ښايسته ودانۍ څخه بهر زموږ ملګرو عكسونه واخيستل او بيا دننه لاړو.
دننه پر دريځ (سټېج) له دولتي مامورينو پرته نور ټول ځوانان وو. د بېلابېلو توكمونو (نژادونو) ځوانان راټول شوي وو. يوه زړه راكښونكې نظاره يې جوړه كړې وه، د ټولو پر شونډو موسكا غوړېدلې وه. د هر هېواد پلاوي په منظم ډول په يوه جلا او ټاكلى ليكه كې ناست وو، خو افغان پلاوي څه يوځاى اوڅه بل ځاى خواره شوي وو.
غونډه د اندراپردېش ايالت د اعلى وزير (چاندرا بابو نادو) په وينا پيل شوه. په دغو مراسمو كې د هند حكومت نورو وزيرانو او جګپوړو چارواكو هم برخه اخيستې وه. اعلى وزير د خپلو خبرو په يوه برخه كې وويل: ”زه هيله لرم چې تاسې به دلته څيزونه واخلئ، ځايونه به وګورئ او زه هيله من يم چې تاسې به د حيدراباد له خلكو څخه خوښ او راضي واوسئ“. رښتيا موږ هم شيان واخيستل او هم مو ځايونه وليدل او هم د دغه ځاى له خلكو څخه دومره خوښ او راضي شوو، چې حد يې نه شته.
د دغه ځاى خلكو په هر ګام كې زموږ لارښوونه كوله او په هره شېبه كې به دوى له موږڅخه پوښتنه كوله، چې تنګ شوي خو به نه ياست، څه غواړئ، چېرته ځئ چې موږ درسره لاړ شو او نور...؟
د ماښام د ډوډۍ لپاره د اعلى وزير مېلمانه وو، د پارلمان د ودانۍ ترڅنګ د يوې شنې او ښېرازې غونډۍ پر سر، چې شا و خوا يې رنګارنګ ګلان راټوكېدلي وو او د اوبو فوارې يې پر يوه اوبله خوا بهاندې وې، د ماښام ډوډۍ لپاره همدلته تيارى نيول شوى وو، ډوډۍ مو وخوړه او وروسته له دغه ځايه بېرته په موټرونو كې خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو.
***********************************************

پر سبا زموږ د سيمينار لومړۍ- عملي ورځ پيلېږي. سهار وختي زموږ پر كوټو د غونډې ورځنۍ اجنډا ووېشل شوه، د چايو تر څښلو وروسته په ټاكل شويو موټرونو كې سپاره او د (وايسرا) د مشهور هوټل پر لوري رهي شوو. د سيمينار ټولې رسمي غونډې همدلته كېدې، نژدې شل دقيقې وروسته د سيمينار ځاى ته ورسېدو.
په شور او ولولو كې د هندي ځوانانو له خوا د هېوادونو پلاوي بدرګه كېدل، د غونډې سالون ته ننوتو. په منظمه توګه څوكۍ جوړې او دريځ (سټېج) ايښوول شوى و، لږه شېبه وروسته غونډه د ښاغلي ( ډومي ) چې د دغه سيمينار يو جوړوونكى و، په خبرو سره پيل شوه، تر ده وروسته د سيمينار د جوړوونكو له خوا ځانګړې موضوعګانې چې د زده كړې، كرنې، انرژۍ، ګاز، صنايعو او معادنو، روغتيا، ټولنيزو چارو، د ښځو حقوق، د ماشومانو حقوق، ايډز ناروغۍ او داسې نورې... ټاكل شويو پوهانو ته وركړل شوې وې، چې په دغو ټولو څانګو كې د ځوانانو رول او ځوانانو ته په نړيواله كچه د كار پيدا كولو لارې چارې په نښه كړي.


د چايو او غرمې د ډوډۍ تر ځنډ وروسته هره ورځ پروګرام د مازيګر پر پنځو بجو پايته رسېده او تر هغې وروسته به ټول پلاوي د كلتوري نندارې لپاره بېول كېدل.
د وايسرا هوټل شمالي خوا ته پر (نيكلس واټ) پروت د ساغرحسين د سيمې د ښايسته جهيل پر غاړه به هره شپه په زرګونو څوكۍ پرتې وې او مخامخ به يې يو لوى دريځ (سټېج) جوړ و او د هندي هنر او كلتور د نندارې ډګر به يې تود كړى و. د جهيل د اوبو په منځ كې ولاړې د بودا سپينې دنګې مجسمې سيمې ته راكښون وركړى و.
لږ ليرې به ترې د (چارمينار) د دنګې ودانۍ څراغونه پړكېدل
او دلته به د هند مشهورو هنرمندانو د خپل هنر ننداره خلكو ته ښووله. ما په دغو شېبو كې هندي زلميان زښت

خوښ ليدل، د دوى ټولو پر شونډو به خندا خوره وه او كه رښتيا ووايم زړه ته يې هېڅ غم نه وركاوه. نه! دوى په خپل پرمختللي هنر او فرهنګ نازېدل او د غرور احساس به يې كاوه. خپل هنرمندان يې ستايل او په دار يې نه ځړول!
دلته يوځل بيا ما وليدل چې يو هنرمند به په خپله سندره كې د هند نوم واخيست، دوى ټولو به په ګډه ورسره زمزمه كاوه. دلته كه مسلمان و، كه هندو، كه سك و او كه بودايي، د هند مينان وو، نه د خپل ګوند،قوم يا ژبى.. دلته ملي وياړنه د درنښت وړ وه.
هندي ځوانانو له ما څخه پوښتنه كوله، چې په افغانستان كې هم خلك هندي فلمونه ګوري
او هورې خلك كوم اداكار ډېر خوښوي؟ نو چې كله به ما ورته وويل چې زموږ په هېواد كې هرځاى د هندي فلمونو بازار تود وي او يا به مې ورته د شاهرخ خان، سني ديول، سلمانخان، پرېټي زينټا او نورو نومونه واخيستل، دوى به سخت خوشحال شول، همدا لامل و چې له ما سره يې زياته لېوالتيا ښووله، په لږه موده كې بېشمېره هندي ځوانان زما ملګري شول، له هغوى سره په رښتيا چې د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ مينه وه.
د شپې ډوډۍ ته بوتلل شوو او له هغه ځايه بېرته خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو. د شپې مې د بېلابېلو هېوادونو له ځوانو استازو سره بنډارونه جوړول او يو له بل سره به مو د خپلو هېوادونو په اړه كيسې كولې. سبا ته بيا پر ټاكلي مهال (وايسرا) ته لاړو.
نن هم د پرون په څېر پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې كېدې او په پاى كې به يې د ناستو كسانو له خوا پوښتنې، ځوابونه او وړانديزونه مطرح كېدل. پر دويمه ورځ چې كله د غرمې د ډوډۍ لپاره بهر ووتو، ګڼه ګوڼه ډېره وه.
په يوه څنډه كې مې يو ځوان وليد چې توره برش كړې ږيره، ميانه قد او په غوښه نام خدا ښه ښكارېده، زما سترګې يې د ځان خوا ته واړولې، شپږسوه تنه ګرځېدل راګرځېدل. خو زما پر همده سترګې ولګېدې او له ځان سره مې وويل چې يا عرب دى، يا افغان. خو د افغانيت فكر مې پرې ډېر غالب و. نور مې توان ونه شو، ورغلم، ترې ومې پوښتل: تاسې د كوم ځاى ياست؟ بس هغه غاړه راكړه او په سوچه پښتو يې راته وويل چې زه خو دې پېژنم. د افغان ادبي بهير ګزارش به دې ليكه او په ادبي غونډو كې به مو سره ليدل. دى وحيدالله عصمتي و، چې د جاپان له ټلويزيون سره يې كار كاوه، لږه شېبه وروسته يو بل برېتور ځوان هم راورسېد او په پښتو ژبه يې روغبړ راسره وكړ. دا زردشت شمس و، چې دواړه په دغه نړيوال سيمينار كې د ګډون لپاره له اسلام اباد څخه راغلي وو. د دوى په ليدو خداى شته خوښ شوم، خپلو نورو افغانو ملګرو ته مې هم وروپېژندل.
نننۍ غونډه هم د پرون په څېر پايته ورسېده او بيا د ساغرحسين د جهيل پرغاړه كلتوري نندارې ته بوتلل شوو.
***************************************************

نن نندارې ته د هند مشهور طبله وهونكى ذاكر حسين راغوښتل شوى و،
پروګرام ښه تود و، چې د شا له خوا شور شو، شپېلك ووهل شو او ها و هو شوه. ما چې وروكتل هماغه د هندي ځوانانو ډله وه او پروګرام يې ګرماوه، زما له وركتو سره سم يې راغږ كړل: ساپي! ساپي! راځه! ما په خوا كې خپل ناست ملګري (محمد تواب) ته چې له موږ سره په افغاني پلاوي كې دلته ملګرى شوى و، وويل چې هلته ورشو او له دوى سره مې هغلته ليرې د پاكستاني پلاوي يو تن چې (ذاكر) نومېده ورغږ كړل او له دې سره هغه هم له خپل يوه بل ملګري سره راپاڅېد او د هندي ځوانانو ډلې ته ورغلو، هغوى يوځل بيا موږ په شور او لاس پړكولو سره بدرګه كړو. نژدې د ډيره محفل پام مو ځان ته راګرځولى و. دوى ډېر خوښ برېښېدل او موږ هم د خوښۍ احساس كاوه.
ترڅنګ مى يو هندي ځوان ناست وو اوغلي يي راته په غيږ كى يو څه كيښوده ما چى وليدل يو نمونه اى څيز وو لكه يوه كاسه، خو په هر لوري چى به دى اړولو يو نوى لوښى به ترى جوړيده كله جام كله كاسه ، كله ديگ او كله هم ځوړندى. راته يي وويل دازما له خوا يوسوغات دى قبول يي كړه، ما ترى پوښتنه وكړه چى په څو دى پيرلى، هغه وويل په پنځوس روپۍ، او بيايي راغبرګه كړه چى همدا زما وسه كيده كه نه ما غوښتل چى يوقيمتي توكى مى درته اخستى وي خو څه وكړم غريبي ده، زه حيران شوم ترى مى وپوښتل چى ولى دى دا كار كړى خو هغه همدا يوه خبره كوله چى زه له تا سره مينه لرم زما افغانان ډيرخوښيږي او غواړم چى زما له خوا دغه اخستل شوى ناچيزه سوغات له ځان سره افغانستان ته يوسى، مننه مى ترى وكړه. پروګرام د پاى شېبو ته نژدې و، چې زه او تواب جان ترې يوه شيبه دچكر وهلو په نيت ووتو..
موږ لا د سړك پر غاړه ګام اخيست چې پروګرام هم پايته ورسېد او بيا له دغه ځاى څخه دكلتور وزارت په بلنه د (ايمكس) نړيوال تياتر ته بوتلل شوو. د تياتر په خوړنځي كې مو لږ څه خپلو نسونو ته واچول او بيا په يوه ليكه د سينمايي پردې ستر سالون ته ورننوتو. له ما سره په خوا كې يو هندى ناست و، نوموړي به همدا ويل چې دا د نړۍ تر ټولو ستره پرده ده او اوس به د دې خوند وګورې !
رښتيا هم په زړه پورى ننداره وه، د هنري تمثيل لپاره يو غوره بيلګه وه، او دتياتر پر پرده د يوه ښكلي فلم انتخاب يوه بله زړه راكښوونكي هڅه وه، لږه شېبه وروسته يوه ډېره غوره ننداره پيل شوه، دا ننداره د هماليا (ايورسټ) د غرونو لوړې څوكې ته چې 8848 متره جګوالى لري، د هغو كسانو د ختلو صحنه يي چې په بري سره دغې لوړې څوكې ته خېژي. ډېر ملګري له لاسه وركوي او د ستونزمنو شېبو او ستونزو تر ګاللو وروسته پر خپل مرام بريالي كېږي. خو د بېرته راكښته كېدو پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي. پر دغه پرده رښتيا هم دغو صحنو بېل خوند درلود. سړي فكر كاوه چې په رښتيني ډول دغه صحنه ګوري، نه د پردې پر مخ.. د دغې نندارې له پاى سره سم موږ هم راووتو او په خپلو موټرونو كې بېرته خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو.،
*******************************
دغونډى وروستۍ ورځ هم راورسيده او د نورو ورځو په څېر د غونډې سالون ته ورسېدو، غونډه پيل شوه، د غونډې د لومړي پړاو پايته رسېدو ته لا وخت پاتې و، چې د ويندوى له خوا اعلان وشو: د هر هېواد استازي كه د نظر څرګندولو هيله لري، نو مهرباني دې وكړي...
له دې سره د څو بېلابېلو هېوادونو استازو د دريځ پر لوري خپلې څوكۍ پرېښودې، له افغاني پلاوي څخه زه او وحيده ساهل هم د دريځ پر لوري لاړو. هر چا په وار سره خبرې وكړې، ما او وحيده دواړه افغانان وو، هغې هم د زړه بړاس وايست او ما هم د ناستو او راغلو استازو پام ځان ته راواړاوه او د خبرو په پاى كې د چكچكو په بدرګه له دريځ څخه راكښته او خپل ځاى ته لاړم.
د دغه پړاو له پايته رسېدو وروسته د غرمې د ډوډۍ اعلان وشو، موږ هم دباندې ووتو، لا د خوړنځي پر لوري روان وم، چې د څو تنو له خوا محاصره شوم، يو يې د هندوستان ټايمز مشهورې ورځپاڼې مسوول مدير، څو ټلويزيوني او يو دوه نور هم د ورځپاڼو خبريالان وو، پوښتنې پيل شوې او ما هم تر خپله وسه مناسب ځوابونه وركول. د هندي ډلې ځوانان هم وار په وار راتلل اوله ماسره يي يو ډول ليوالتياښودله چى په ترڅ كى يي ما هم ترې مننه كوله.
تر دې وروسته هندي او د نورو هېوادونو ځوانانو له ما سره ډېره لېوالتيا ښووله او بيا زياتره د شپې له خوا سره كښېناستو او خبرې به مو سره كولې. د فلسطين،

صوماليا، سوريې، سوډان او ايران ځوانو استازو: حسام، نورالدين، محمود، محمد او مژګان له ما څخه وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو د ځوانانو يو غښتلى سازمان جوړ كړو، ما له هغوى سره ومنله او تر دې وروسته ما د انټرنټ له لارې د ډېرو نورو ځوانانو برېښناليكونه ترلاسه كړل، چې دغه كار يې ستايه، خو دا چې څه پايله به وركړي، كه نه، په ګاندې (راتلونكي) پورې تړلې خبره ده.
نننۍ غونډه هم د پخوا په څېر پايته ورسېده. پنځه ورځنۍ څېړنغونډه (سيمينار) د شپې پر اوو بجو، د اندراپردېش ايالت د اعلى وزير په خبرو سره پايته ورسېده او د ګرځندوى د وزير له خوا مو په جوړه شوې مېلمستيا كې تر ګډون وروسته خپلو استوګنځيو ته ځانونه ورسول. سهار وختي پر شپږو بجو بايد د رېل تمځي ته لاړ شو، له همدې كبله مو له خپلو نورو ملګرو سره خداى پاماني وكړه، په خپلو كوټو كې مو سامانونه سره جوړ كړل.
************************************

بيرته دډهلي پر لور:

سهار وختي د رېلګاډي تمځي ته ورسېدو. له اجمل څخه د رېل ټكټ ورك شوى و، بېرته ما او هغه د هوټل كوټې ته راغلو، خو چې كله يې بيا خپل جېبونه وكتل، په كې ويې موند، بېرته مو منډه كړه. د رېلګاډي تمځي ته په رسېدو مو خپل نور ملګري منتظر وليدل، يوه شېبه وروسته رېل راورسېد او خپلې ټاكل شوې څوكۍ مو په كې پيدا كړې.
رېلګاډى روان شو او يو ځل بيا اوږد مزل راپه غاړه و. دا ځل مو د خوراك لپاره كېكونه، د پيپسي بوتلونه او چپس رااخيستي وو او له دې اړخه مو سفر ډېر ارام و، خو يوه شي چې موږ ناارامه كړي وو، هغه د بريالي وياړ د غاښ درد و، دا څو ورځې يې پر غاښ سخت درد و او نن خو بېخي زيات شوى و. ډهلي ته په رسېدو مو پرېكړه وكړه چې لومړى د وياړ د غاښ چاره وكړو او وروسته به بيا كه وخت و، د پلورنځيو خوا ته رهي كېږو. بالاخره د ډهلي پر ښار ورننوتو، له رېلګادي څخه كوز شوو.
چودري صاحب تيار ولاړ و، ستړې مشې مو ورسره وكړه، په مونږ پسى راغلي موټر كى مو سامانونه ورواچول او بيا مو د هماغه مېلمستون پر لوري چې تېره اوونۍ په كې مېشت وو، لاړو. څه شېبه وروسته وياړ راغى، د غاښ د درد له كبله زنګېده. ما هم د ارام پرځاى دا غوره وګڼله چې هغه ډاكټر ته ورسوو، له مېلمستون څخه دباندې راووتو، له يوه تن څخه مو د غاښونو د ډاكټر پوښتنه وكړه، هغه پته راكړه او نېغ هماغه ځاى ته لاړو. لمبر مو واخيست او ډاكټر ته ورننوتو. وياړ اوس د كتنې لپاره پر كټ پروت و، كله چې ډاكټر د هغه غاښ وكوت، ما ته يې وويل چې غاښ يې جوړ دى، خو د پاسنۍ ژامې ورۍ د دواړو غاښونو ترمنځ ايسارېږي او همدا لامل دى، چې غاښ او خوا و شا يې درد كوي. نو كه خوښه مو وي، د دايمي علاج لپاره دا غوره ده چې غاښ وايستل شي. خو چې كله ما وياړ ته دا خبره وژباړله، هغه وويل چې نه، يوازې دې دوا راته وليكي او غاښ به بيا په كابل كې باسم، ځكه چې سبا ته موږ د (اګرې) ښار ته د تاج محل د ليدو لپاره تلو.
ډاكټر نسخه وليكله او د باندې راووتو، هلته مو له يوه درملتون څخه درمل راواخيستل او خپل استوګنځي ته راغلو. زه خپلې كوټې ته لاړم، لږ ساعت وروسته دروازه وټكول شوه، وياړ و، غوښتل يې چې بيا ډاكټر ته د غاښ ايستلو لپاره لاړ شو. ما هم ورسره ومنله، ځكه دا هند و او دلته طب ډېر پرمختللى و. دغه راز په عصري ميتود د درملنې سامانونه لري او په كابل كې خو بيا موږ ټولو ته جوته ده چې څه حال دى...؟
پوره پنځلس دقيقې وروسته په كتنځي كې و او له ډاكټر څخه مو د غاښ ايستلو غوښتنه وكړه، هغه موسكى شو او بيا يې وويل: ما درته لومړى ويلي وو، خو تاسې نه منله... په څو شېبو كې د غاښ عمليات پيل شول، د نشې پېچكارۍ زموږ پر ناروغ هېڅ اغېز نه كاوه، خو وروسته يو څه چاره وشوه، امبورونو خپل كار پيل كړ. كله به چې د وياړ د پښو ګوتې وخوځېدې، ما به دهغه په بدن كى د درد احساس كاوه او پښې به مې ورته زور كولې. په دې كې پرې ډاكټر ورغږ كړل: ته خو افغان يې، افغانان خو ډېر غښتلي وي. بس وياړ هم خپل غيرت وښود او ويې ويل: كار كوه! زه هم غښتلى يم، غاښ وايستل شو. ډاكټر د پرهېز ځينې سپارښتنې وكړې او راووتو خپل استوګنځي ته راغلو. اجمل او چودري صاحب تيار ولاړ وو او زموږ انتظار يې كاوه، چې د سودا اخيستو لپاره پلورنځيو ته لاړ شو. وياړ پاتې شو او زه له هغو سره لاړم.
چودري صاحب څو پلورنځيوو ته وخېژولو، خو شيان د اخيستو وړ نه وو، په ډيره لوړه بيه يې ويل، د چودري په وړاندې موږ اړ وو چې دغه شيان په همدغه بيه واخلو، خو اجمل چودري ته راغبرګه كړه چې داسې يو مناسب ځاى ته مو بوځه چې توكي مناسبه بيه ولري. ما اجمل ته ورغږ كړل: افرين، په دې زړورتيا! هغه وويل: بېځايه غيرتونو خو موږ ډوب كړو. چى اوس مو د هيواد او ولس هاغه حال دى، په هر حال، څه توكي مو راونيول او بېرته راغلو، له چودري سره مو په دې خبره چې: سبا سهار وختي شپږ بجې به اګرې ته ځو، مخه ښه وكړه.
وياړ، ډېر خپه و، ځكه د غاښ ټپ او درد او سبا اګرې ته تګ، كه نه تلو، چانس يي له لاسه وركاوه، ځكه هند ته راتګ او د تاج محل نه ليدل، هند ته له نه راتګ سره برابر وو.
*****************************************
تاج محل:
سهار وختي مو ځانونه چمتول كړل، وياړ هم كمره په غاړه كې واچوله اودبهرنيووچارو دوزارت له خوا په راليږل شوي دولتي موټركى مودچودري په ملتيا د اګرې پرلورحركت پيل كړ. داچه سهاروختي وو نو پر سړكونو د موټرونو ګڼه ګوڼه هم نه وه. له واټونو څخه تېرېدو، د سهار ناشته مو د ماردونال په نړيوال رسټورانټ كې وكړه او له هغه ځايه د تاج محل څنډو ته ورسېدو. موټر مو په تمځي كې ودراوه او بيا له هغه ځايه په يوه بل كرايي موټر كې سپاره او د تاج محل د دروازې مخې ته كوز شوو. چودري صاحب د ننوتو ټكټونه راواخيستل او له لرګيو څخه جوړه پر هسكه او پلنه دروازه دننه شوو، چې د پخوانۍ زمانې غټ- غټ مېخونه پرې لګېدلي وو او لا تر اوسه پرې پخواني غټ زنځيرونه ځوړند وو. تر تالاشۍ وروسته كلا ته ننوتو. دهماغه ډبرليك له مخى چى دكلا په دننه كى دختيځى دروازى ښى اړخ ته نصب شوى دغه كلا او په كې جوړ د تاج محل ماڼۍ په 1658م كال كې د شاه جهان پاچا له خوا د خپلې معشوقې (ممتاز) په ياد جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ د ودانۍ كار په 1628م كال پيل او په 1658م كال كې پايته رسېدلى. دغه كلا درې سترې دروازې لري او خپله د تاج محل ماڼۍ د څو نورو ماڼيو په منځ كې د جمنا سمندر پر غاړه اباده ده. شا و خوا يې پخواني امنيتي برجونه هسك دي، مخې ته يې د اوبو يو شين حوض او ورته د څېرمې لارې خوا و شا ته شنه چمنونه لا هماغسې تازه دي. ماڼۍ ته څيرمه لاره په مرمرینو ډبرو فرش ده او داسى ويل كيږي دغه ټولى ډبرى چى دلته كارول شوي ، له افغانستان څخه راوړل شوي دي. له همدى امله يو هندي ځوان مونږ ته ځان رانژدى كړ او وى ويل چى دا ډبرى ستاسو له هيواد څخه د شاجهان پاچا په امر راوړل شوى وى چى دخپلى ماڼۍ ښكلا پرى نوره هم ډيره كړي، په رښتيا چى هم ښايسته مرمرينې ډبرى وى، تر اوسه يي خپل اصلي رنګ او بڼه د لاسه نه وه وركړى او هماغسى نو ى معلوميدي تا به ويل چى همدا نن تراش شوي دي.
د دغې كلا د لومړۍ ماڼۍ د دروازې پر چارچاپېر د قران كريم دا سورت: ”والفجر و ليال عشر“ تر پايه ليكل شوې او په وروستۍ دروازه يې: ”والضحى والليل اذا سجى“ تر پايه ليكل شوې او بيا د تاج محل د ماڼۍ ( هغه ماڼۍ چى په كى شاجهان پاچا دخپلى معشوقى سره يو ځاى خښ دي) پر لومړۍ دروازه د ”اذاالشمس كورت“ سورت او دننه يې ”يس والقران“ او نور سورتونه ليكل شوي دي. خو په غالب ګومان چې ټول قران كريم يې په دغه ځاى كې پر دروازه او دننه دېوالونو خطاطي شوى دى.
د لومړۍ ماڼۍ پر دروازه ورننوتو، ډېر نور خلك هم ګرځېدل، د اسلامي تمدن د سرلوړي پېر او شاهكار بېلګې مو وليدلې، په ډبرو كې شويو نقاشيو او انځورونو موږ ګوته پر غاښ كړو. د جمنا سمندر مستو څپو د تاج محل سپينو ګنبدو ته لا ښكلا وركړې وه. د تاج محل دننه د اوسپنيزو جاليوو ترمنځ څنګ پر څنګ د شاه جهان پاچا او د هغه د معشوقې قبرونه وو او له پاسه پرې د مسو يو شمعدان راځړېدلى و. د ماڼۍ په هره خوا كې د اسلامي تمدن د شاهكارونو بېلګې ليدل كېدې. د ماڼۍ دباندې چودري صاحب راغږ كړل:
پام كوه چې پر كومه نجلۍ دې سترګې خوږې نه شي او يا يې پر تا زړه مين نه شي. كه دلته كومې نجلۍ درته وويل چې پر تا مين يم، بيا ورته (نه) ځواب نه شې وركولاى او كه تا كومې نجلۍ ته دا خبره وكړه، نو هغه هم بيا انكار نه شي كولاى.( داځكه چى دغه ځاى دعشق اومينى سنمبول بلل كيږي) له دې سره مې اجمل ته ورغږ كړل چې پښې وباسه. په ځان پسې پېټي نه شو تړلاى. هغوى وخندل او ورو ورو د ماڼۍ مخې ته د اوبو له روڼ حوض څخه تېر شوو.
ماليدل چى د وياړ غاښ درد كوي او لا يې پرې لاس ايښى و. له ټوكوبه مى پرى غږ كړ: وياړه! مزې دې وكړې، مزې. كمره دې په غاړه كې اچولى او په تاج محل كې ګرځې. خو هغه به د ډېرې غوسې له كبله موسكى شو، ځكه د هغه د غاښ ټپ رښتيا هم سخت درد كاوه. اجمل به زما پر دا ډول خبرو خندل، څه شېبه وروسته د تاج محل له تاريخي كلا څخه راووتو.
د سترې دروازې په مخكې دسيلانيانوداسانتيا لپاره يو وړوكى بازار جوړ شوى چى خلك په اسانۍ سره وكولاى شي سوغاتونه واخلي. نومونږ هم څه سوغاتونه د خپلو

ملګرو او كورنيو لپاره را ونيول. ما چې ډېر په مينه واخيستل، هغه د تاج محل كوچنۍ د مرمرو له ډبرو جوړې شوې ماڼۍ وې او په شمار شپږ دانې مى واخيستې. په يوه لرګين صندوق كې يې راته وتړل ، وياړ او اجمل هم ورته شيان راونيول او بيا بېرته له هغه ځايه د ډهلي پر لوري راوخوځېدو.
د غرمې ډوډۍ مو د لارې پر سر په يوه هوټل كې وخوړه او بيا مو حركت وكړ. مازيګر ناوخته د ډهلي په ښار ورننوتو او د (ګيتي پلس) په مخكې له موټر څخه كوز شوو.

**********************************

دهيواد پر لور
شپه موتيره كړه او سهار وختي مو خپلې غوټې او لاسي بكسونه په موټر كې واچول او د هوايي ډګر پر لوري وخوځېدو.
څو شېبې وروسته په داسې حال كې چې موټر د ډهلي له سړكونو په تېزۍ سره تېرېده او هسكې ودانۍ مو شاته پرېښودې هوايي ډګر ته ورسېدو.
دا د اندراګاندي نړيوال هوايي ډګر دى. په عصري وسايلو سمبال او زموږ الوتنه هم له همدغه ځايه وه. د قانوني اجراآتو له سرته رسولو وروسته ترمينال ته ورننوتو..
د اريانا افغان هوايي شركت په تمه ډېر نور افغانان هم ناست وو، خو چې كله د الوتنې وخت راورسېدو او موږ ته اجازه راكړل شوه چې په نقلي بسونو كې تر الوتكې لاړ شو، نو له دروازې څخه د وتو پرمهال ناڅاپه وارخطا او بې حوصلې هېوادوالو ټېل وهل پيل كړل. سره له دې چې، كه وروسته تللي وي، يا مخكې، څوكۍ پر خپلو لمبرو وركول كېدې، خو زه نه پوهېږم چې زموږ هېوادوال ولې دا وړ عادت لري.
په هر صورت، الوتكې ته وختو، پر خپلو څوكيو كښېناستو او شېبه وروسته الوتكه والوته، ما هم د وروستي ځل لپاره د هند له خاورې څخه ګامونه اوچت كړي وو او د لاس په خوځولو سره مې ورسره مخه ښه كوله. اوس نو الوتكه ډېره جګه وه، خو ما د هند له خاورې څخه څو څيزه واخيستل: د خلكو چلند، غوره اخلاق، له افغانانو سره بې كچه مينه، تاج محل او يو بل ته درناوى، هغه څه وو، چې هيله لرم ټول افغان پلاوي به له ځان سره راوړي وي.
ما ته هغه صحنه راپه زړه كېده چې يوه ورځ مونږ په ډهلي ښار كې روان وو، زموږ موټر په سهوې سره يوه بايسكل والا ته لږه ديكه وركړه او هغه وغورځېد، ما فكر كاوه چې اوس به جګړه پيل شي، ځكه ما د خپل هېواد د ښار له موټرو او بايسكل چلوونكو سره پرتله كول، خو نه زما فكر هغه مهال ناسم وخوت، چې بايسكل چلوونكى غلى خپل بايسكل رااوچت كړ او زموږ موټروان ته يې د (پروا نه كوي) الفاظ له خولې راوايستل او موټروان ورته (وبخښه وروره!) خبره وكړه او روان شو. زه بېخي حيران شوم، چې دا څه وړ خلك دي، دا زغم او حوصله خو خدايږو تر اوسه ما په چا كې نه وه ليدلې.
زموږ موټروان او بايسكل چلوونكى خو په دا وړ پېښو كې چې په ډېره لږه خبره هم بسنه وكړي، هغه خو بيا د مور، خور او پلار كنځلې وي او له دې لږ ورهاخوا يې د سوكانو او وهلو جګړه او لږه پرمختللې يې بيا د ټوپك په ميلو يو بل ته ځوابي جګړه وي. ما پر دغه مهال خپل ملګري: اجمل ته ورغږ كړل چې كاشكې زموږ هېوادوال وار په وار دلته راشي او د دغه ځاى له خلكو څخه يوڅه عادتونه او خويونه زده كړي، څومره به ښه وي. هغه هم د هو سر وخوځاوه. زه لا په دې سوچونو كې وم، چې الوتكه د كابل پر هوايي ډګر وركښته شوه او شېبه وروسته له الوتكې كوز شوو.
*******************************************

دخواجه رواش په هوايي ډګر كى :

اوس نو موږ ډېر خوښ ښكارېدو، د كابل يخ شمال ز مونږ پر مخونو ولګېد، د ننوتو فورمې مو له يوه تن څخه ترلاسه كړې، په يوه كونج كې زه او وياړ د هغې په ډكولو بوخت وو، چې يو ناڅاپه مو يو وحشتناك غږ واورېد: ”شما چشم دارېد يا نى، اى جاى ايستاده شدن است؟“. او له دې سره موظف تن سم له لاسه هغې بلې خوا ته ديكه كړو، چې ما د څه ويلو خوله راجوړوله، وياړ راته وويل: مخكې لاړ شه او زه هم پوه شوم چې دا د ډهلي هوايي ډګر نه دى، دا زموږ د هېواد هوايي ډګر دى، هلته خو مامورين لكه د يوه رښتيني خادم په توګه په مينه لارښوونه كوي، خو دلته..........
تر دخولي او نورو اجراآتو وروسته د تالاشۍ ځاى ته ورسېدو. زما په لاس كې د تاج محل د ماڼيو واړه ډبرين انځورونه په يوه لرګي صندوق كې بند و، خو د تالاشۍ اخيستونكي راته صندوق په ډېره بې نزاكتۍ سره مات او لاسونه يې په ډېره بې احتياطۍ په صندوق كې ووهل. زما بل لاسي بكس چې لږ مات شوى و، نور يې هم له كاره وايست.
دواړه بكسونه يې راټېل وهل، يو بكس خو مې بيا نه تړل كېده او د ماڼيو په لرګين صندوق كې د درېيو تاج محلو انځورونو ګنبدې يي راماتى كړى وى، خو په دې مې هم شكر وايست او په چابكۍ د ډګر له ترمينال څخه ووتم.

عنایت ساپې 07.09.2009 09:33

ګران وارث صیب، <br />ډیره مننه چې زما پر یونلیک مو تبصره کړې دا یونلیک له نن څخه شپږ کاله وړاندې لیکل شوې.<br />داسلامی هیوادنو دځوانانو سازمان دجوړیدو هوډ راته یوشمیر هغو افغان ځوانانو تس نس کړ چې نه یی غوښتل زه دې ددغه سازمان په سر کې راشم. هیله ده چې دغه نظریه زمونږ نور ځوانان تعقیب کړي. زه هم ورسره په اسلامی هیوادونو کې دفعاله ځوانانو سره داړیکو په لاره کې مرسته کولای شم.

میړنۍ 07.09.2009 08:52

ساپی صاحب اسلام علیکم!<br /><br />ډیره ښایسته قیسه د په یو انزوریز شکل بیان کړیده او په واقعیت کی زما زړه هند ته د سفر لیوالتیا وښوده. خدای پاک د همیشه خوشحاله لره.<br /><br />په درناوی،<br /><br />میړرنۍ

عبدالوارث 07.09.2009 07:59

ډيرپه زړه پوري يونليک وو؛که داسلامي هيوادونودسازمان په هکله راسره معلومات شريک کړئ چي اياڅه چمتوالي ورته لری که څنګه؟ منندوی به مو يم او له خپله اړخه دخپل توان ترحده دهمکارۍ ډاډ درکوم<br />درته دلابرياهيله کوم<br />وارث

جلال امرخېل 06.09.2009 13:53

ياره پيره بس ته دې ژوندی يې .<br />د بلاګ مبارکي درته وايم، اوس به که خير وي لکه د پېښور د ښکلو بې رخي نه راسره کوې، ځکه ورځنۍ دېره دې رامعلومه شوه.<br />يونليک دې ډېر ښکلی و او تر ټولو ډېر يې لا دا پرتليز اړخ ډېر په زړه پورې.<br />خو وياړ صيب ته دې زما سودا کړه ، ته ودرېږه زه يو تليفون ورته وکړم، د هندي ډاکټر مخ کې خو يې افغانی غيرت ښودلی ؛خو نور ما ته معلوم دی د درد او بيا د غاښ د درد دومره مېړنی نه راته ښکاري.<br />جلال <br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.