Hindara

افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور/عنایت ساپې

07.09.2010 10:54

 

دهغو ژمنو سره سره چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول دامریکا متحدو ایالاتو لس کاله وړاندې دافغان ولس  دسوکالۍ او ددغه ټاټوبي د یواځني  اسکلیټ  د رغولو په اړه  وکړې  دادې  ګورو چې نه یواځې هغو ژمنو کوم ځانګړې ځای ونه نیوه بلکه ترڅنګ یی  افغانستان دیو نوي خطرناک پړاو  پولو ته  د رسیدو په درشل کې دې.  داوسني رژیم  له راتګ سره سم  نړیوالې ټولنې دافغانستان  هر اړخیز ملاتړ ته سینه وډبوله  او په دغه هیواد کې یی دیوې تلپاتې سولې، رغونې او ښیرازۍ په موخه  په زرهاوو  پوځي  او ملکي یونټونه  راورسول.  انګیرنه دا وه چې  نړیوال غواړي افغانستان او په ځانګړي ډول کابل دنړیوالو معیارونو په درلودو داسې ورغوي  لکه  ددویمې نړیوالې جګړې وروسته یی چې  دجرمني دهغه مهال پلازمینه برلین ورغاوه ولې دا ټولې ژمنې  لکه  دیوې توپاني بړبوکۍ په څیر  دخسواو خځلو سره مل او په ډیره چټکۍ  ددغه هیواد له حریمه  د و تو پر پاڼ   ودریدې.  ددې ټولو ترڅنګ  باید وویل شي  چې نړیوالې ټولنې په څرګند ډول  له افغانستان سره د خپلو مادي مرستو بوجۍ  پرانستې او په خلاص مټ ېې  په ملیاردونو  ډالر ددغه  هیواد خزانې ته  د ډالۍ او بسپنو په توګه  اعلان کړل چې  له مخې یی  دخپلو ولسونو  یو مخیز ملاتړ  تر لاسه او له هر اړخیز پلوه  یی د ویجاړ  افغانستان  د جغرافیوي پولو په دننه کې خپل شتون ته قانوني  سند جوړ کړ.  افغانان که څه هم  د بهرنیوو سرتیرو په شتون خوښ نه بریښیدل خو دا چې دیرش کلنې جګړې او په ترڅ کې یی  خپلسريوو نظامونو  او کورني اخ او ډب  هغه سیک  د دوۍ له سره تښتولې و چې یو مهال به یی  دویء دیو میړني  قوم په نوم  نومول   دوۍ ومنل  او په دې تمه چې ګوندې اوس به  نړیوال  دغه ټوک ټوک شوې   او د پرمختګ له کاروانه پاتې شوې څاروان   په ریښتیني ډول  دعروج او معاصرې  پرمختیا پرلیکو ودروي، خو داسې  ونه شول. 

نړیوالو خپلې  مرستې  دخپلو ګومارل شویوو سلاکارانو  او راوړل  شویوو موسساتو له خوا دلګښت  مالي چلن ته  واچولې چې په پایله کې دادې ګورو  د ملیاردونو ډالرو  له مرستو سره سره  بیا هم  د یو څو شخصي ودانیوو او دحکومتي چوکاټ  په دننه کې د ټیت کیفیت په درلودو دسترو لارو  په نسبي ډول جوړیدو پرته  هرڅه لکه د دارلامان ماڼۍ په څیر په خپل پخواني  کالبود ولاړ پاتې دي.  بېوزلي  لا هماغسې  دښارونو په واټونو واکمنه ده، بې کاري  لا تراوسه  ژوندي او مړه  انسانان د ایران پر پولو اړوي را اړوي، کډوال لا هم  د پردیوو هیوادونو  ناز  وړلو ته  له مجبورۍ هوسیږي او دپوهې کچه  لا هم دیوولس ملیونه انسانانو په  سرونو کې  دځای نیونې  په تمه ده او هغه دنسبي سولې ډنډورې  هم  دادې  دسترو ښارونو له دروازو دوتلو لارې څاري  او یوځل بیا ټپي  افغانستان  پر غړیدولو سترګو د یو بل خطرناک اوښتون  دشیبو غموونکې څپرکې  لولي. 

دتیرو لسو کلونو  په ټوله موده کې  حکومتي ادارې  په داسې  بڼه   د واکمنو له خوا وکارول شوې  چې هره شیبه یی د هیوادنیوو ګټو پرځایء  یواځې د خپلو  ګټو لپاره  فکر وکړ،  هرچارواکي تر خپله  وسه کوښښ وکړ چې  دخپلو خپلوانو، ملګرو او یا هم  دواسطې دبدنامې  لوبې  په  چاپیرچل کې  دهغه ولس د چوپړ سینه وډبوي چې  دده  په خوا او خاطر کې هم نه ګرځي،  په دولتي اداروکې دمسلکي  او دنوې  تکنالوجۍ په  پوهنه د سنمبالو کدرونو  نه شتون  ددې لامل شو چې بهرني سلاکاران  هرڅه په خپله ګټه  و څرخوي او راوړې پیسې بیرته  دخپلو تنخواګانو  تر نامه لاندې  د هیواد له  حریمه وباسي.  نړیوالې ټولنې  په ډیره  ټیټه کچه  او یا هم له نشت سره  برابر په دولتي ادارو کې  د استعدادونو په روزولو او ظرفیت جوړولو فکر وکړ  ،وسلوال پوځ او پولیس  د لنډمهاله زده کړو او تمرین وروسته دمیاشتینیوو تنخواګانو په ورکولو په ماشیني ډول  ددغه هیواد دځمکني او کورني  تمامیت ددفاع لپاره  وروزل شول چې  هره شیبه یی دتیښتې او دندې پریښودو امکان لیدل کیږي، د رشوت  یا بډې اخستنې کلتور، او داختلاس تر نامه لاندې  دجیب ډکولو فارمول  په ټوله نړۍ  کې ددغه  اداري سیستم  او واکمنو چارواکو د څرنګوالي  نغارې وډنګولې  او دنشه ایی توکو تولید او دکوکنارو کښت  خو بیا د هیواد له نامه سره دپسوند په توګه  نړیوالو رسنیوو راغبرګ  کړ،  چې  په پایله کې یی نن  بیا هم  دهماغه ډانچه  اداري چوکاټ  لیدونکي یو چې لس کاله وړاندې  د ‌طالب غورځنګ  څخه راپاتې  و،

دنظام او قانون جوړونې  یوه بله  اداره  ( پارلمان ) چې  دولس  د شور او ځوګ  په ولولو کې  رامنځته شوه  دکعبې  پرلور ترکستان ته مخه  کړه او دیو ډیر شمیر نږدې او لریوو بهرنیوو دوستانو سره  په اړیکو نیولو د  خپل ولس  پرځای دنورو په چوپړ کې شول،  او دملت  دکور په نامه دغې  ودانۍ کې یی  دولس  پر وړاندې  هغه  مورچلې  نورې هم ټینګې کړې  چې  ولس ترینه  له خدایه د ژغورنې لاسونه اوچت کړي وو.  ولسي جرګه  چې دخلکو د استازیوو ترنامه لاندې  جوړه  شوه  داسې  استازي وزیږول چې  دبیلابیلو ډلګیوو په جوړولو  دخطرناکو  دسیسو او سازشونو په طر ح کولو د لس کلنې واکمنۍ  تاند بهیر دیومړ ژواندي  حالت سره مخ  او په دغه جرګه کې د یو ډیر شمیر نالوستو انسانانو شتون  په نړیوال سیاست کې  دافغانستان سیاسي نوم   د یوې  بدرنګې پوښتنې تر سیوري  لاندې راوست.  

د سوله ساتو تر نامه لاندې  دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي سره او سپین پوځونه  په جګړه ساتو ځواکونو  واوښتل او له یوې  څخه بلې شیبې ته  دنسبي سولې  کوترو وزرونه مات او یو ځل بیا دخلکو سترګو ته دجګړو دبلاګانو وزرونه وغوړیدل.  ړندو بمباریوو دزرهاوو ملکي انسانانو ژوند واخست ، دیو شمیر مغرضوکړیوو له خوا د ‌طالب  ترنامه لاندې  دپګړیوو او ږیره لرونکو پښتنو ځورونې  په ډیر شمیر کې  بې پلوه افغانان د حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد وسلوته په لاس اچولو دغرونو سرونو ته وخیژول او په دې ډول دنظام  مخالف وسلوال  دهر ې ورځې په تیریدو غښتلي او ویاړلي شول. 

ددولت لخوا دسولې او ملي پخلاینې  ګونګوسي  مخالف وسله وال  دیو پیاوړي دریځ سره راښکاره کړل چې په چورلټ ډول  له دولت سره  د هرډول خبرو اترو دروازې تړلې بولي او وایی چې زه دې پوزه غوڅوم ته وایی ماته چارګل راوړه . دویء له هیواده د بهرنیوو سرتیرو دوتلو شرط تړلې او په ډانګ پییلي غږ وایی له اوسني رژیم سره خبرې نه کوي او دا ځکه چې واک یی له امریکا سره دې. له دې ورهاخوا په دولتي چوکاټ کې یوشمیر داسې څیرې هم شته چې له طالبانو سره ددولت دخبرو کلک مخالفت کوي او داسې انګیري چې ګوندې  له حکومت سره دطالبانو په پخلاینه کې ددویء خیر نشته او همدا لامل دې چې هم په حکومتي ادارو او هم د اپوزیسیون په بڼه  دملي پخلاینې له دغې پروسې سره په یوډول نه یوډول سخت حساسیت او غبرګون ښیء.

 ګاونډي هیوادونه  که څه هم په سیاسي اډانه کې خپل سرونه  د افغانستان  په دردناک حالت دخواشینۍ په توګه خوځوي خوهیڅ څوک ددې خبرې پخلې نه کوي چې په دې خاوره کې د امریکانو  شتون  دچین، روسیی، ایران او پاکستاني واکمنو لپاره د منلو وړ وي.  نو جوته ده چې هیڅکله به  دامریکایي عسکرو میشت غالې هیواد  د مخالفو ګاونډیوو د ترحم ا ومهربانۍ  له سیوري برخمن نه  شي نو هر ګاونډي دخپل توان سره سم په مستقیم او غیرمستقیم ډول  دخپلو کورنیوو او بهرنیوو استازو په مرسته  په دغه هیواد کې بهرنیوو ځواکونو ته دسر درد پیداکوي چې لومړني قربانیان یی یواځې او یواځې بی ګناه افغانان دي. له بل پلوه بهرني ځواکونه  اوس دخپلو ولسونو ترسخت فشار لاندې دي چې ګویا په افغانستان کې د سوله ساتنې پرځای دجګړې په ډګر کې  ښکیل دي او هره ورځ یی هیوادونو ته دتابوتونو لیږد  هغوی دیته اړویستلي چې په لاریونونو لاس پورې کړي او په خپلو حکومتونو زور راوړي څو خپل سرتیري له افغانستان څخه روغ سلامت وباسي.

په دا وروستیوو ورځو کې دهالینډ هیواد له افغانستان څخه دخپلو سرتیرو د ویستو خبره وکړه، برتانیی او جرمني هم وار له مخه  دخپلو ولسونو غوښتنو ته  شنه څراغونه ښودلي و چې ورپسې  امریکایي رسنیوو د دغه هیواد دولسمشر بارک اوباما له خولې هم دورته مهالویش اعلان وکړ او دوه زره دیارلسم کال یی دامریکایی عسکرو دوتلو نیټه وټاکله چې په دې سره یوې مشهورې شننې خپل ریښتینوالې نور هم په ډاګه کړ چې وایی امریکایانو ډير په نیمه لاره کی پریښي دي. ددغو اعلانونو سره سم دهیواد په هغو سیمو کې  چې تر دې دمه دحکومتي چارواکو په وینا ددوی په واک کې دي د مخالفو وسلوالو تربریدونو او نیونو لاندې راغلي او اوس اوس خو د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې په پنځه ویشتو ولایتونو کې درایی اچونې نهه سوه  مرکزونه دامنیتي ستونزو له امله تړي.  چې له دې څخه په ښکاره ډول  دا جوتیږي چې په تیرو لسو کلونو کې دحکومت واکمني نه داچې دثبات پولو ته رسیدلې بلکه  کاواکه شوې او په ډیرو سیمو اوس دمخالفو وسله والو کنترول له ورایه جوتیږي.                                                                                                          

دامریکایی سرتیرو د وتلو له اعلان وروسته  به   خامخا دشمالي اتلانتیک تړون یا ناټو تر چتر لاندې نور غړي هیوادونه هم یو په بل پسې دخپلو پوځونو دوتلو مهالویش وټاکي او تر دوه زره دیارلسم کال پورې به  دافغانستان  کورنۍ  او ځمکنۍ امنیت هغو افغاني سرتیرو او پولیسو ته چې دلنډمهالو کورسونو او تمرینونو په پایله کې  ګمارل شوي ورپاتې شي چې په دغه کال کې به داوسني نظام دواکمن دوره  چې پنځه کلونه  ده هم پایته ورسیږي .

دامریکایانو له وتلو سره سم  ښایي حالات  دکمیونستي رژیم دوروستۍ واکمنۍ  پربڼه راښکاره شي او دواک دترلاسه کولو لپاره  ښايي یوځل بیا په کابل او یوشمیر ولایتونو کې  پراته  جګړه سالاران  یوبل ته ښکرونه اړم کړي چې نښې یی آن  له اوسمهاله  یو بل پسې د ناوړه تبلیغاتو په کولو ددویء پورې دتړلیوو تلویزیوني ، رادیویي او چاپي رسنیوو په خپرونو کې ښکاري چې په ترڅ کې به یی خدای مکړه افغانستان یوځل بیادیوې خطرناکې ګډوډۍ  په لومه کې  تریوې نامعلومي مودې پورې دکورنۍ جګړې ترخه زهر وڅکي.  چې په طبیعي ډول به  په ډیره اسانۍ طالبانو ته ددې لاره هواره شي چې  یو ځل بیا ددغه هیواد په تخت او تاز خپلې منګولې خښې اوخدای وکړي چې داځل طالبان  دیونوي او پرمختللي افغانستان ډبره کیږدي.  

سیدخالدسادات 21.09.2010 08:38

سلامونه او نیکې هیلې ساپی سیب.<br />لیکنه دې پرښه وخت او ښه موضوع کړې . ښه لیکنه وه خوښه مې شوه هیله ده په راتلونکې کې هم نورې دېته ورته لیکنې وکړې.<br />س خ سادات

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.