Hindara

دبرلین د شپو کیسې

06.01.2010 12:20

                          دبرلین د شپو کیسې

عنایت ساپې

په  انتظار خونه کې مو وروستۍ شیبه   هم  پای ته ورسیده،دکابل  هوایی ډګر د نوي جوړ شوي ترمینال له دروازې څخه لکه د تسبو مرۍ  یو یو کس الوتکې ته دلیږدونکي بس پرلور وخوځید،  دصافي هوایی شرکت پورې تړلې بوینګ ۷۶۷ لمبر الوتکه  چې د دوه سوه مسافرینو دلیږد ظرفیت لري  ورو ورو د الوت لیکې ته ور برابره شوه  او په څو دقیقو کې دکابل  پر اسمان  ورهسکه شوه. دالوتکې دننه  په یو نصب شوي سکرین  له کابل څخه بیا  تر رسیدو ځای پورې  ټولې سیمې،  دالوتکې مزل، لوړوالې، وخت   او نور معلومات  په ویدیوي ډول دسکرین پر پرده ښکاریدل.

دعشق اباد، باکو، استانبول او تورې بحیرې  له هوایی حریمونو څخه تیر او نور نو د اروپایی سیمو  بوداپست چې دهنګري  او ورپسې د وارسا چې دپولنډ هیوادونو پلازمینې دې څخه تیر او دجرمني هیواد هوایی حریم ته  ورننوتو.  اسمان تک شین  او دمازیګر  لمر  دفرانکفورټ د هسکو سپینو ودانیوو  سرې او ګلابي څوکې  په خپلو زرینو وړانګو کې رانغاړلې وې.  دالوتکې له کړکیوو څخه  یوه نړۍ ښیرازي  او سوکالي دطبیعي ښکلا سره غاړه غړۍ ښکاریده.   دسفر له پیله پوره اوه ساعته او شل دقیقی  وروسته الوتکه د فرانکفورټ  پرنړیوال هوایی ډګر ور ښکته شوه.

د الوتکې له  ودریدو سره سم مسافرین ورو ورو  دالوتکې دروازې ته  په راغځیدلې کوڅه لاره دلومړي ترمینال   پرلور ورسم شول.  د ترمینال دننه  خلک په بیړه د پاسپورټونو د کتلو او د دخولي مهرونو د لګولو په موخه   په لیکو کې ودریدل.  زما دنوبت  په رارسیدو موظف  امنیتي مامور  زما پاسپورټ په څو واره له سترګو تیر کړ او په جرمني ژبه یی را څخه څه وپوښتل خو زه پوه نشوم، بیایی یو بل کس را وغوښت او زما پاسپورټ یی ورکړ خو له نیکه مرغه زما په پاسپورټ کې یوه بله  د اروپایی ټولنې ویزه هم  څو کاله پخوا لګیدلې وه  دهغې په لیدو یی راڅخه پوښتنه وکړه چې دا اروپا ته ستاسو دویم ځل دې، ما ورته دهو سر وخوځاوه، له دی سره یی راته پاسپورټ  کې ددخولي مهر ولګاوه او  دځنډولو بخښنه یی وغوښته. اوس نو زه باید پوره درې ساعته  انتظار وکړم . برلین ته  دبلې الوتکې روانیدو ته  لا ډیر وخت پاتې  و.  په ترمینال کې هره خوا ګڼه ګوڼه،  خوړنځایونه او دبیلابیلو توکیوو پلورنځي ترسترګو کیدل، زه نو اوس په بې ساري ډول  هم تږې او هم وږې وم.  دا دروژې مبارکه میاشت وه،  دا وخت نو په کابل کې شاوخوا دشپې اته نیمې بجې وې او د ورژه ماتي څخه پوره دوه نیم ساعته تیریدل خو زه لا تردې دمه ځکه روژه وم چې دلته لا لمر جګ ولاړ و .  له یوه ساعت تیرولو وروسته مې  په یوه خوړنځاۍ کې روژه ماتې وکړ  او نور نو  برلین ته د الوت وخت هم شیبه په شیبه رانزدې کیده.  د ترمینال نولسمې دروازې په لور رهي شوم هلته می  الوتکې  ته دپورته کیدو  پاس  واخست  او له یو څه ځنډ وروسته د لوفتنزا هوایی کرښې دیوې مسافر وړونکې الوتکې پر پاټکو ور وختو.  اوس نو لمر ډوب او دماښام تیارې  ددغه پرمختللي اروپایی هیواد پر څڼو راخورې وې .  د یوه ساعت مزله وروسته دټیګل په نامه دبرلین په نړیوال هوایی ډګر کې زمونږ الوتکه ورکښیناسته.  دا نو په کور دننه  الوتنه وه او ځکه نو د پاسپورټ معاینه کول او تلاشي په کی نه وه او یواځې مو خپل سامانونه  په ترمینال کې ترلاسه کړل او نورو مو له هوایی  ډګر څخه د وتو په موخه  خپلې پښې سپکې کړې.  دترمینال  په وتونکې ستره دروازه کې یو په غوښه کمزورې  ځوان  چې  زما نوم یی پر یوه کاغذي پاڼه  لیکلې ،ولاړ دې   او هر کس ته په ځیر ځیر ګوری ، چې ګوندې  ما ومومي.  دا ښاغلې جورج پرایکر  و چې زما دکوربه  دفتر  دبهرنیوو اړیکو مسول او اوس زما د راتګ لپاره  دلته  په تمه و.   مخکې له دې چې جورج ما وپیژني  زه یی خواته ورغلم او دهغه په نوم مې ورغږ کړ، ما دلته له راتګ څخه دمخه دده نوم له کوربه  دفتر څخه دبریښنالیکونو په تبادله کې زده کړې و چې نوموړې به زما لپاره په هوایی ډګر کې په تمه وي.  هغه  هک شو  چې څنګه ما دهغه نوم  وار له مخه زده کړې و.   نوموړي سره  له روغبړ وروسته   دهغه دموټر پرلور لاړو څو ماخپل هغه هستوګنځي  ته ورسوي چې وار له مخه  ماته په کرایه نیول شوې و.

اوس زه له جورج سره دهغه په موټرکې  دبرلین دزړه راښکوونکي ښارله واټونو دتیریدو په حال کې یم، د جادو د  لګیدلو بریښنایی څراغونو او هسکو ودانیوو له  روښنایی ورهاخوا تیارو خپلې وزرې خورې کړې وې.  دهیډلبرګر سیمې په لور غځیدلې واټونه لکه دکابل شپې په یو ډول  مرموزه خاموشۍ کې ډوب و.   ما لکه یو بې صبره انسان چې دیوې ورکې پسې هره خواګوري سترګې اړولې  را اړولې چې جورج راغږ کړ:  تشویش مه کوه ډیرې ورځې دلته یی برلین څه چې ټول جرمني به وګورې . ما چې نور نو دسر درد او د اوږد هوایی سفر  ستړیا  یواځې دهو او نه   ویلو توان راته پریښې و جور ج ته وویل ډیره ښه ده.  دشپې شاوخوا لس بجې وې چې  مونږ د هیډلبرګر سیمې په یوه خاموشه او له دنګو ودانیوو په  ډکه سیمه کې هغه ځای ته ورسیدو چې زما هستوګنځای په کې  و. جورج  ماسره زما یو لاسي بکس راواخست او دسرک پرغاړه یی  د یوې نهه پوړیزې ودانۍ  پرمرکزي دروازه  ورننویستم  او له څو مترو مزل وروسته یی  دودانۍ دننه په لومړي  پوړ کې  دیو اپارتمان دروازه  راته پرانسته.   

دغه کور چې  دوه کوټې، یو پخلنځې او یوتشناب  یی درلود  دکور له ټولو لوازمو سره  اوس زما په واک کی و. جورج  په دې خبره چې سبا دماسپښین دوه بجې به سره ګورو دخوشاله شپې په ویلو  له ماڅخه رخصت واخست. او زه هم دخوب پرتخت ورشیوه شوم.  دشپې شاوخوا دوه بجې  د سخت سر درد او تبې احساس له خپل خوبولي ځانه  را ویښ کړم، پوه شوم چې یو ځل بیا دهوا بدلون لکه څلور کاله وړاندې چې کله په سوډان کې دملګرو ملتونو  په دفتر کې دخپلې دندې ترسره کولو لپاره ولاړم له همدغسې یو حالت سره مخ کړې وم ، دلته هم مخ کړم.  نور نو دخوب غیږه تر سهاره راباندې حرامه وه که هر څومره کوښښ می وکړ خو تبې او سر درد خوب ته پرینښودلم.  سهار مې جورج ته زنګ وواهه او دخپلې ناروغۍ په اړه مې ورته معلومات ورکړل، شیبه وروسته هغه راورسید او یو نږدې د رملتون ته یی له ځانه سره بوتلم، په درملتون کې  یی راته د ګریپوسټډ په نامه ګولۍ واخستې او بیرته یی خپلې خونې ته راورسولم. 

مازیګر مهال ورو ورو  مخ په ښه کیدو شوم تبه مې وشکیدله او دسردرد مې هم نور دومره شدید نه و.  د یوڅه خوړو اخستو وروسته  مې   دبیرون وتلو تکل وکړ.   

زمادهستوګنې سیمې ته نږدې یو ښکلې تفریحې پارک و، دپارک دننه یواځې دوه په عمر پاخه سړي په دوو بیلو بیلو چوکیوو کې ناست و. دموسیقۍ اوریدو غوږۍ  ددواړو په غوږونو کې نصب وې ، او کله کله به یی له ځان سره خبرې هم کولې، ما داسې فکر کاوه چې دوۍ ګوندې له چاسره دګرځنده تلیفون دغوږیوو له لارې  خبرې کوي او یاهم داوریدونکې پاپ موسیقۍ سره  خپل غږ بدرګه کوي .  ډیر وخت وشو خو دوۍ لا هم خبرې کوي کله کله به یی خپلو لاسي بکسونو ته لاسونه ورتیرکړل څه به یی په کې ولټول بیرته به  یی خبرو ته ادامه ورکړه، خو په دغه حالت کې به دواړو ماته ډیر ډير راکتل، ماداسې انګیرله چې ښایی دویء  زه  د یو بیګانه کس په توګه پیژندلې یم، کله به یی زما خواته راکتل او خندل به یی چې ما به هم په ځواب کې په شونډو ورته وموسکل، خو نور پوه نشوم چې خبره څه ده.    دلته مې ښایسته ډیر وخت تیر کړ، خو نور هیڅوک  دغه پارک ته رانغې ، سبا مازیګر بیا هم همدې خواته راغلم، ځکه چی نور ځایونه راته لا تراوسه معلوم نه و او زه هم یو نابلده او ناپیژندویه انسان ددغه ښار یو نوې میلمه وم.  نن هم دپارک دننه هماغه دوه  سړي په هماغو ځایونو چې پرون ناست و نن هم ناست و.  زما په لیدو یی یوځل بیا په شونډو مسکاوې خورې شوې خو  ددوی لا اوس هم  اوریدونکې الې په غوږونو کې دي او هماغسې خبرې کوي لکه پرون یی چې کولې. حیران وم چې ولې دغه پارک ته نور څوک نه راځي؟ دمازیګر لمر نور د ډوبیدو وخت ته ورنزدې شوی و، زه هم ورو ورو دپارک دروازې  په لور روان شوم  بیرون یو ځلمې ولاړ و زما په لیدو یی راته  اشارې پیل کړې، زه وروګرځیدم ورڅخه مې وپوښتل چی څه خبره ده، څنګه اشارې کوې، هغه په ماته ګوډه انګلیسې کې راته په خندنۍ لهجه  وویل چې  ته خو لیونې نه یی، ما ورته وویل ته څه فکر کوې، هغه راغبرګه کړه چې دغه پارک خو دلیونیانو دې، ما فکر کاوه چې ته هم لیونې یی!! دا نو زما اخر ځل شو چې دغه پارک ته راغلې وم.

دسپتمبر  د شپاړسم سهار  لمر وړانګې زما د هستوګنځي له کړکیوو را غځیدلې وې ، دمهالویش سره سم نن باید زه  دښار پیژندنې  لپاره  ووځم.  دبرلین دښار نقشه مې مخې ته ایښې وه خو دا زما لپاره یو ډیر ستونزمن کار  بریښیده ، ځکه چې  په نقشه کې لیکل شوي نومونه که څه هم د انګلیسي توري و خو بیا هم ژبه بدله وه، نښې او علامې هم په بیلابیلو رنګونوکښل شوې وې، ما یو بل کس ته اړتیا درلوده چې له ماسره دښار پیژندنې په  سکالو کې مرسته وکړي،  په نقشه کې  زما سترګې ننوتې وې او یوې نړۍ ګنګستیا او سربدالۍ دغه ښار زما په  ذهن کې   د یو پیچلي چاپیریال  په توګه انځور کړې و چې  په دې کې زما دهستوګنځي دروازه  وټکول شوه.  آغلې کترین  په دروازه کې وه  او غوښتل یی چې ورسره  دجرمني تعلیمي سازمانانو دفتر( اې ډي بي ) ته چې زما کوربه  دفتر و ولاړ شم او بیا له هغه ځایه دښار پیژندنې په موخه  دکلتوري تبادلې  لومړۍ رسمي ورځ پیل کړم.

دسهار شاوخوا لس بجې وې چې  اې ډي بي ته ورسیدو.  دغه دفتر دښار  مرکز ته څیرمه  د شپیټل مارکټ  سیمې ته نږدې اود  سیلانیانو له کښتیوو څخه د ډک سیند پرغاړه  په څلورو پوړونو کې  دنازیانو دوخت  داطلاعاتو او کلتور وزارت په ودانۍ کې  ځای لري .  ددغه دفتر له  کړکیوو د تلویزون منار ،  دبرلین د والي ماڼۍ او یوه ستره کلیسا چې د ښار په منځ کې  یی منارونه هسک  دي  له ورایه ښکاري. دفتر ته په ننوتو جورج پرایکر  ماته د هرکلي ویلو وروسته  دخپل کار ، لاسته راوړنو او راتلونکیوو پروګرامونو په اړه معلومات راکړل.  دغه دفتر په ټول جرمني کې شاوخوا اتیا هغه  ادارې چې  دمدني تعلیماتو په څانګه کې کار کوي د خپل پوښښ لاندې راوستي . دجرمني حکومت  له ټولو هغو تعلیمي ادارو څخه چې دمدني زده کړو په لاره کې کار کوي غوښتي چې خپلې ادارې د ای ډي بي په چوکاټ کې ثبت کړي څو هغوی ټول  دیوه چینل له لارې له دولت څخه خپلې مالي مرستې ترلاسه کړي.  جورج  چې په دغه اداره کې د بهرنیوو اړیکو دمسول دنده پرغاړه لري د خپلې ادارې کارکوونکیوو ته زما له ورپیژندلو وروسته له کترین څخه وغوښتل چې ما دښار پیژندې  په موخه له ځان سره مل کړي.

زه اوس  د تاړاکونو، مرګونو، ظلمونو او تاریخ د بیلابیلو پړاوونو په   څرخونو کې د ویجاړ شوي اوبیا اباد شوي ښار په منځ کې ولاړ یم.  دتاریخ لوستي پړاوونه مې د ذهن پر پردو انځور شول ، ادولف هټلر دنازي جرمني واکمن  د برنډنبرګ دروازې  په  میدان کې ولاړ دې  او خپلو په زرهاوو پلویانو ته  دنړۍ دنیولو هوډ په ډاګه کوي. وفادار پلویان یی په چکچکو او دخوښۍ په غږونو بدرګه کوي. دیهودیانو عام وژنه  پیل کیږي ، د واکمنۍ مخالفین په ډله ایزه توګه له منځه وړل کیږي، د جرمني لښکرې  پولینډ تر پښو لاندې کوي او دفرانسې پلازمینې پاریس ته اور اچوي، او ډیر ژر جرمني لښکرې  د روسیې پولو ته رسیږي.

دنازیانو د واکمنۍ  ستر واکمن ادولف هیټلر اوس پرنړۍ د راج  چلولو په فکر کې ډوب دې، خو دغه ستر فکر چې تر دی دمه یی دمیلونونوانسانانو ککرۍ له خاورو سره خاوری کړي  تر ډيره دوام ونه کړ. 

د ۱۹۴۴ م کال دجولاۍ دمیاشتې ۲۰ نیټه اودورځې ۱۲ بجې او اته ۳۸ دقیقې وی چی دستر واکمن دفتر یوې ویروونکې چاودنې اسمان ته والوزاوه. کړکۍ له بیخه ووتې، دودانۍ نیم چت راپریوتو ، دخلکو غوښې یوه او بله خوا پر ماتو او نړیدلو دیوالونو ونښتې او تورو لوګیوو دپیښې له ځای څخه سر راپورته کړ. سمدلاسه امنیتي ځواکونه راورسیدل او دمړو او زخمیانو په راویستو یی پیل وکړ. په دغو جسدونو کې یو هم د ادولف هټلر جسد و چی اوږد غځیدلې و، او اوږده اوږده ساه یی اخسته. نوموړې ژوندې پاتې شوی و. هغه یواځې دچاودنې په پیښه کې له دیوال سره لګیدلې و او د اورلمبه یی ترمخ وررسیدلې وه چې ورڅخه کړیدلو. خو چې کله یی دټپیانو فریاد اوغږونه واوریدل نو په ډیر قهر سره یی امر وکړ( په سلهاووامنیتی افسران دی ونیول شي او دپیانو په نري سیم دی دغوږونو له نرمیوو ترهغې ځوړند شي چی په ناکراریء سره مړه شي . (
هو! هتلر په دغه پیښه کې په معجزانه ډول له مرګ څخه بچ شوې و.
هیټلر داپریل پر۲۰مه نیټه ۱۸۸۹ م کال دبرونایی په اتریش ښار کې زیږیدلې او دپلار ددریمې ښځې دریم ځوی و، پلار یی یوبیوزله اتریشي معدن کیندونکې و.
هیټلر په کوچنیوالي کې یوډول رنګ الوتې، شرمنده او ناروغ ته ورته بڼه درلوده، هرچابه چې دده پرضد خبره کوله نو دابه دلیونو په څیرپه چغو او کړیکوسر شو، په ښوونځي کې دومره تمبل او هوایی وو چې په شپاړس کلنۍ کې له ښوونځي وویستل شو. کله چی له ښوونځي وویستل شو نو ویانا ته لاړاو هلته یی هڅه کوله چی دهنرونو په اکاډمۍ کې شامل شي ، خوداهیله یی پوره نه شوه او په اکاډمۍ کې دزده کړې اجازه ورنکړل شوه.
پنځه کاله یی په پرله پسې ډول یو کار او بله کارته لاس واچاوه، پوست کارتونه یی خرڅول، دبامونو او کوڅو څخه یی واوره جارو کوله، رنګمالي یی کوله، دخلکو دکورونو غالۍ یی څنډلې، داورګاډي په تمځاۍ کی یی دجوالیتوب کارکاوه ، دپخلنځیوو پاتې شوي خواړه به یی خوړل او په حمامونو که به ویده کیده.
خو یوڅه مهال ورسته نوموړې دویانا دیوه شتمن یهودي دبدچلند له امله چې دا یی په څپیړه وهلې و، په حیرانوونکي توګه بدل شو.
نوموړې په خپل ژوندلیک (زما جګړه) کی داسې لیکي( کله چی دنوموړي یهودي له بدچلند سره مخ شوم نو زما په ژوند کی نوې ساه پوه شوه، نو دیوناتوانه او بې وسه ښاري څخه په یو یهودي ضد، زوړ پرسته بدل شوم، اوله همدغه وخته می یهودو ته په زړه کې واچوله(.
هیټلر په ۱۹۱۳ م کال کې له ویانا څخه مونیخ ته لاړ او دیو ماته خوړلي اتل په شان یی دلومړۍ نړیوالې جګړې سره په ارامۍ ځان عیار او دځمکنیوو لښکرو له یوه ټولي سره یو ځای شو. ده به دجګړې له سختیدو او له توپاني یرغلونو څخه خوند اخسته ، په پیاده لښکر کی یی زړورتیا دومره مشهوره شوه چی ددولت لخوا ورته یوه داوسپنیز صلیب جایزه او بله هم دډلګي مشرۍ رتبه ورکړل شوه، نوموړي دلومړۍ نړیوالې جګړې په ورستیوو کې دګازوپه یوه حمله کې زخمي او په روغتون کی بستر شو، خو دالمان په ماته خوړلو سخت ناکراره او ځوریده.
یو ځل نوموړې په خپلو شخصي جامو کې دمونیخ په کوڅو کې له یوډول غم او نهیلیۍسره پیاده روان و، له ځان سره یی دنوي واکمن جمهوریت پرضد خبرې کولې، او خپله کرکه یی له حکومت څخه څرګندوله (دغو خاینانو څنګه دالمان پر ګناه په جګړه کې اعتراف وکړ، او څرنګه یی د وارسا تړون دلاسلیک کولو جرات وکړ؟(
دالمان خلک وږي وو ، دمتحدینو ډلې یی په پلرنۍ خاوره کې ګرځیدې راګرځیدې، اعتصابونو ټول کارونه په ټپه درولي وو ، هیټلر له ځان سره داخبره کړې وه چی دده په څیر یو ناسیونالست الماني کولاۍ شي ، اریایی ولس رهبري کړي، دتیرې جګړې دټپیانو پر پرهرونو پټۍ کیږدي، او اریایان دیو ستر نژاد په توګه نړۍ ته وروپیژني.
هیټلروروسته له دې چی دکارګرو په ګوند کې غړیتوب ترلاسه کړ،ډیرژر دګوند تر واکمنۍ ورسید او کله چی دګوند مشر شو نو په لومړیوو کی ګوند یوډول نظامي بڼه خپله کړه خو وروسته یی دګوند نوم دالمان دکارګرو ناسیونالست ګوند ( نازي ګوند )په نوم ونوماوه.
هیټلر دیونیفارم په توګه د موسولیني دپلویانو غوندې له تورو کالو څخه کار اخسته.
په ۱۹۲۳ م کال کې چی المان سخته اقتصادي ضربه وخوړه او یوه کلیو غوښه له څلورو مارکو څخه زرونو او لکونو مارکو ته ورسیده نو نازیانو خپل خوځښت پیل کړ.
لږه موده وروسته نوموړي په مونیخ کی دنازیانو یوه ډله راوغوښته او له هغوۍ څخه یی ددولت پرضد مرسته وغوښته، خو چې کله دولت له دغه کارڅخه خبرشو نوموړې یی دولت ته په خیانت تورن کړ، خو هیټلر ددغه تور په غبرګون کې وویل ( داخیانت د ۱۹۱۸ کال دخیانت په پرتله هیڅ دې) او بیا یی همداسې په سپکو سپورو ددولت پرضد داسې خبرې پیل کړې ( دالمان رښتیني دښمنان فرانسویان، یهودان، سوله خوښي مارکسستان او هغه المانیان دی چې د وارساتړون یی لاسلیک کړې دې(
له دې وروسته نوموړي دپنځو کلونو لپاره په زندان کې واچول شو، خو یواځې نهه میاشتې په بندکې پاتې شو او هغه هم دخپلو ملګروله خوا دومره نازول کیده چې ټول وخت یی په راحت، دبیلابیلو خوړو په خوړلو او ډلو ډلو لیدونکو سره تیریده.
نوموړي خپل مشهور کتاب (زما جګړه) پر همدغه مهال لیکلې، چې اوس دنازیانو سپیڅلې کتاب ګڼل کیږي. نوموړي بې له کومې ویرې دالمان خلک دیهودو دله منځه وړلو لپاره راپارول او دایی هم ویل چې ( المان باید دروسیی دمحاصره کولو له لارې ختیځ پلو ته دومره پراخ شي چې دنړۍ دپیشوا په توګه ونومول شي(.
کله چې له زندان څخه راووتو، نو دومره ډیر خلک یی دوینا اوریدو لپاره راټول شوي وو چې حکومت یی له ویرې دده د وینا مخه ونیوله، خو ده په خپلو خلکو همدا غږ کاوه ( زمونږ دا مبارزه دوه پایلې لري، یابه غلیم زمونږ پرجسدونو پښې ږدي او تیریږي به او یا به مونږ دهغوی پرجسدونو تیریږو.
له دی وروسته یی دپټو وسله والو کسانوپه تربیه کولو او تنظیم کولو پیل وکړ، خو ډیرو المانیانو بیا دغو خلکو او ددوۍ لیوني مشر پورې ملنډې وهلې.
په ۱۹۳۰ م کال کې حالاتو هیټلر ته دا فرصت ورکړ چې دیوورځپاڼه لیکوونکي جوزف ګوبز په مرسته د اوسپنې دیو ملیاردر سوداګر هوګن برګ سره تړون لاسلیک کړي، چې که دنازیانو سره مرسته وکړي نو اوسنې واکمن ځواک به له پښو وغورځوي او ټول تړل شوي کارځایونه (کارخانې) به پرانیزي، شپږ ملیونه بې کاره خلک به په کار وګوماري او په پاې کی به دناسیونالیزم تربیرغ لاندې یو غښتلې دولت جوړ کړي.
له دې وروسته هیټلر داقتصاد له پلوه پرځان ډاډه شو ، تبلیغاتي هڅې یی لږی او پرځای یی ګوندي جوړښتونه(تشکیلات) ډیرکړل . د هغوتوپاني ډلو چې کمونست کارګران به یی ترور کول او دیو اصولي او بنسټیز المان لپاره یی سره سوګندونه کړي و، دمنځني پاټکي خلک له ځان سره کړل، تردې چې په ۱۹۳۲ کال کی یی په ریاستي ټاکنو کې له یو پر درې څخه ډیری رایی لاسته راوړې، نو دوخت ولسمشر (هیندنبورګ) ورته بلنه ورکړه چی له دولت سره ایتلاف وکړي. ولې هیټلر دابلنه ونه منله او وی ویل ( یابه لومړې وزیر یم او یا به هیڅ). په دې وخت دهوګن برګ سوداګر او فرانس پن باین له خوا چې یو تکړه سیاستپوه و پرولسمشر زور راوړل شو چې نوموړي ته دلومړي وزیر چوکۍ ورکړي، داکار وشو او هیټلر پردغه واک بسنه ونه کړه او دټول واک دنیولو لپاره یی بیلابیلې طرحې جوړې کړې چې په پایله کی یی نوموړې دیو مطلق دیکتاتور په توګه خلکو ته وروپیژانده.
دفرورۍ په ۲۷ مه ۱۹۳۲ کی یوځوان الماني په پارلمان کې ډزې وکړې چې هیټلر په ډیره سخته لهجه دا کار دیوې کمونستي دسیسي په توګه وغنده او دجګړې دمهال قانون یی اعلان کړ.
نوموړي تردې مهاله خپل وسله وال پټ ملګري تردوه ملیونو پورې رسولي و چې اوس یی په ډیره ظالمانه توګه دیهودیانو په ربړولو، دسازمانونو دمشرانو په وهلو او دنازیانو دمخالفینو په نیولو کې ورڅخه کار اخسته، هیټلر همداډول دجادویی ویناوالو یوه ډله جوړه کړې وه چې خلکو ته دعمومي لارو او واټونو په څلور لاریوو کې له جذبو او احساساتو ډکې ویناوې وکړي.
کله چی هیټلرپه ځان ښه باوري شو، نو دخپلو هغو جنرالانو پسې چې ده ترې دخطر احساس کاوه په ۱۹۳۴ کال دجون په ۲۹ دنیمي شپې څخه وروسته دخپلوپټو وسله والو پلویانوسره ورغې او هغوۍ یی ټول په مرموز ډول په خپلو هستوګنځیوو کې ووژل.
یوه میاشت وروسته ولسمشر هیندنبورګ مړ شو، نو الماني جنرالانو له ویرې نوموړې دلومړي وزیر سربیره دټولو قواوود مشر په توګه هم ومانه او بیا دالمان خلک دټول پوښتنې لپاره راوغوښتل شول چې نوي په سلو کې دهیټلر په مشرۍ راضي او ۳۸ میلونه المانیانوهیټلر دخپل یواځیني مشر په توګه وټاکه.
دالمان خلکو اوس په پټو سترګو دټولوګوندونو لغوه کیدل، د رسنیوو، رادیو، تعلیمي نصاب او نورو سانسور منلې و. دوی به هغه کتابونه چې ددولت پرضد به یی کرښې تورې کړې وی سوځول او د هورا له چیغو سره به یی یوځای دا شعار زمزمه کاوه چې زمونږ حکومت دی تلپاتې وي.
هتلر چې کله دخلکو دا شعار واورید نو په ډیر غرور یی یوې غونډې ته وویل ( په دی کی هیڅ شک نشته چې زه یو وحشي یم، او غواړم همداسې وحشي پاتې شم او دازما لپاره دسرلوړۍ لقب دی(
کله چی موسولیني (دایټالیا دیکتاتور) وغوښتل چې دخپلو جنرالانو سره داتریش دوره وکړي، نو هیټلر دنوموړي اتل مخې ته ورغې او ورسره یی وکتل، موسولیني په ډیره ترخه لهجه هیټلر ته وویل : دالمانیانو ستونزه داده چې دوی دفرهنګ هیڅ درناوې نه کوي. هیټلر وویل : فرهنګ !؟ دفرهنګ نوم چی واورم لکه اوه غشي مې چی په سینه کې ننوځي. په دې وخت کې موسولیني خپلې میرمنې ته مخ واړاوه وی ویل : داسړې سوچه لیونې دی.
هیټلر په ۱۹۳۶ کال کې دوارسا تړون چی دپخوانیوو حکومتونو له خوا لاسلیک شوې وو مات او دخپلې واکمنۍ دپراختیا په هوس کې دیو نوي دیکتاتور په بڼه راښکاره شو.
روم او توکیو یی له ځان سره همغږي کړل او دموسولیني سره یوځای یی ټانکونه او هلیکوپترې دفرانکو (دهسپانیی دیکتاتور) مرستې ته ورولیږل.
په ۱۹۳۸ کال دفرورۍ په میاشت کې یی اتریش دالمان پورې وتاړه او بیرته ویانا ته راغې. له هغې وروسته یی په چکسلواکیا یرغل وکړ او ترنیولو وروسته یی په ډیره خوشالۍ خپلو منشیانو او وزیرانو ته ورغږ کړ: راشیء ماښکل کړیء، دازما دژوند ترټولو ستره ورځ ده، او زه به دیوستر الماني اتل په توګه دتاریخ نوې پړاو پرانیزم.
له دې وروسته یی لهستان ونیو او دخپلو متحدینو سره یی یوځای دفرانسې اوانګلستان پرضد تبلیغات پیل کړل او په دې باوري و، چې پردیموکراسۍ ولاړ هیوادونه ترهغې په جګړې کې نه ښکیل کیږي ترڅو پرې یرغل نه وي شوي. یواځینی هیواد چې هیټلر ورسره دجګړې نه کولو تړون لاسلیک کړ ، وروسیه وه، خو په ترڅ کې یی نوموړي خپلو جنرالانو ته ویلي وو چې هر وخت مو پر دغه سیمه دچپاو فرصت پیدا کړ پری ورهۍ کړۍ او هیڅ څوک نشته چې له تاسو د( ولې) پوښتنه وکړي.
دپولنډ ترنیولو وروسته هیټلر دانګلستان او فرانسې سره دجګړې اعلان وکړ خو له بلې خوا یی خپل خورا ځواکمن لښکر ته پر ډنمارک، ناروي، هالند او بلجیم دیرغل قومانده ورکړه، بس په څو اونیوو کې یی داټول هیوادونه دخپل جغ لاندې راوستل، او دفرانسې دنیولو لپاره یی هماغه نقطه ترفشار او محاصرې لاندې ونیوله چې په ۱۹۱۸ کال کې یی نیولې وه. پردغه مهال هیټلر دالمان له ملي سرود سره دخوښۍ نڅاګانې کولې او ورسره یی دانګلستان دنیولو لپاره دبې دریغه بمباریوو څخه کار اخسته.
او چې څومره یی دانګریزانو په وړاندې غصه او قهر ډیریده، هماغومره انګریزانو دخپل مشر وینستون چرچل دقوماندې لاندې له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع کوله، تردې چې دالمانیانو هوایی عملیات پرشا وتمبول شول. هیټلر له مجبوریته دغه جبهه وتړله او له وروسیی سره یی کړې تړون مات او په هاغه هیواد یی یرغل وکړ.
دجون پر۲۲ ۱۹۴۱ کال یی ډيرې سوبې لاسته راوړې او خپلې لښکرې یی دیخنۍ له جامو او سامانونو پرته پر روسیه وروخیژولې اوورسره سم یی دااعلامیه خپره کړه چې: دځمکې پرسر دیهودو او اسلاویانو لپاره هیڅ ځای نشته. اوخپلو جنرالانو ته یی په قهرجن غږ داسې وویل : د روسیی یو ښار هم محاصره نه کړی، بس پرې ورخیژی، زه غواړم دهغوې نسل له ځمکې څخه پاک کړم.
په داسې حال کی چی نازي لښکری د روسیی له منځه تیریدلې نو ګڼ ملکي خلک یی داجباري کارونو لپاره ونیول، سربیره پردوی نازیانو په ملیونهاوو روسیی سړي، ښځې ا و ماشومان په مرمیوو غلبیل غلبیل کړل او یایی په خپلو زندانوو کې دملیونونو اروپایی یهودانو، روڼ اندو او مارکسیستانو سره یوځای دمرګ کومي ته تیرکړل.
هیټلر المانیانو ته په ډاګه وویل: طبیعت ظالم دې ، او مونږ هم باید ظالمان واوسو، او داچې زه دخپل ولس تنکي ګلان او دهغوۍ وینې دخپل ګران المان دواکمنۍ په لاره کې قربانووم، نو داحق هم لرم چې دیو پست او بیکاره نژاد چې دیوې مضرې حشرې په توګه پیدا شوې په ملیونهاوو وګړي له منځه یوسم.
او بیا یی خپلو جنرالانو ته په قهر وکتل او وی ویل : زه به هیڅکله دخپلې یوملي مترځمکې څخه هم تیرنشم، یرغل وکړی، یرغل وکړی او یرغل وکړیء.
خو کله چې الماني لښکرې په روسیه کې په پوځی عملیاتو بوختې شوې نو دروسانو ټینګاو(مقاومت) هم ډیرشو، تردې چې یونازي جنرال چی خپل لښکر یی له لاسه ورکړې و هیټلر ته ځان ورساوه او غوښتل یی چی هغه په دی پوه کړي چی ماخپل لښکر دلاسه ورکړی نوهیټلر ورته وویل : دلاسه تللي هیڅکله هم ارزښت نه لري، هغوی دخپلی راتلونکې لپاره تخمونه کرلي.
پر دې مهال انګلیسانو او امریکایانو په یوه ګډه جبهه کې خپلې پوځي قطعې دافریقا له شمال څخه پرهسپانیا ورمارش کړې، هسپانیا یی ونیوله او له بلې خوا روسانو هم په ټولو لیکو کې پرمختګ وکړ.
هیټلر خپل مرستیال ګوبلز ته په خواشینونکي لهحه وویل: زما جنرالان ماته حقیقت نه وایی، دوی ټول بې شرفه او ټول ناسیونال سوسیالست ځناور دي، هرکله چې ددوی خبرواروم ناروغه کیږم.
کله چی ایزنهاور په ۱۹۴۴ کې دویمه جبهه دخپلواکې فرانسې په نوم پرانسته او پرمختګ یی وکړ نو دهیټلر په زړه کې هاغه دزرکلونو او یاهم دتلپاتې نازي واکمنۍ خوب ټکنې شو او چی کله د۱۹۴۴ کال دجولایء په میاشت کې دبم پیښه رامنځته شوه نو نوموړي دالمانیانو څخه دخفه کیدو په حال دپاریس دسوځولو امر وکړ.
په داسې حال کې چې روسانو دخپلې ورستۍ سیمې لهستان څخه دالماني لښکرو په ویستو پیل وکړ، هیټلر پر خپل جنرال (فرانس هالدر) ورغږ کړ: وارسا له منځه یوسه.
جنرال هارد په داې اړه وایی: پرهغه شیبه دهتلر سترګې له سرڅخه راوتې وې او دیوپوره لیوني غوندې دوینو تویولو شهوت پرسر اخستې و، او حیرانوونکي یی لا دا و ه چې پردغه مهال یی په نړۍ دواکمنۍ دخوب غځونو ورو ورو له ذهنه کډه کوله، په سوچ کی به لاړو، او موسولیني ته به یی ډاډ ورکاوه چې دده پټې وسلې او هغه الوتکې چې پرلندن یی بمونه غورځول ددوی لپاره بریالیتوب راوړلای شي.
په دغه وخت کې یی یوه ډله کوماندویان چې د جي. آی (German Intelligence) په نامه و دجنرال ایزنهاور دځای معلومولو او دهغه د وژلو لپاره فرانسې ته ولیږل.
خودهتلر وروستیء هیله هغه مهال په نهیلیء بدله شوه، چې روسان په ۱۹۴۵ کال کې دبرلین پرپولو ورواختل. نوموړې زړه بایللې په وارخطایی سره دصدارت دودانۍ ترځمکې لاندې خونه کی پټ شو. هغه نور دنړۍ ښاغلې مشر نه و، هغه نور یو سوچه لیونې و، هغه لیونې چې خپل ټپونه څټي، پرځان خوله لګوي، شیبه پرشیبه پرې عصبي حملې راتلې او دجګړې دبایللو له امله تردی بریده رسیدلې و چې ځان پرځمکه ځمکه ووهي او داسې لیونۍ واره چیغې وکړي چې ټول ځای له ویرې ډک کړي.
نوموړې خپلې معشوقې (اوابرون) ته چې له ده سره دځمکې لاندې پټه وه ویلي و چې هیڅکه باید ژوندې ونه نیول شي..
په داسې حال کې چی روسي قواوې دپلازمینې په لور دپرمختګ په حال کې وې هتلر له خپلې معشوقې سره واده وکړ او ورسته یی هغې ته زهر ورکړل او خپله یی هم ځان په تمانچه وویشتو او دده په غوښتنه جسدونه یی هماغلته د ځمکې لاندې وسوځول شول، اوهغه اور چې نوموړي پرځمکه بل کړې و دخپل جسدپه لمبو یی پای ته ورسید.

 نن چې  له هغه مهاله پوره څلورشپیته کلونه تیریږي او  هغه  جرمنیان  چې د هتلر پر ویاړونو به یی ځانونه غټ غټ کول اوس هغه  د یو منفور انسان په توګه یادوي او  دهغه له یادونو او کارنامو څخه په  ډاګه خپله کرکه څرګندوي.  نن ورځ که څه هم جرمنیان  دیوې  خپلواکې  واکمنۍ په پولو کې میشت دي خو د فکرونو  مزي یی په چورلټ ډول د اریایی نژاد له خپلولۍ  سره شکولي او دیوې ګونګې  لویدیځوالې پرمختیا پرلور یی اند او هاند ورغځیدلي.

الکساندر پلاټز دبرلین دښار دمنځ سیمه ده شاوخوا یی هسکې ودانۍ، دجرمني پارلمان، دبرنډنبرګ دروازه ، د برلین دیوال  او بیلا بیل پلورنځي هغه ځایونه دي چې ددغه ښار په منځ کې یی دخلکو ګڼه ګوڼه ډیره کړې. په ښار کې له ګرځیدو مې خوند اخسته  دیو نا پیژندویه انسان په توګه  مې د برلین دښار په واټونو کې ګړندي ګامونه اخستل ، کترین  راغږ کړ چې وخت لږ دې او دځایونو پیژندل او ورسره اشنا کیدل ډیر وخت ته اړتیا لري.  نو ما ترینه وغوښتل چې که دغرمې ډوډۍ دلته په کوم خوړنځای کې وخورو او بیا به  له دغه ځایه  دنورو پاتې ځایونو د لیدو او په ځانګړي توګه د ترانسپورتي وسایلو  د ټکټ، ځای پیژندنې او تګ راتګ سره هم  دا شنایی په موخه وخوځیږو.    

له  غرمنۍ وروسته  دښار هغې  برخې ته ورسیدو چې په کې بې شمیره څلي په تور رنګ   مرمرینو ډبرو پوښلي هسک دي، دا څلي  چې  د هلوکاسټ  (دیهودو د ډله ایزې وژنې   )  دیاد په نامه  د برنډنبرګ دروازې څخه په لږ واټن کې جوړ شوي نړۍ ته د نني جرمني پیغام رسوي چې ګوندې د هټلر  له ظلمونو څخه کرکه  په ډاګه کوي. او دیهودیانو سره د هغویء  په ماتم کې ځان شریک بولي.  دبرلین ښار په یو ډول پیچلې  ښکلا کې  نغښتې،که څوک دښار له مرکز څخه لږ لرې لاړ شي نو بیا پرته له دې چې له چا څخه د لارښوونې پوښتنه وکړي بله چاره نه لري ځکه  یوشانته  واټونه له سړي څخه په اسانۍ لاره ورکوي . دښار په منځ کې به ډیر داسې انسانان وګورې چې  دسیمې نقشه به یی په لاس کې نیولي وي او په ځیرځیر به ورته ګوري او دا کار یواځې  نوي راغلي خلک نه بلکه ددغه ښار اصلي اوسیدونکي هم کوي او مجبور دي چی په  ډیرو حالاتو کې له لارښوونکې نقشې څخه کار واخلي او له مخې یی خپله سمه لاره ځانه ته پیدا کړي.  ددغه ښار دلیږد رالیږد په موټرو کې له سپرلیوو څخه کرایه لکه دافغانستان د موټرو په څیر نه ټولیږي بلکه وار له مخه به دسرک پرغاړه په ځانګړیوو غرفو، نصب شویوو ماشینونواو یا هم  دسپرلیوو دموټر په لومړۍ  دروازه کې د موټرچلوونکي  څنګ ته له پروت ماشین څخه خپل دسفر ټکټونه اخلې ، جالبه خو داده چې  ډير کله  ستا ټکټ هم   څوک نه ګوري  خو هر څوک مجبور دې چې ټکټ واخلي او د یوې ناڅاپي  ټکټ پوښتنې لپاره  چې د ټاکل شویوو کسانو لخوا کله ناکله ترسره کیږي چمتو واوسي.  دلته درې ډوله ټکټونه چې یو یی د ښاري بسونو لپاره ، بل ډول یی دښار ي  ریل ګاډو او میټرو لپاره او بل ډول یی بیا داوږدو سفرونو دې چې له یو ښار څخه بل ته  د ریلګاډو لپاره اخستل کیږي.  خو دا باید په پام کې ونیول شي چې دښار په بریدونو کې تګ راتګ د اې بي سيA,B,C   ټکټونو په اخستو ترسره کیږي یعنې  داې  A   ټکټ دښار په منځ دبيB  ټکټ دښار له مرکز څخه لږ لرې او د ABC  پرټکټ بیا دښار تر څنډو پورې  سفر کولای شې.   

دترانسپورتي مسایلو او د موټرو  تمځایونو له پیژندو وروسته  دخپل همکار سره یوځای بیرته  دښار له منځه ووتو او دمیټرو (ځمکې لاندې د ښاري ریلګاډو) په یو تمځای کې مې چې دشپیټل مارکیټ په نامه یادیږي له کترین سره  دسبا لیدو په هیله خدای پاماني وکړه. زه له دغه ځایه دخپل هستوګنځي پرلور دخوځیدو په تکل په یوه میټرو کې د ویټن برګر پلاټز تر تمځای پورې  ورسیدم. دلته باید زه  میټرو بدله او په بله کې تر هیډلبرګر پلاټز پورې  چې زما دهستوګنې ځاې دې لاړ شم. دلته ستونزه د یو نابلد انسان لپاره داده چې له یوې  پټلۍ څخه د څو دقیقو په توپیر څو میټرو ګانې تیریږي  خو هره یوه یی هغه ځای ته نه ځي چې ته یی په تمه یی. باید هغه لیکلې لوحه چې دتمځایء په چت کې لګول شوې او په اتومات ډول بدلیږي وکتل شي څو له هغې لارې دخپل  ټاکل شوي ځای لور پیدا کړې او په هماغه ټاکل شوې میټرو کې لاړ شې چې زه لا له دغه میتود سره تر دې دمه چندان بلد نه وم.  په یوه میټرو کې وروختم خو د لږ مزله وروسته ګورم چی ټولې سپرلۍ ترې ښکته شوې خو زه لا ناست یم او په دې فکر کې یم چې ښایی  دسورلیوو له کوزیدو وروسته حرکت وکړي.  زه لا په تمه وم چې میټرو بیرته  په شاتګ پیل کړ او لږه شیبه وروسته بیرته هماغه سټیشن ته ورسیده چې زه په کې راختلې وم هلته  په بیړه کوز شوم او یوځل بیا هماغه خواته راتاو شوم چې دهیډلبرګر پلاټز په لور بله میټرو روانه  وه. بیا وختلم څو خپل ځای ته ورسیږم خو دا ځل بیا هم په هماغه ځای کې میټرو ودریده خلک  ترې کوز شو او شیبه وروسته بیا هماغسې په شاتګ حرکت پیل شو چې دا کار درې ځلې تکرار شو او په پای کې له سټیشن څخه بیرون راووتم او په دې فکر کې ووم چې ښایی وړاندې په  پټلۍ کې څه ستونزه پیدا شوي وي  او همدا لامل وي چې مخکې نه ځي ولې خبره داسې نه وه هغه شمیره چې زه باید ورختلې وای ما غلطه کړې وه .  بیرون مې یوه ټکسي په دیرش یورو ترخپله ځایه کرایه  ونیوله او ځان می  خپل ځای ته ورساوه.

سهار وختي کترین زما دهستوګنځي دروازه راوټکوله.  دمهالویش سره سم باید زه  په هغه سیمینار کې ګډون وکړم چې دیوې اونۍ لپاره د وانزې فورم   چې یو روزنیز مرکز  دې لخوا  جوړ شوې.  کترین یواځې ددې لپاره راغلې وه چې ماتر وانزې فورم پورې  ورسوي  او هلته  مې  دهغه ځای  مسولینو ته  ور وپیژني.   پوره نهه بجې وې چې له هیډلبرګر څخه مو حرکت پیل کړ له دوه ریلګاډو بدلولو وروسته  دښاري بسونو په تمځای کې  یو دوه منزله بس ته وروختو او له پنځو دقیقو وروسته  وانزې ته  ورسیدو.  وانزه  د لویدیځ برلین  هغه ارامه او خاموشه سیمه ده چې د څو جهیلونو او  ساحلونو پر شاوخوا  خوره وره پرته ده.  په دې سیمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه نه لیدل کیږي شنو چمنونو ، دنګو ونواو ښیرازه چاپیریال   دمرغانود سندریزو غږونو له نغمو سره ددغه ځای اوسیدونکو او سیلانیانو  لپاره یو  زړه راښکوونکې منظر  جوړ کړې.  ددې سیمې پر درېوو خواو لکه سپین مرمرین ماران  راتاو سیندونه او په کې  ګرځیدونکې له خلکو ډکې سپینې کشتۍ  د وانزې  نوم  ترلریوو ځایونو پورې رسولې.  هغه ودانۍ چې زمونږ سیمینار په کې جوړ شوې  هم دیوه سیند پرغاړه او هسکو ونو په منځ کې دنازي واکمنۍ دپیر دیوجنرال کور و چې اوس دالمان فدرالي دولت  دخلکو دکلتوري، ټولنیزو او بیلابیلو روزنیزو پروګرامونو دترسره کولو په موخه  د وانزې فورم ادارې ته ورکړې و.  زه نو باید اوس دلته دیوې اونۍ لپاره پاتې شم او په هغه سیمینار کې چې د فورم لخوا  دهغو دوو عالي لیسو زده کوونکو لپاره چې  یوه لیسه یی د پخواني لویدیځ  المان او بله یی دپخواني ختیځ المان په جغرافیاوي موقعیت کې  دي ګډون وکړم. ما له کترین سره خدای پاماني وکړه خو جالبه دا وه چې زه په همدغه ځای کې ددغه سیمینار له مشرې روزونکې سره  مخ شوم چې هغه هم کترین نومیده او زما په دغه یونلیک کې دکترین نوم ښایی تاسوته دڅو کرکترونو سره یوځای راشي.  خو په هرحال  دا به زما په قسمت کې لیکل شوی و.

دویمې کترین زه د فورم ټولو کارکوونکو ته وروپیژندم او بیا سیده هغه  هال ته ولاړو چې دسیمینار تابیا په کې شوې وه. نزدې پنځوس تنه  ښاغلي او آغلي جرمني ځوانان په چوکیوو ناست دي ، کترین له ماڅخه مخکې د دروازې په  پرانستو ورغږ کړ  : عنایت  له افغانستان څخه په دغه سیمینار کې ستاسو میلمه دې. او له دې سره  هال چکچکو په سر واخست. ټول ناست کسان ودریدل او دومره چکچکې یی ووهلې چې نور نو ما هغوۍ ته دمننې په ویلو  هغوۍ غلي کړل.  دپخواني ختیځ المان  داستخباراتي شبکې  له کړنو او فعالیتونو څخه  د زده کوونکو خبرول ددغه سیمینار موضوع وه.  دموضوع په لیدو ماته په افغانستان کې د کمیونستي رژیم د مهال  خاد(افغان  څارګره اداره)  راپه زړه شو، که څه هم هغه وخت زه ډیر کوچنې وم خو له مشرانو څخه  به مو دخاد دظلمونو او ربړونو کیسې اوریدې چې څه ډول به دکمیونستي رژيم بړیڅو زمونږ بې ګناه هیوادوال  دمرګ ترکومي رسول.

دسیمینار په پیل کې یو تن چې دشپیتو کلونو په عمر به و د ویندوۍ لخوا سټیج ته وروبلل شو څو خپلې هغه خاطرې له ناستو ځوانانو سره شریکې کړي چې نوموړي د ختیځ المان دڅارګرې ادارې  له مهاله په زړه کې ساتلي او یا هم هغه کیسې چې نوموړې  د همدې ادارې لخوا دپنځو کلونو لپاره په زندان کې واچول شو  بیان کړي.

د ښاغلي والټر  په سترګو کې اوښکې ډنډ وې، په نښتې  ژبه یی ناستو ځوانانو ته دسلام په ویلو په  کمزوري غږ  دسوکاله او ارامه ژوند مبارکي ورکړه، دپخوانیوو یادونو کتابچه یی له جیب څخه راوویسته او خپلې مخې ته یی کیښوده، بیا یی جیب ته لاس ورتیر کړ او خپلې عینکې یی په ډیره خوارۍ  دنورو کاغذونو ترمنځ پیدا او په رپیدلو لاسونو یی په سترګو کړې.  ناستو کسانو ته یی په ځیر ځیر کتل خو له ستوني یی  خبرې نه راوتې، دتالار چاپیریال یوې مرموزې  چوپتیا پر سراخستې و  دټولو ځوانانو سترګې  د والټر  په مخ کې خښې وې  چې په دې کې دسټیج له سره په کمزوري غږ داسې وینا پیل شوه: کمیونست رژیم چې په ختیځ المان کې پر بې ګناه انسانانو کومې لوبې کړي هغه به تاریخ تل په یاد ولري، پردغه خاوره چې کله کمیونستان واکمن شو نو جرمنیان یی د غلامۍ تربریده  ورسول، په تورو شپو کې یی بې ګناه خلک له کورونو وویستل، پرکورونو وروختل، جنسي تیري یی پرې وکړل، په داسې زندانونو کې یی واچول چې دوحشت او بربریت انتها پرې حاکمه وه ، له دغه ځایه لویدیځ جرمني ته تګ تر ټولو ستر جرم ګڼل کیده او مرتکب ته یی  تر ټولو سخته سزا ورکول کیده. دبرلین دیوال جوړول ددغه رژیم یوبل ستر جنایت و چې په عملي ډول یی جرمنیان  لکه یو روح په دوه تنو وویشه، دلته د وینا خپلواکي یو خوب و دلته هرځای د  بیچاره جرمنیانو د څار او تعقیب لپاره  پټې کمرې نصب شوې وې  آن دغه کمرې ددوۍ په لاسي بکسونو، چتریوو، داوبو په کوزو او په خولیوو کې هم په پټه توګه ځای پرځای کړل شوې وې  خو لنډه داچې جرمني  ویاړمن توکم  په دغه پیر کې ترټولو تاریخي پړاونو یو بدرنګ  اوله سپکاوي ډک ژوند تیراوه.  په دې وخت کې یوتن ځوان چې دپخواني لویدیځ المان په برید کې اوسیده د والټر خبرې ورغوڅې کړې او وې ویل چې زما پلار مونږ ته کیسه کوي چې په لویدیځ المان کې چې امریکایان حاکم و په خلکو هیڅ ظلم نه کیده او خلکو ته پوره خپلواکي ورکړل شوې وه چې چیرته ځي او که نه. والټر  غاړه تازه کړه او وی ویل ، بچیه ستا پلار تاته رښتیا ویلي، دلته دلینن بیرغ پورته و چې هرڅه یی دیوې  تورې  مستبدې واکمنۍ خولې ته اچولي وخو هلته بیا دیوې  ښیرازه دیموکراسۍ بیرغ خلک له یو خپلواک او ازاد سیستم لاندې راټول کړي و او همدا لامل و چې له ختیځ المان څخه به هره ورځ په سلهاوو انسانانو لویدیځ المان ته  دتیښتې هڅه کوله  خو له بده مرغه چې دغه کسان به دبرلین دیوال په اوږدو کې دکمیونست پلوه جرمني ځواکونو دټوپک نښه ګرځیدل . زما زړه هم غوښتل چې په دغو خبرو کې ځان ورګډ کړم دوالټر  په خبرو کې مې ورودانګل : بخښنه غواړم ښاغلیه کله چې روسانو افغانستان  نیولې و همداسې له بربریت  او وحشت څخه ډک کارونه یی هلته هم کول خلک یی په نیمو شپو کې دخوب له غیږې او دخپلو ماشومانو له  اړخونو څخه  په زور راپاڅول او بیا یی داسې تري تم کول چې آن ترننه یی بیبیانو او بچیانو دهغوۍ مړې او ژوندې ونه مونده ، دپلچرخي په نامه زندان په شاوخوا پولیګونونو کې یی په زرهاوو بې ګناه انسانان ژوندي تر خاورو لاندې کړل او دزمانې  دهغه  فرعوني ظلم ریکاډ یی مات کړ چې په تاریخ کې یی سارې نه لیدل کیږي، والټر  زما خبرې راغوڅې کړې ویل یی هو دا ټولې خبرې رښتیا دي هغه مهال چې په ۱۹۷۹ کې سرې لښکرې افغانستان ته ورننوتې نو مونږ ټولو همدا فکر کاوه چې دختیځ المان کمیونستي سیاست  اوس په افغانستان کې پلي کیږي. او زه له تاسره همغږې یم  او له کمیونستانو دهمداسې بدبختۍ او جنایتونو تمه هر وخت په هر ځای کی کیدونکې ده.  نوموړي خپلې خبرې  دزندان  دڅو ترخو خاطرو په بیانولو پای ته ورسولې .  له سټیج څخه راکوز او سیده زما خواته راغې. په خبرو خبرو کې یی ماته ویل چې ته به زما دزړه  درد ښه محسوسولې شې ځکه چې په تاسو هم همدا حالت تیر شوې، ما ورته  دهو په ویلو وویل چې  بیخي همداسې ده خو زه خپله په هغه وخت کې کوچنې وم خو هو زمونږ مشرانو باندې  له دې هم بدې ورځې تیرې شوي او کیسې یی کتابونه ډکوي.

ددویمې نړیوالې جګړې  چې دنازي واکمنۍ پر نسکوریدو او له منځه تلو پای ته ورسیده او جرمني د متحده ځواکونو ( امریکا، روسیې، انګلستان او فرانسې ) لخوا  د  نیواک  تر یوغ لاندې راغې او  متحدین دې پایلې ته ورسیدل چې جرمني دڅلورو سکتورونو  ترنامه لاندې په خپلو منځونو کې وویشي  نو دفرانسې او انګلستان له رسیدلي غنیمت (سکتورنو) څخه بیا د روسیې او امریکا سکتورنه  دځمکنۍ ویړتیا له مخې ستر و. چې په دې ترڅ کې لویدیځ جرمني د امریکا او ختیځ المان د روسېې دنفوذ برخې شول.  دنړیوالې جګړې څخه پوره یو کال وروسته په ۱۹۴۶ کال کې دختیځ المان  دکمونست ګوند واکمنو  پریکړه وکړه چې له لویدیځ المان سره باید خپلې پولې معلومي او دواړو غاړو ته دخلکو تګ راتګ کنترول کړي .  له دې وروسته  نورو سکتورونو ته دخلکوپه تګ راتګ  بندیز ولګول شو او هغه څوک چې غوښتل به یی دجرمني نورو سکتورونو ته لاړ شي نو باید یو داخلي پاسپورت چې د Inter-zonal   پاسپورټ په نامه یادیده له ځانه سره ولري او دهر سفر له کولو باید ټاکل شوې اداره  خبره کړي. په لومړي سر کې  دا غوښتنه دومره ټینګه نه وه خو ورو ورو یی سختي غوره کړه  تر دې چې  دختیځ جرمني هستوګنو په ډیره سخته کولای شول چې لویدیځ المان ته ولاړ شي. له دې امله  په زرهاوو جرمنیان د احتمالي  ستونزو او خطرونو څخه د ځان ویستو په موخه  په یوه او بله لاره لویدیځ جرمني ته وتښتیدل او دتیښتې دې لړۍ ختیځ المان مجبور کړ چې د د ۱۹۵۲ کال دمی دمیاشتې پر شپږویشتمه نیټه له خپلې خوا لویدیځ المان ته غځیدلې لارې وتړي. له دغه مهاله وروسته بیا هم ختیځوالو  دلویدیځ لاره پرینښوده  او آن تر دې چې دبرلین دځمکې لاندې میټرو ګانو کې یی لویدیځ المان ته  پښې سپکې کړې او د تښتیدونکو کسانو لړۍ  نوره هم پسې  وغځیده  تر دې چې له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۶۱ پورې نزدې شپږ اعشاریه دوه ملیونه  خلک د ختیځ المان څخه چی هغه مهال یی د وګړو شمیر ۱۷ ملیونو ته رسیده لویدیځ المان ته کډه شوي وو.  په دې خلکو کې ډیر زیات هغه مسلکي کدرونه و چې دخپل هنر، مهارت او تجربې  له لورینو یی ختیځ المان بې برخې کړ او همدا لامل و چې  دختیځ کمیونست پلوه ګوند دیوې بلې پریکړې په کولو مجبور شو.

د۱۹۶۱ کال د اګست له دریمې تر پنځمې ورځې پورې کمونست پلوه واکمن ګوند په مسکو کې  دیوې غونډ ې په کولو پریکړه وکړه  چې لویدیځ المان ته ټولې غځیدلې لارې بندې او دهمدې میاشتې پر ۱۳ نیټه یی د برلین دښار له منځه د نزدې ۱۰۶ کیلو مترو په اندازه د څه له پاسه درې میتره لوړ دیوال  په تیرولو جرمنې ولس په دوه ټوټو وویشه.  له دې وروسته ددغه دیوال په اوږدو کې کابو  ۳۰۲  د څار کولو منارې جوړې شوې چې شپه او ورځ به یی ددیوال او سرحد سره نښتې  لارې  څارلې څو له ختیځ څخه څوک لویدیځ ته دتیښتې هڅه ونه کړي.  ختیځوالو په پیل کې  دهغو کورونو له  پوړونو څخه  چې دبرلین له دیوال سره به نښتي و ځانونه  ددیوال هاخواته غورځول او یا به هم دهغو جوړو کړو تونلونو څخه چې د دیوال دواړو غاړو ته به یی دکورونو له انګړونو څخه کندلي و لویدیځ  برلین ته ځانونه رسول  خو دغه تیښته هغه وخت ټکنۍ شوه چې کله  داګست دمیاشتې پر ۲۴ نیټه  د دیوال  ساتونکو دګونټر لیتوین په نامه لومړې  جرمنې  دتیښتې دهڅې پرمهال وویشته او په ټکي مړ شو.    

د بیلتون  په دا ټولو څه دپاڅه  اته ویشت کلونو کې  دختیځ جرمني وګړي له سختو ستونزو سره مخ و نزدې  ۱۹۲ کسان د دیوال څخه داوښتو پرمهال  د ساتونکو لخوا ووژل  شول او له دوه سوه ډیر ټپیان شول.  دخلکو ژوند تنګ او له بیچاره ګۍ سره لاس اوګریوان شول تر دې چې خلکو له ناچارۍ په لاریونونو پیل وکړ او دخپلو خپلوانو او دکورنیوو له غړو سره چې  نزدې درې لسیزې ترې لري و دلیدو غوښتنه کوله . ختیځ المان  دبیلتون په وروستیوو کلونو کې یوې سترې ناارامۍ پرسر اخستې و ، اعتصابونه، لاریونونه ، دبازار بندول ، په افغانستان کې دسرو لښکرو ماتې (چې په ټوله نړۍ کې دکمیونستي بلاک دنړیدو سبب شو)، اونور هغه څه و چې دجرمني دیموکراتیک جمهوریت یی دیته مجبور کړ چې  د ۱۹۸۹ کال دنومبر په نهمه نیټه ددواړو ولسونو ترمنځ  دیو رسمي اعلان په ترڅ کې دبیلتون کرښې ته دپای ټکې کیږدي.  ددغه اعلان له اوریدو سره سم په زرهاو ختیځ میشتي جرمنیان لارو ، کوڅو او سرکونو ته راووتل او دخوښیوو په شور او ځوګ کې یی دلویدیځ المان پر لورې  ورهۍ کړه. او دهمدې ورځې پرسبا دبرلین دیوال  دخلکو په مټو ونړول شو او پر دوه ټوټو ویشل شوې ولس بیرته سره یو او غاړه غړۍ شو او بیا د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر دمیاشتۍ پر دریمه نیټه دوه هیوادونه په یو هیواد بدل اود یو موټی جرمني له شعار ونو سره یوځای دیووالي ورځ  ښه په درز سره ولمانځل شوه چې ترننه هرکال د اکتوبر دریمه ورځ د بیا یووالي ورځې په توګه په دغه هیواد کې د جشنونو او میلو په ترسره کولو سره لمانځل کیږي.

د وانزې فورم د سیمینار ګډونوالو  له  افغانستان سره  دخپلې لیوالتیا په ښودلو له ما څخه وغوښتل  چې دوی ته دافغانستان دروانو سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه معلومات ورکړم.  چې د سیمینار مشرې  اغلې کترین په بیړه دسټیج خواته منډه کړه او وې ویل  مونږ په خپل مهالویش کې  عنایت ساپي ته د یو اوږد او تفصیلي پرزنتیشن لپاره ځای پریښې او سبا شپه د اوه بجو څخه چې کله تاسو ټول ډوډۍ وخورۍ نو دکنفرانسونو تالار ته  به له خپلو کمپلو او  توشکونو سره  راشۍ او دافغانستان په اړه به تاسو ډیر څه واورۍ.  پرانستونکې ناسته پای ته ورسیده او سبا به بیا  سهار په نهو بجو په همدغه ځای کې ګورو.  د وانزې فورم په شپه غالي کې زما لومړۍ شپه وه ، دودانۍ په دویم پوړ کې  یوولسمه شمیره کوټه زما لپاره ځانګړې شوه، په همدغه پوړ کې دفورم نور مسولین او ددفتر کارکوونکي هم اوسیدل خو دسیمینار دګډونوالو  لپاره لاندینې پوړ چمتو شوې و.  دشپې ډوډۍ خوړلو وروسته کترین زما څخه وغوښتل چې باید دفورم  په هغه ناسته کې ګډون وکړم چې هره شپه دادارې لخوا راغوښتل کیږي. ماورسره ومنله ، مونږ د ناستې په بهیرکې په بیلابیلو سکالو خبرې اترې کولې او دسبا ورځې لپاره دسیمینار په  کاري چوکاټ باندې غږیدو چې څه ډول باید ګډونوال په ګروپي بڼه کار وکړي او څو ګروپونه باید جوړ شي مونږ لا په همدې خبرو کې و چې یو ناڅاپه له لاندې پوړ څخه  دشور، چیغو او شپیلکو غږونو زه هیښ کړم په لاندې پوړ کې شاوخوا پنځوس تنه هغه زده کوونکي چې دیوولسم او دولسمو ټولګیوو زده کوونکي و او دغه سیمینا ر کې دګډون په موخه راغلي و په یو وار  یی د ودانۍ په پوړونو او سرپټو دهلیزونو کې  دشپیلکو، خنداګانو، شور ماشور  د یوې توپاني څپې پرسیر خپور او غبرګ کړ.  ښاغلي میشل چې د فورم له یوتن مشرانو څخه و ماته وویل  فکر مه کوه دا جرمني ځوانان  نجونې او هلکان چې کله  په ډله ایزه توګه له کوره بهر شپې تیروي نو همداسې په نخرو وي او آن کله ناکله شپې ته د وحشي شپې نوم ورکوي.  میشل په خندا شو او زیاته یی کړه ، داسې ښکاري بیګاه ته  له همداسې یوې شپې سره مخ شو خو که  ته یی پاس په خپله کوټه کې خوب ته نه  پریښودې نو غوږونو کې څه شې کیده  او یا ته هم  په دغه نخره ایزه شپه کې راګډ شه، له دې سره ټولو وخندل خو ما ورته  وویل په دغه انقلابي شپه کې چې زمونږ  د افغاني کلتوري ارزښتونو سره په چورلټه  مخالفت لري هیڅکله نه ورګډ شم او نه به  زما دخوبوړي  ځان  خنډ شي.  میشل  په هیښتیا پوښتنه وکړه چې ایا تاسو د ځوانانو له دا ډول ازادۍ سره مخالفت لرۍ؟ داخو دځوانانو دذهني ودې لپاره یو غوره چانس دې نو ولې ...؟ ما ورته وویل  ، هو مونږ  دځوانانو له دا ډول خپلسریوو سره په کلکه مخالفت لرو او زمونږ په کلتوري ارزښتونو کې ددا ډول کارونو د ترسره کولو لپاره هیڅ ځای نشته چې په ترڅ کې  یی نجونې او هلکان  دیواځیتوب او یا هم د ذهني ودې  په پلمه ټولنه په داسې ستونزو اخته کړي  چې نه یی بیا سر ته دحل لاره موندل کیږي او نه بیخ ته. او دا ځکه چې په داسې یوه شپه چې په کې د ۱۷ نو تر ۲۲ کلونو عمر پورې  ځوان  هلکان او نجونې سره یوځای شي نو تاسې خپله فکر وکړۍ چې د دا ډول اعمالو پایله به څه وي؟  آغلې سیلکا چې د میز په اخر سر کې ناسته وه غاړه تازه کړه وې ویل  دا نو په جرمني کې دومره غټه ستونزه نه ده او یا هم هیڅ ستونزه ورته نشو ویلای بلکه دا دځوانانو  لپاره د فردي ازادۍ یو ډول  فرصت دې او باید ترې خوند واخلي. له دغو خبرو سره یوځل بیا دشور ماشور څپو زمونږ دناستې کوټې ته خپلې انګازې  را ډالۍ کړې چې ورسره مونږ ټول په خندا له دفتره راووتو او دخپلو کوټو پر لور روان شو.  

سبا سهار له چاې څښلو وروسته  یوځل بیا دسیمینار  هال ته دګډونوالو ورتګ پیل شو، پوره نهه بجې ښاغلې میشل دسټیج مخې ته را ښکاره شو او له یوې روزونکې  چې کریسټین نومیده وغوښتل چې دنن ورځې  دفعالیتونو مهالویش  اعلان کړي.  کریسټین  په منډه له خپل ځایه د سټیج پرلور وخوځیده پرسټیج له ودریدو سره یی زما خواته په راکتو  له ما وغوښتل چې  دنن ورځې په اجنډا کې مو ډیر په زړه پورې ګروپي فعالیتونه ځای پرځای کړي. په ښارکې له عامو خلکو سره د پخواني ختیځ جرمني د څارګرې ادارې په اړه مرکې، دهمدغې ادارې دیو پخواني زندان څخه لیدنه، او بیا هم دهمدغې ادارې  د هغه مرکزي دفتر څخه چې اوس په کې دختیځ جرمني د څارګرې ادارې  دجاسوسي او تعقیبي وسایلو له موزیم څخه لیدنه  شامله ده  د نن او سبا ورځې د ګروپي کارونو غورچاڼ دې. کریسټین  له ما څخه  دپوښتنې په انداز وغوښتل چې د کوم ګروپ سره ملتیا وکړم. دا چې ما  دمرکو او ژورنالیستیکي کارونو او یا هم ددغې موضوع  په اړه دخلکو د نظرونو داوریدو  پرځای  په عملي توګه د زندان او موزیم  څخه لیدنه خوښوله نو  ځواب مې هم همدا و چې زه   دزندان اودموزیم  د لیدو لپاره د ټاکل شوي ګروپ سره ځم.

شیبه وروسته  زه د برلین د ځوانانو له یوې ډلې سره د هوینشان هوسن  زندان پرلور چې دبرلین په شمال ختیځه برخه کې پروت دې  وخوځیدم. له وانزې فورم څخه مو دیو ښاري بس په مرسته  تر مرکزي  ریل سټیشن پورې ځانونه ورسول او له هغه ځایه  بیا په یو ریل ګاډي کې  هغې سیمې ته ورسیدو چې د زندان ودانۍ په کې ترسترګو کیږي.  له ریل څخه کوز او د زندان پرلور لاړو. دزندان په دروازه کې مو له یوې شیبې انتظار وروسته  هغه  ټکټونه ترلاسه کړل چې وار له مخه آغلې سیلکا زمونږ لپاره رانیولي وو.  اوس نو مونږ  دزندان  دڅلورو پخوانیوو  دنګو ودانیوو ترمنځ په میدان کې ولاړ یو.  د څلورو دیوالونو غاړو ته  په لیکه کوچنۍ کوټې  چې لا هم ورته غټ کولپونه او اوسپنیز ځنځیرونه پراته و په پخوانۍ بڼه پاتې و جګ دیوالونه دزندان له ودانیوو را چاپیر و مونږ لا همدلته ولاړ و چې  د زندان یو تن  لارښوونکې راغې او له مونږ څخه یی وغوښتل چې ورسره  د زندان د اصلي ودانۍ پرلور لاړ شو.  لارښوونکي د یوې غټې دروازې کولپ پرانسته چې  دځمکې لاندې  یی لاره درلوده ، څو پاټکي لاندې د یوې تیارې خونې  له  منځ څخه هغه اوږد دهلیز ته ور ننوتو چې د زندان څو خواره واره بلاکونه یی  سره نښلول. دا نو هغه زندان و چې یومهال د دختیځ جرمني کمیونست پلوه زورواکانو دخپلې ایډیالوجۍ د مخالفینو د ربړولو لپاره جوړ کړې و ، دهغه مهال  واکمنو ددغه زندان  تورې غیږې ته خپل هغه مخالفین  سپارل چې یا خو یی د واکمن رژیم  سره خپل مخالفت  په ډاګه کړې و ،یاهم د لویدیځ المان  د چارواکو سره په اړیکو  او یا هم  د رژیم پرضد په تبلیغ تورن شوي وو.  دزندان دننه هغه کوچنۍ کوټې چې دستنې د سوري په اندازه یی هم د روښنایي کړکۍ نه درلودې  دڅو بلاکونو  په قطار  ویشل شوې وې، غټ کولپونه ، اوسپنیزې دروازې او دکوټې دننه تور دیوالونه د یو ویروونکې چاپیریال  له زړه بوږنوونکو کیسو سره  هغه انځورونه  راغبرګوي چې  زمونږ  د لارښوونکي له خولې  وار په وار  بیانیدل.  ما د زندان له دهلیز څخه د یوې کوټې په پرانستې دروازه کې سر ورښکاره کړ چې لارښوونکي یی راته کیسه داسې پیل کړه، دغه کوټه چې د دوه تنو د ځاییدو لپاره جوړه شوې د زندان واکمنو په کې شل تنه اچول  په داسې حال کې چې د روشنایی او یا دهوا  داخلیدو هیڅ لاره نه لري. نوموړې ویل په دغه زندان کې به  ډیر کله  داکسیجن دلږوالي او یاهم پریوبل دخوب پرمهال  دیوبل په  پښو ختلو بندیان مړه کیدل. ددې په خوا کې یوه بله کوټه چې داوبو یو سطل په کې ددوه  اوسپنیزو  ستنو په منځ کې راځړیده ویل کیده چې بندي به یی  د پښو له خوا ځوړند کړ ، لاسونه به یی ورته شاته وتړل او په لاندیني سطل کې چې له اوبو به یی ډک کړې و دبندي سر ورننویستو چې ډیر کله به یی دلته زړه وچاوده او ساه به یی ورکړه او یا به یی هم ترې  په ډیره  دردنونکې توګه اقرار اخسته، په دغو کوټو کې غوره کوټې هغه وې چې یو د لرګیوو لنډ ګنډ  او نرې تخت به  د یوه  کمود سره جوخت په کې ایښودل شوې و او بندي به  ترې ګته اخسته.  داسې کوټې مو هم ولیدې چې د راډیو دسټدیو په څیر یی دیوالونه  په اسفنجو پوښل شوي و او په کې د غږ ثبتولو پټې الې نصب شوې وې چې کله به بندیانو په خپلو کې سره خبرې کولې نو وار له واره به یی غږونه ثبت کیده او بیا به دخپلو اعمالو په سزا رسول کیده، خوداسې کوټې هم وې چې دیوالونه یی په یو لړ بدبویه  موادو لړل شوي و چې بندیان به یی دډیربد بوي له لاسه  آن  دمرګ ترکومي رسول.   پرسپیوو د داړلو کوټې یی بیا دزندان په یو بل ځانګړي بلاک کې جوړې شوې وې  چې دکوټې پردیوالونو به یی په ګڼ شمیر میخونه ټک وهل شوي و او کله به چې سپیوو دبندي د ځورولو لړۍ پیل کړه نو بندي به له دیوال سره د جوختیدو پر وخت په میخونو سورې کیده او دیخوا به دسپي داړلو  پر بندي  قیامت جوړ کړې و، چې په ډیرو کوټو کې پردیوالونو دهغه مهال دبندیانو  د وینو دارې لا اوس هم ترسترګو کیدې. دبلاکونو ترمنځ په دهلیزونو کې ځای ځای هغه پټې کمرې لګول شوې وې چې دبندیانو او یا هم دهغو موظفو کسانو د ګرځیدو راګرځیدو څار وکړي چې پرې له بندیانو سره دخواخوږۍ  شک کیده. 

دغه زندان چې یو مهال  دکمیونست پلوه جرمني واکمنۍ د لوژستیکي زیرمې په توګه کاریده په  ۱۹۴۵ کال دجون په میاشت کې  په یولنډ مهالي زندان بدل او بیا وروسته  په ۱۹۵۱ کال کې د ختیځ جرمني د استخباراتو ادارې  دیو څو نورو ځمکې لاندې ودانیووپه جوړولو پر  یو لویء  او مرکزي زندان بدل کړ چې تر ۱۹۸۹ کال پورې ترې د سیاسي بندیانو د ساتنې ، زورونې او له منځه وړلو په توګه کار اخستل کیده .  چې د ختیځ جرمني ډیر هغه سیاستوال چې دهغه مهال د واکمن رژیم په مخالفت  تورن و او اوس ژوندي دي یو ځل ددغه زندان  خوند څکلې. 

نور نو مونږ د تاریخ له پړاونو دتیر شوي  هوینشان هوسن  زندان له ټولو کارنامو او زړه بوږنوونکو شیبو څخه خبر شو، آغلې لیزا چې  زمونږ د ډلې یوه تکړه زده کوونکې وه او تر دې دمه یی ماته د لارښوونکي  ټولې خبرې چې په جرمني ژبه یی کولې ژباړلې  راته وویل چې نور مې  د زندان په دغو تورو دهلیزونو کې زړه تنګ شوې نوره مخکې نه شم تللی نو که ستا خوښه وي  دویء ته به وړاندیز وکړو چې  همدومره معلومات بس دې. همداسې مو وکړه او په څو دقیقو کې دزندان پاسنۍ برخه کې له مرکزي دروازې ووتو.  د لارښوونکي سره مو خدای پاماني وکړه او بیرته د وانزې فورم پر لور وخوځیدو. زمونږ  دګروپ دټولو ملګرو پرخولو اوس  یوه ژوره  چوپتیا حاکمه وه په جرمني کې چې کله په ډله ایزه توګه زده کوونکي او یا ځوانان په یو ځای کې سره راټول شي نو خنداوې ، ټوکې ټکالې او له یو بل سره پسخندونه  د شاوخوا خلکو پام ځان ته رااړوي. خو دغه ډله ځوانان چې اوس له ماسره وو، له دې اړخه بیرته د وانزې فورم  پر لور  دهغه اړخ د راتګ په څیر نه و، دټولو په ذهنونو کې  د تور زندان د شکنجو او ربړونو کیسې لکه د فلم پردې تیریدې او انځوریزو کیسو یی دوی په یو ژور فکر کې د ختیځ جرمني د زورواکۍ پیر ته بوولي وو.  لیزا ته مې  د ژباړې  له امله د مننې په ویلو د ګروپ پام ځانته را واړوه،  ورته مې وویل، په افغانستان کې مونږ هم دیته ورته  دتاریخ له یو دردوونکي پړاو څخه تیر شوي یو، د پلچرخي په نامه زندان له دې هم ډیر کړوونکې او ربړوونکې و، هغه مهال چې کمیونستا ن واکمن و نو څو ګامه له دغو ځورونو  ورهاخوا یی د بی ګناه انسانانو وینې داسې توویولې لکه د یو ناڅیزه حیوان وینه چې هیڅ ارزښت  ونه لري. هلته یی د زندان څخه ژوندي بندیان  د شپو شپو ویستل او بیا یی ژوندي  تر خاورو لاندې  د بلډوزورو  په  زور خښول چې بیا هیڅکله خپلې کورنۍ او کلي ته را ونه ګرځیدل. هو له دی ورهاخوا  د نوویمې لسیزې په اوږدو کې دکورنۍ جګړې پرمهال دهر ې ډلې په شخصي زندانونو کې هم زمونږ  په زرهاوو هیوادوال بې له کومې پوښتنې او ګرویږنې دمرګ کومي ته ورسول شول  چې اوس دتل لپاره ددې نړۍ  له  دغې ارتې او ویړې غیږې  څخه تري تم دي.  هغویء ټولو لکه د یو ویروونکي داستان  فلمي صحنې ته چې ناست وي په ډکو سترګو ماته کتل او ما د خپل کلي او ولس د تورو او ماتمي ورځو کیسه ورته کوله.  لیزا چې یوه ډیره نرم زړې جینۍ معلومیده اوس  یی له سترګو اوښکې روانې دي او شیبه پر شیبه  په خپل لاس کې دکاغذي دستمال په واسطه  خپلې سترګې وچوي. زمونږ له چوکیوو ورها خوا خلکو زمونږ لور ته سترګې نیولي او  په حیرانتیا  زمونږ د ډلې  ننداره کوي.  شیبه وروسته  د ریلګاډو مرکزي تم ځایء ته ورسیدو او بیا له هغه ځایه  وانزې فورم ته  لاړو.  اوس  دورځې درې بجې دي خو د فورم  په پخلنځي کې  زمونږ لپاره  د ډوډۍ  تابیا نیول شوې وه، له ډوډۍ خوړلو وروسته زه خپلې خونې ته لاړم او  د ډيرې ستړیا وروسته د یو ژور خوب  په غیږ کې میلمه شوم.

 زه لا ویده وم چې د کوټې دروازه را و ټکیده، په بیړه مې دروازه پرانسته ګورم چې  کترین  له خندا څخه په ډکه خوله ولاړه ده، وایی لکه چې د لکچر څخه ډاریږې ما وویل  بخښنه غواړم زه ویده شوې وم. ساعت ته مې چې وکتل دماښام اوه بجې او لس دقیقې وې او نن شپه د سیمینار له مهالویش سره سم باید زه  ګډونوالو ته دافغانستان د روانو حالاتو په اړه  تفصیلي معلومات ورکړم.  کترین ته مې وویل تاسو ورځۍ  او زه هم دادې تاسو پسې دسیمینارونو  تالار ته  ډیر ژر در سیږم.

شیبه وروسته  زه  هاغې سترې خونې  ته ورسیدم چې  د پخواني ختیځ او لویدیځ برلین د دوه عالي ښوونځیوو  نزدې پنځوس تنه زده کوونکيوو په ډیره لیوالتیا زما د راتلو لار څارله .  په تالار کې ځوانان  څه پر چوکیوو ناست او څه هم د خپلو کمپلو او توشکونو سره یوځای پرځمکه پراته و او دهغه سټیج پر لور ېې سترګې اړولې وې چې  زما لپاره چمتو شوې و.  په  پیل کې ما دافغانستان د تیرو څولسیزو پر پخواني تاریخ  او پر روانه وضعه په تفصیل سره خبرې وکړې  چې بیا وروسته  د پوښتنو وخت راورسید ،له  چکچکو وروسته ناستو کسانو وار په وار خپل نوبت ونیوه او پوښتنې یی  کولې چې ما هم د حالاتو سره سم ځوابونه ورکول، په دې کې یو تن چې دلویدیځ برلین دسیمې څخه راغلې و وویل چې مونږ  یواځې دافغانستان نوم اوریدلې و  او دومره پوهیدو چې په افغانستان کې  جګړه روانه ده او زمونږ  جرمني سرتیري هلته د خلکو د امنیت ساتنه کوي خو اوس دافغانستان په اړه په ډیر څه وپوهیدو او له دې وروسته به رسنیوو کې دافغانستان موضوع او  خپریدونکي خبرونه په ځیرتیا  څارو.  دیته ورته په بحث کې نور برخوال هم راګډ شول او  د یو ډیالوګ  بڼه یی خپله کړه.  په افغانستان کې د ناټو د سرتیرو په څنګ کې د الماني سرتیرو شتون، دطالبانواو القاعده خوځښتونه، د ګاونډیوو ا و نورو  ګټه لټوونکو هیوادونو لخوا په افغانستان کې  لاسوهنې، کلتوري مسایل ، د افغانانو ټولنیز ژوند او له  جرمني سره دافغانستان دپخوانیوو او اوسنیوو اړیکو شالید  هغه موضوعګانې وې چې په  ژوره  توګه له جرمني ځوانانو سره شریکې شوې .  

افغانستان دلومړۍ  نړیوالې جګړې څخه دجرمني پاملرنه ځانته را جلب کړې وه چې په پایله کې د ترکې اوجرمني هیات کابل ته راغی او امیرحبیب الله خان یې دې ته تشویق کړچې دانګریز پرضد جهاد اعلان کړی ، خو دا نقشه بریالۍ نشوه ، ولی ترجنګ وروسته بیاهم آلمان او افغانستان دواړو ډیرې نژدی اودوستانه اړیکې درلودې چې د امان الله خان د اروپا په سفر کې آلمان ځانګړې ځای درلود.

دمحمد نادرشاه دواکمنۍ پرمهال هم جرمني ته ډیره پاملرنه کیده ،په ۱۹۳۶ کال  کې د افغانستان د دفاع وزیر شاه محمود خان په جرمني کې  دالمپیک نړیوالو لوبو لیدلو لپاره هغه هیواد ته ولاړ ، چې ورپسې صدراعظم محمدهاشم خان د علاج لپاره هغه هیواد ته ورغی.

همدارنګه دوخت دبهرنیوو چارو وزیر فیض محمد خان  او دملي اقتصاد وزیر عبدالمجید خان  د وسلو د را نیولو ، صنعتي ماشینونو او د کار پیژندونکو متخصصینو د استخدام او دملي اعتباراتو د حصول لپاره دغه هیواد ته ولاړل. حتی ویل کیدل چې افغاني پلایوو د هټلر سره هم کتلي او دهغه له  دروند هرکلی سره مخ شوي.

په ۱۹۳۷ م کال کې د جرمني هوایی شرکت لوفتنزاپه اونۍ  کې یوځل د کابل او برلین ترمنځ الوتنې هم پیل کړې ، افغانانو دجرمني څخه وسلې رانیولی او په ۱۹۳۶ کې د کانی موادو د پلټنې تړون وشو او په دغه برخه کې جرمني او افغان پرمختیایی  شرکت هم تاسیس شو. په ۱۹۳۷ کې د سوداګرۍ د اعتباري  قرار داد لاسلیک شو چې  په ترڅ کې یو شمیر جرمني متخصصین افغانستان ته راغلل. جرمني په ۱۹۳۶ کې افغانستان ته ۲۱ ملیونه مارکه اعتبار ورکړ چې له مخې یی د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره شوه.

کله چې نازي جرمني د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲ پرشوروی یرغل وکړ ، نو شوروی  دافغانستان واکمن ته یو یادداښت ولیږه چې په افغانستان کې د جرمنیانو شتون شوروي  نشي زغملی  ، په دې پسې انګریزانو هم دغسې یوه ګواښنه وکړه ، خو افغانستان  له جرمني سره  په دغو ټولو پړاونو کې آن تر ننه خپلې اړیکې ښې ګرمې ساتلي.

د پرله پسې درې ساعتونو او دیرش دقیقو وروسته  بحث پای ته ورسید.  

سبا سهار  چې کله مونږ د چایوو له څښلو وزګار شو نو د سیمینار د تالار مخې ته په شین چمن کې  یوه تفریحي لوبه چمتو شوې وه او ښاغلي میشل ددې لوبې  د وړاندې کولو مسولیت پرغاړه اخستې و.  لوبه داسې وه چې ټول ګډونوال په یوه دایره کې ولاړ و  دهر چا نوم به چې اخستل کیده نو هغه به د دایرې منځ ته راځغاستل او دلته به نوموړي تن دبل نوم اخسته که هر چا به دخپل نوم سره یوځای خپل نوم تکرارکړ نو هغه به پر ځای دریده او که یی تکرار نه کړ نو منځ ته به راتلو. د تفریحي لوبې وروسته  ګډونوالو ته دنن ورځې مهالویش اعلان شو چې په کې دهغه موزیم څخه لیدنه شامله وه چې یو مهال د کمیونستي جرمني د واکمنۍ د کورنیوو چار وزارت  او د څارګرې ادارې  دفترونه په کې و.  داچې وار له مخه ما خپل ځان په هغه ډله کې شامل کړې و چې د  موزیم لور ته تلل نو دښاغلي ډانییل چې د ګروپ لارښوونه یی پرغاړه اخستې وه  دخپل پنځلس کسیز ګروپ سره یوځای دموزیم پر لور وخوځیدو. 

موزیم  دښار په یوه ارامه او له چوپتیا ډکه سیمه کې موقعیت لري چې شاوخوا یی څو پوړیزه هسکې ودانۍ را تاوې دي  په دې سیمه کې یواځې هغه کسان تګ راتګ کوي چې یا د موزیم لیدو ته او یا هم ددې سیمې  له کومې ادارې سره کار کوي.  ډانییل دموزیم دروازه چې اوسمهال  نه کوم ساتونکې  او نه هم  دتالاشۍ لپاره څوک لري، پرانسته ، دننه دموزیم په لومړي پوړ کې دمعلوماتو دفتر او هغه  مجلې او کارتونه پراته دي چې د موزیم په اړه  خلکو ته معلومات وړاندې کوي،  د همدغه پوړ په انګړ کې هغه ستره نقشه تر سترګو کیږي چې یو تن لارښوونکې  دخپلې یوې  اوږدې لرګینې لښتې سره ولاړ او هغو نویوو راغلیوو خلکو ته چې دموزیم په اړه  لومړي معلومات ترلاسه کوي  دنقشې  پرمخ ښوونه کوي. په یوه برخه کې یی د لینن او مارکس  مجسمې لګول شوي او بلې خوا ته یی د کمیونستي بلاک د لور او څټک  په نښان  سور بیرغ  ودرول شوې. له دې لږ وړاندې  دویم پوړ ته دختلو پرلار  هغه سرپټې  موټر ولاړ دې چې  په کې به  د کمونستي واکمنۍ مخالفین له بیلابیلو ځایونو څخه راوړل کیدل، دغه  وړوکي امبولانس ډوله موټر په دننه کې لکه د چرګانو د پنجرې   څو کوټنۍ درلودې چې بندي به په کې دلومړي ځل څخه دخپل راتلونکي انځور لیده.  د ودانۍ په دویم پوړ کې بې شمیره کوټې له بې شمیره دروازو سره  لیدل کیدې چې په هره کوټه کې د پخواني ختیځ جرمني د واکمنۍ  هغه وسایل ایښودل شوي و چې  څارګرې ادارې به ترې د خپلو مخالفینو د ربړولو او څارلو لپاره  کار اخسته.  د اوږده دهلیز پردیوالونو دهغو خلکو تصویرونه او ژوندلیکونه راځړول شوي  چې  تر ۱۹۸۹ کال پورې  د واکمنۍ سره د مخالفت په تور وژل شوي او یا هم تر اوسه تري تم دي.  د کوټو دننه تر ډیره د کمونستي رژیم  نښانونه  او پوځي یونیفارمونه تر سترګو کیږي خو هغه اوږده کوټه  چې د دویم پوړ چپ لاس ته ډیر ژر د سیلانیانو پام ځانته را اړوي چې کله  هغه وسایل وګوري چې په څه ډول په کې پټې کمرې ځای پرځای شوي دي، د ونو په ډډونو ، د خولیوو په درزونو، د اوبو راوړلو په لوښو ،  دلاسي بکسونو په  توکمو او آن د چای څښلو په پیالو کې په ډیر مهارت سره پټې کمرې ځای پرځای شوي چې په اسانۍ سره وکولای شي خپل مخالفین وڅاري او بیا یی د زندان د ویروونکو میلو او پنجرو تر شا وغورځوي، دلته هغه اسفنجي توشکې  او فرشونه هم لیدل کیده چې په سخته ګرمۍ کې به یی بندي پرې څملولو، څو دبندي له بدن څخه خولې لاړې شي او پر دغه اسفنج ونښلي نو که چیرته بندي تښتیده نو دڅارګرې ادارې  روزل شویوو سپیانو کولای شول چی د اسفنج څخه دخولو بوي حس او بیا په کوڅه او بازار کې دبندي د لټون پسې وځغلي او په اسانۍ سره یی پیدا کړي.  دموزیم لارښوونکي له مونږ څخه وغوښتل چې یوې بلې خونې ته ورسره ولا ړ شو څو هغه ویدويي فلم ننداره کړو چې دکمونستي رژیم د کړنو په اړه جوړ شوې.  دغه مستند فلم  په ډیره ماهرانه توګه جوړ شوې او  هر څوک چې دغه موزیم ته د لیدو لپاره راځي نو یو ځل ددغه فلم  هغه انځورونه ګوري چې په کې  دموزیم او زندان  په تیرو  تاریخي پړاونو کې  د جرمني وګړو پر ورځني ژوند واکمن څه ډول لوبې کوي.  

ډانییل ته مې په سترګو کې نغوته وکړه چې نور نو باید له دغه ځایه  وانزې ته  رهي شو. شیبه وروسته مونږ له خپل ټیم سره له دغه ځایه حرکت پیل او له نیم ساعت مزل وروسته  د شنو ونو او څو جهیلونو ترمنځ د وانزې فورم په چمن کې ناست وو.  دنورو ورځو غوندې نن هم مونږ له یو بل سره د لیدل شویوو ځایونو په اړه د دنظرونو له تبادلې وروسته  خپلو خونو ته وخوځیدو.   نن مو د وانزې فورم په روزنیز چاپیریال کې وروستۍ ورځ وه دشپې تر ناوخته مو له  ملګرو سره  بنډار ته زور ورکړې و ، بریښنالیکونه، د اړیکو شمیرې او نور  معلومات  مو سره تبادله کړل او  سبا سهار مو له یوې نړۍ خاطرو او ترلاسه کړیوو تجربو سره له یوه بل څخه  تر بیا لیدو خدای پاماني واخسته.

د سپټمبر د میاشتې په شپږویشتم ماښام زما د ګرځنده تلیفون  دپیغامونو زنګ   زه له خوبولي ځانه  رابیدار کړم. په پیغام کې لیکل شوي و چې : (باید هوښیار اوسۍ ، که په هرځای کې مو کوم شکمن کس ولید نو امنیتي مامورینو ته په بیړه خبر ورکړیء).

د پیغام له لوستو څو دقیقې وروسته د جورج پرایکر زنګ راغې چې ویل یی د ښار پرلور ځو او دشپې ډوډۍ نن دباندې په کوم ریسټورانټ کې خورو، ما ورسره ومنله او  په څو شیبو کې جورج زما د هستوګنځي په دروازه کې ولاړ و.  جورج له ماڅخه د وانزې فورم  او هلته د وخت تیرولو پوښتنه کوله چې ما ورته  دخوښۍ په څرګندولو ویل که چیرته بیا وانزې فورم کوم بل سیمینار جوړ کړ نو ضرور به ورته  راځم ځکه چې هلته مې  نه یواځې ډیر څه ولیدل بلکه ډیر څه مې دتجربو او زده کړو پانګې ته وغورځیدل ، د زندان او موزیم څخه لیدنه، د افغانستان دسیاسي وضعیت په اړه د لکچر شپه، او په بیلابیلو موضوعګانو د نظر تبادلې هغه کیسې وې چې جورج ورته په پوره  ځیرتیا غوږ ایښې و. او ویل یی چې حتما به تاته دا زمینه برابروم چې د فورم په سیمینارونو کې بیا برخه واخلې.  جورج دخپل موټر راډیوچالانه کړه او د ډویجولې چاینل ته یی  هوا ورکړه، له دې سره یی  ماته مخ کړ نن  ډیره  خطرناکه شپه ده ،  القاعده د جرمني حکومت ته ګواښنه کړې چې پرضد یی  دبریدونو هوډ کړې نو دا چې سبا د ټاکنو ورځ ده زه غوره ګڼم چې په  خوړنځاۍ کې له  ډوډۍ خوړلو وروسته بیرته خپلو ځایونو ته لاړ شو.  ما ورته وویل سمه ده خو زه غواړم چې  پاتې شم او یوه شیبه د ښار په واټونو کې وګرځم،  نوموړي له ما څخه زما د پاسپورټ پوښتنه وکړه ما ورته سمدواره له جیب څخه راوویسته او ورته مې وویل چې  اندیښنه مه کوه زه سنمبال ګرځم.  هغه له یوې  لنډې مسکا وروسته  د سمه ده  سر وخوځاوه او بیا یو نزدې  خوړنځای ته چې  د پیزا د خوراک  په  نوم ډیر نوموتې ځایء او د ترکانو پورې تړاو لري ور ننوتو.  جورج  د سبا ورځې په اړه راته وویل چې  که ډیر  اړین کار راته پیدا نشي باید له  هستوګنځي ونه وځم  ځکه چې د ټاکنو په ورځ  د القاعده له ګواښنې وروسته ښایي  کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وي ، نوموړي همدا ډول زما د راتلونکې اونۍ  کاري مهالویش هم راته وسپاره او د خوړنځاۍ په دروازه کې مو سره خدای پاماني وکړه.

نن شپه د برلین  دښار په مرکز  د الکساندرا پلاټز او د خپلواکۍ  میدان په شاوخوا کې  دخلکو ګڼه ګوڼه ډیره وه سپینې ودانۍ  د سپنیو چراغونو په روښنایی کې  لکه دسپنیو مرمرو غرونه  ځلیدل ، په یوه ګوښه کې څو تنه ځوانانو د لویدیځې موسیقۍ  غږونو ته  نڅا کوله  ، چاپیره خلکو به شیبه پرشیبه پر چکچکو او شپیلکو بدرګه کول، له دې ورهاخوا څو ځوانانو په لاسونو کې  چاپ کړې پاڼې چې دبیلابیلو کاندیدانو شعارونه او  عکسونه پرې لګیدلي و خلکو ته ورکول، د سرک پر غاړو خواړه خرڅوونکو خلکو ته   له هغویء څخه د خوړو اخستو اشارې کولې او جوپې جوپې انسانان یوه  او بله خوا ګرځید ل . ما غوښتل چې له دغه ځایه د تلویزون منار ته لاړ شم او دشپې لخوا ددغه هسک منار چې د برلین په زړه کې ولاړ دې څو عکسونه واخلم چې یو نا څاپه مې دخلکو چغې او سورې تر غوږ شوې، خلکو د ښار له مرکزي برخې څخه  یوه او بله خوا ځغاستل ، سختې ویرې او ترهې خلک په منډو کړي و، زه هیڅ نه پوهیدم چې څه پیښه ده، هر چا له یو بل څخه  په تیښته کې د مخکیتوب هڅه کوله ، دیوې څلور لاري پرسر زه ټکنې شوم  چې له دې سره یو دوکاندار چې  په همدغه  څلور لاره کې یی خپل دوکان په بیړه تړلو زما خواته راوکتل او له ویرې په  ډکه لړزیدلې لهجه  په جرمني ژبه څه راته وویل خو زما پرې چندان سر خلاص نه شو ور نزدې شوم او ترینه مې پوښته وکړه چې څه خبره ده هغه په ماته ګوډه انګلیسي راته  یواځې دومره وویل چی القاعده وسله وال په ښار  کې دي، له دې سره په خوا کې  یو بل تن هم رامنډه کړه او غوښتل یی چی ما سم وپوهوي ویل یی ، ښار ته  دالقاعده څو تنه راننوتي او غواړي چې بریدونه ترسره کړي  له دې سره هغویء  زما له څنګ څخه په ځغاسته شول.  زما نو په دغو خبرو چندان  باور رانغې او داسې مې انګیرله چې د ا ښایی  یوه اوازه وي  او خلک هسې ویرې پر سر اخستي وي.  زه لا هماغسې په خپل بې پروا مزل روان وم چې د پولیسو دامبولانسونو او  د ګزمې د موټرو غږونه د ښار منځ ته راننوتل  ، ښار له خلکو په یوه شیبه کې تش شوې و زه وویریدم داسې نه چې پولیس راباندې شک وکړي او هسې په مفتو کې دجرمني  دکوم زندان میلو شاته ونه غورځیږم ، بس ما هم په منډو پیل وکړ او هغه ځای ته مې ځان ورساوه چې په  کې د برلین د والي دفتر  ترسترګو کیږي او له دغه ځایه شپیټل مارکټ پلاټز ته زما لار ور غځیدلې.

دشپې مې تر ناوخته د تلویزون پر بیلابیلو چاینلونو سترګې خښې کړې وې  چې ګوندې ددې پیښې په اړه کوم خبر وګورم خو هیڅ هم  په ډاګه نشو او هماغسې چې ما یی اټکل کړې و  اوازه وخته. 

د۲۰۰۹ کال د سپټمبر میاشتې اوه ویشتم سهار د جرمني ولس لپاره د تاریخ له پړاونو یوه نوې پاڼه اړوله، د اتیا ملیونه وګړو دغه هیواد نن  دیوې  مرموزې چوپتیا په غیږ کې دخپلو وګړو د هغو قطارونو ننداره کوله چې   په دغه ورځ یی دخپل نوي مشر د ټاکلو په موخه د رایو مرکزونو ته  د ورتګ  هوډ کړې وو. نن سره له دې چې د القاعده سازمان ګواښ یوڅه د خلکو په ذهنونو کې بنګارې  کاوه خو دومره نه و چې جرمنیان دې  له خپل عزم څخه را وګرځوي  او یا دې هم  ددویء اراده ټکنۍ کړي، نن  چې دافغانستان  ولسمشریزو ټاکنوڅخه نزدې یوه میاشت تیریدله  او لا یی هم پایلې جوتې نه وې او هره شیبه یی د پایلو اعلان د یوې سترې کورنۍ جګړې  په لور د خلکو آند او عقل  له یوې  کرغیړنې  ګواښنې سره مخ کړې و او دنويیمې لسیزې د کورنۍ بدرنګه جګړې  یاد یی د خلکو سترګو ته ودراوه  خو په دغه اروپايی  هیواد کې  خلکو د یوې نړۍ اخلاص  او له جګړو څخه د کرکو د اظهار په موخه نن خپلو نوماندو ته  د سولې  او یووالي څخه په ډک چاپیریال کې  د رایوو ورکولو په موخه  ټاکل شویوو ځایونو ته  ورتګ پیل کړې و.  دلته په یوه معنا هم چا د بدامنۍ سوچ  نه شو کولای او هرڅه د یو موټي هیواد د پرمختګ اولا هوساینې  لپاره  پرمخ روان وو.  

په دغو ټولټاکنو کې  چې د لومړي وزیر او  بونډسټاګ (پارلمان) غړیوو  دټاکلو لپاره ترسره کیدل  دجرمني اوسنۍ لومړۍ وزیره انګلامرکل  چې د مسیحي دیموکرات ګوند مشره او د پخواني ختیځ جرمني اوسیدونکې او  دسوسیال دیموکرات ګوند چې مشري یی د دغه هیواد داوسني بهرنیو چار وزیر فرانک والټر شټاین مایر پرغاړه ده ددغو ټاکنو تر ټولو ستر نوماندان  و چې د واک  ترلاسه کولو لپاره یی په تیرو اونیوو کې کمپاینونو د جرمني هرې څنډې ته غځونې کړې وې.  د ورځې ترناوخته  د رایوو اچولو مرکزونه  پرانستي و او په ځینو ځایونو کې  دخلکو په غوښتنه  تر ټاکلي مهالویش څو ساعته وروسته هم پرانستي پاتې شول.

دشپې ناوخته  دجرمني ملي تلویزون  د ټاکنو پایلې په ډاګه کړې چې په ترڅ کې یی د اوسني واکمن ګوندمشرې انګلا مرکل  دري دیرش سلنه او د سوسیال دیموکرات ګوند مشر  او د بهرنیوو چارو وزیر  فرانک والټرشټاین مایر درویشت سلنه  او ازاد دیموکرات ګوند څوارلس سلنه رایې خپلې کړې وې.  چې ویل کیده انګلامرکل به  ازاد دیموکرات ګوند سره  چې وار له مخه  د ایتلافي حکومت پر سر جوړ جاړې ته رسیدلي وو یو ګډ حکومت رامنځته کړي  او خپله بریا به د سوسیال ګوند په وړاندې په زبات ورسوي. چې همداسې وشو او انګلا مرکل یو ځل بیا سره له دې چې یوشمیر کړیوو یی له افغانستان څخه د جرمني عسکرو په نه راویستو او د نورو سرتیرو په استولوپه کلکه دمخالفت غږ اوچت کړې و   ددغه هیواد د سروزیرې په توګه  دقدرت واګې په لاس کې واخستې.  چې مخالف سیال یی په ډیره خوښۍ نوموړې ته د مبارکۍ د پیغام په استولو  هغې ته  د جرمني د هوساینې او ددغه هیواد دنړیوال سیاسي هویت د ساتنې لپاره دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.  ددغه هیواد د ټاکنو په پایلو کې لکه دافغانستان هیچا ددې ګوتڅنډنه نه کوله چې که ټاکنې ونه ګټي نو وسله وال اخ وډب به پیل او حالات به له بد نه بدتر کړي دلته  هرچا په یخ زړه  دټاکنو پایلې منلې او دخپل ولس پرسر د جګړو دبلا سیوري راښکته کول آن د چا په خیال کې هم نه ګرځیدل. دلته  سیاسي مشرانو واک ته رسیدل  او په دغه لاره کې مبارزه کول د خپل ولس د ارامۍ او لا پرمختګ  په موخه ګڼل او له ټاکنو وروسته یی په ډیره هوښیارتیا اوځیرکتیا د رسنیوو پر پردو دیوې  سمې او پرمختللې پالیسۍ په  اړه  تبصرې کولې خو زما په ګران هیواد کې بیا دسیاسي بصیرت  او سالم آند و هاند څخه بې خبره سیاستوال  نه یواځې د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې بلکه د د ټاکنو وروسته هم  په ډیره بې شرمۍ د دغه هیواد او ولس نوم ته ستر زیان واړاوه او داسې یی نړۍ ته  روښانه کړه چې مونږ د ولس او هیواد په غم کې نه بلکه دواک او قدرت تږي وږي یو او چې کله د  واک په ګدۍ کښینو نو خپل جیبونه به ډکوو، سیاسي مخالفین به له منځه وړو  په ادارو کې به خپل خپلوان  او فاسد یاران په کار ګمارو او دملت  پر سرونو به یو ځل بیا میخونه ټک وهو.  

 دکاري مهالویش سره سم باید زه سبا  لمبغیشت ته  چې دجرمني په جنوب کې د فرانسې له ځمکني برید څخه دیرش کیلومتره لرې پرته سیمه ده لاړ شم او د جرمني  تعلیمي سازمانانو د نړیوالو کمیټوپه هغه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړم چې په نوبتي ډول هر کال ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کیږي او دا ځل د لمبغیشت سیمې په فالز ایکاډمۍ کې ترتیب شوې وه.  له نیکه مرغه په دغه اوږد سفر کې زه له برلین څخه یواځې نه بلکه  دخپل ملګري جورج پرایکر او  د وانزې فورم له مشرې روزونکې کترین  سره یوځاې زما د سفر تابیا نیول شوې وه.  دشپې لخوا جورج  ماته زنګ راوواهه او راته یی وویل چې سبا سهار اوه بجې به په مرکزي ریل سټیشن کې سره وینو او بیا به له هغه ځایه د لمبغیشت پرلور خوځیږو. 

په ټاکل شوي وخت مو دبرلین په مرکزي ریل سټیشن کې یو بل پیدا کړل.  دسټیشن په  لاندې پوړ کې مو دترکانو په یوه ریسټورانټ کې چایء و څښه او بیا د هغه ریل تمځای ته لاړو چې دلمبغیشت پرلور  درومي.  جورج  له اتومات ماشین څخه د یوسل اتلس یورو ټکټ ماته واخست، چې څو دقیقې وروسته دریل په ټاکلې کوټه کې په خپلو چوکیوو کښیناستو.  په دغه سفر کې له وانزې فورم څخه  آغلې کترین، اې ډي بي څخه جورج پرایکر او د کوغت هاوس له نړیوال روزنیز مرکز څخه ښاغلې ټیم له ما سره مله وو.   دغه ایکسپریس ډوله ریل   چې په عصري وسایلو سنمبال او له ټولو اسانتیاوو برخمن و یو له هغو ګړندیوو ریلګاډو څخه دې چې  په نړۍ کې ترې  په ښه توګه نوم اخستل کیږي. مونږ اوس دبرلین د ښار له څنډو څخه وتي و د ریل لیکې دواړو خواو ته شنې او ښیرازه ځمکې دمستو سیندونو له چپو سره ددغه هیواد دښکلا او خدایی لورینې  نعمتونه په ډاګه کوي. مونږ باید تر لمبغیشت پورې  شپږ ساعته په ریل کې سفر وکړو، له خپلو ملګرو سره مو په بیلابیلو موضوعګانو خبرې کولې  چې تر ډیره جالبه موضوع په کې ماته ددغه ځای د کلتوري ژوند هغه برخه ده چې څومره په اسانۍ  په کې ددغه هیواد وګړي، نارینه او ښځینه  د واده کولو او طلاق اخستو یا ورکولو  چارې سرته رسوي.  دافغانانو ټولنیز ژوند چې په کلکو کلتوري  او دیني ارزښتونو ولاړ دې  ددغه اروپايي هیواد چې د لویدیځ یوه بیلګه یی ګڼلې شو سره ستر توپیر لري . دلته  له واده کولو وړاندې  دملګرتوب یوه اوږده  پروسه  پرته وي او په  دغه ټوله موده کې ډیره کله  ددواړو  ترمنځ  ناروا اړیکې ددویء انډیوالي لا پخه کړي او  بیا دیوې نامعلومې نیټې پورې د واده له کلیمې سره ځانونه وتړي خو عجیبه یی داده چې ډیر ژر یو له بله جدا او دخپلې نیمګړې مینې پر تابوتونو د طلاق میخونه ټک وهي. نن ورځ د جرمني وګړیوو نزدې اویا فیصده  د طلاق له عملي معنا څخه برخمن دي خو هغه مهال له ستونزې سره مخ وي چې  د واده په موده کې یی د زیږیدلیوو ماشومانو برخلیک له  ګونګ بیلتون سره مخ شي.  پلار هم  دخپل ماشوم د ساتنې او پالنې لیوال وي او مور یی هم او کله یو هم لیوال نه وي. خو کله چې دوی له یوبل څخه د طلاق اخستنې یا ورکولو له مخې بیل شي نو هغه ماشوم چې دویء زیږولې دیوې نړۍ  سرسامۍ سره لاس او ګریوان وي او کله هم د مور او پلار ترمنځ اختلافات هغه حد ته ورسیږي چې  په پایله کې یی د حکومتي ارګانونو څخه اړونده اداره  ماشوم خپل پالنځای ته واستوي په داسې حال کې چې ددې ستونزې دحل لپاره دولت لا تراوسه کوم ځانګړې قانون نه لري. په دغه هیواد کې یوه بله دردوونکې موضوع له  مور او پلار سره د هغویء د بچیانو سلوک دې چې تر ډیره دلته مور او پلار او هغه  مسن خلک چې عمرونه یی د تقاعد له پړاوه اوښتي د خپلو بچیانو له پامه غورځیدلي او په پرتلیز ډول د هغه درناوي څخه چې  په ځینو اسلامي هیوادونو او په ځانګړي ډول په ګران افغانستان کې  یی مونږ مشرانو او خپل مور او پلار ته لرو دلته  مشران برخمن نه  دي او هغویء دناکاره عناصرو په توګه هغه ځای ته استول کیږي چې  د دولت لخوا ورته  ټاکل شوې.

اوس زمونږ ریل د فرانکفورټ  دښار له منځه د تیریدو په حال کې و، فرانکفورټ  د جرمني یو له هغو پرمختللیوو او ابادو ښارونو څخه ګڼل کیږي چې دنړیوالې سوداګرۍ  ، بانکي سیستمونو، هوایی  ترانزیتي کرښو او پرمختللې صنعت له یوه ښه نوم څخه برخمن دې. هسکو ودانیوو او په کې روان څپڅپانده سیند ددغه ښار ښکلا څو چنده کړې. کله چې سړې دهوا له لارې د الوتکې له کړکیوو څخه ددغه ښار منظره ګوري نو د سپینو ودانیوو  ګلابي څوکې او ښیرازه ځمکې ددې سیمې  د طبیعي ښایست  وړانګې  له ورایه  ښکاره کوي.  د فرانکفورټ  له ښار او له شنو ښیرازو ځمکو څخه تیر او د منهم ښار څنډو ته ورسیدو په منهم کې له ریل څخه ښکته او بیا په یو بل ریل کې چې د لمبغیشت سیمې ته تلو ور وختو.  په لاره کې د انګورو هغو باغونو زما پام ور واړوه چې د ریل لیکې دواړو غاړو ته  یی پرته سیمه د انګورو  پر تاکونو ډکه کړې وه زما سترګې په دغو باغونو کې ورخښې وې چې ښاغلي ټیم زما پر اوږه لاس کیښود ویل یی دا ډیره مشهوره سیمه ده دلته  چې کله انګور پاخه شي نو د جرمني له بیلابیلو سیمو ورته خلک را کوچیږي او د میلو او تفریح لپاره  په ورځو او شپو پاتې کیږي. دې سیمې ته د شرابو سیمه ویل کیږي او د طبیعي شرابو بویء  یی تر لرې  د خلکو تر مشامه رسیږي.  له دغه ځایه ورو ورو مونږ دیوې غرءیزې سیمې بریدونو ته  ورننوتو.  دا د لمبغیشت سیمه ده چې  د یوې ښیرازه درې په منځ کې چې په غرونو یی د شنو ونو ځنګلونه راتاو دي پرته ده. دغه سیمه شاوخوا پنځه زره نفوس لري چې د فرانسې ځمکني سرحد ته د دیرش کیلو مترو په اندازه  واټن لري، دلته  د امریکایی ځواکونو هغه اډه هم شته چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په دغه ځایء کې شتون لري.  او په کې  پرته د فالز ایکاډمي  له پنځوسو کلونو راهیسې ددغه ښارګوټي په زړه کې اباده ده. له ریل څخه د ښکته کیدو سره سم د فالز ایکاډمۍ لخوا په راغلي موټر کې سپاره شو او د څو دقیقو وروسته د ایکاډمۍ پر دروازه ورننوتو.  ددغه ځای مسولینو مونږ ته دهرکلي له ویلو وروسته  دخوړنځای لور ته دورتګ بلنه راکړه او د غرمنۍ له خوړلو وروسته یی دخپلو کوټو کونجۍ راکړې او د  مازیګر په درې بجو مو د یوې ناستې  تر وخته  له یوه بله اجازه واخسته. 

 د نزدې  پنځوسو هغو تعلیمي سازمانونو استازي چې هر یو یی د خپل سازمان د نړیوالو اړیکو د کمیټې استازیتوب کاوه  دغونډې په تالار کې  راغونډ وو.  دفالز ایکاډمۍ مشر ښاغلي مارتین  د غونډې ګډونوالو ته  د پرانستې وینا په ترڅ کې  زه  ور وپیژندلم او زیاته یی کړه چې  له نیکه مرغه مونږ نن یو تن چې د ډیر لرې ځایء  یعنې افغانستان څخه ستاسو غونډې ته راغلې له تاسو سره د بین الکلتوري  او بین المذهبي   مسایلو په اړه  چې زمونږ د غونډې یوه برخه  جوړوي خپل  نظر شریک کړي  او هم به دافغانستان د اوسني وضعیت او په ځانګړي ډول هغه کارونه چې نوموړې یی کوي مونږ ته روښانه کړي.

پرانستوونکې غونډه  دښاغلي مارتین له خبرو وروسته پای ته ورسیده او دسبا ورځې په مهالویش  بحث وشو چې په ترڅ کې به یی د بین المذهبي برخې په تړاو  ټول ګډونوال منهم ښار ته ځي او هلته به  دهغه  یواځیني جومات څخه لیدنه کوي چې په دغه سیمه کې جوړ شوې. 

سبا په نهه بجې  زمونږ ناسته پیل شوه، په پیل کې  راغلیوو استازو د خپل تیر کال کاري رپورټ جورج  پرایکر ته چې  ددغو ټولو سازمانانو د عمومي  اتحاد  د بهرنیوو او نړیوالو اړیکو مسول دې  وړاندې کړ.  په دغو راپورونو کې  دغیر رسمي او مدني زده کړو چې په کې روزنیز ورکشاپونه، سیمینارونه او نور فعالیتونه شامل و ګزارشونه واورول شول.  د غونډې کلتوري برخه پیل شوه چې په کې دخلکو په ورځني ژوند دکلتور اغیزې او هم د ټولنې په وده کې دکلتور پر نقش هر اړخیزې خبرې وشوې.  یوتن ګډونوال  چې ډیر زیات یی په جرمني کلتور  ویاړ کاوه او ویل یی چې دلته مونږ په کلتوري برخو کې  ډیر بهرني زده کوونکې  خپلو غونډو ته رابللي چې  ددغه ځای د میلمه پالنې، ښه سلوک او ټولنیز ژوند  څخه به یی  د بیرته تلو پرمهال ډیره ستاینه کول،  ما ترې په  هیښتیا پوښتنه وکړه چې ټولنیز ژوندیعنې څه؟ دلته خو  د ټولنیز ژوند هیڅ نښې نه تر سترګو کیږي آن چې د ښځې او میړه ترمنځ هم ثروت ویشل شوې او ماشوم چې د اتلس کلنۍ پر پولو واوختو نو بیا خو د ټولنیز ژوند پولي هم په رسمي ډول ماتې دي، خیر د میلمه پالنې او ښه سلوک په اړه به یی دومره  درته ووایم چې دا کار په هرځای کې توپیر لري خو دآسیا د لویی وچې په زړه کې بیا دغه ویاړ دافغانستان دې چې په نړۍ کې یی  ځانګړې نوم ګټلې، د بیلګې په ډول د یوه میلمه چې اسامه بن لادن نومیده، او تاسو ټول یی ښه پیژنیء هغه که د هرچا دښمن و خو په افغانستان کې اوسیده اود میلمتوب په سر یی افغانستان  دنړیوال یرغل لاندې راغې  خو هغه یی چا ته تسلیم نه کړ  له دې سره ټولو وخندل.  او ورسره جوخت مې  دیو بل پیغور خوله ور پرانسته چې څرنګه تاسو د ټولنیز ژوند نوم اخلۍ په داسې حال کې  چې خپل مشران   او په عمر تیر مور او پلار ، نیا او نیکه هغو ځایونو ته استویء چې یواځې د بې کا ره  متاع په نوم یادیږي.  له دې سره  ټولو یو بل ته وکتل  خو څه یی ونه ویل. ریچارډ چې د جنوبي جرمني اوسیدونکې و له موضوع څخه د تیښتې  په بڼه ماته مخ را واړوه ویل یی چې په اسلامي ټولنه کې ولې پر ښځو د ټیکري  پر سر کول جبري دي؟ نوموړي  یوې بیلګې ته په اشاره وویل، ما په یوه ښوونځي کې  یو مهال دنده درلوده دلته  دیوې مسلمانې کورنۍ یوه زده کوونکې هم وه کله چې نوموړې د پنځلس کلونو شوه  نو ګورم چې یوه ورځ یی ټیکرې پرسر کړې او ښوونځي ته راغله ، کله چې ما ترینه وپوښتل چې ولې دې دا کار کړې ویل یی چې په کور کې یی راته ویلي چې باید نور ټیکرې پرسر کړم.  د ریچارډ له دې خبرې  سره سم  ما لومړې وپوښتل ، ایا ټیکرې پر سر کول بده خبره ده؟  او که بده خبره وي نو همدا ستاسو ښځې چې کلیسا ته ځي ولې ټیکري پر سر کوي؟ هغه وویل کلیسا خو دعبادت ځای دې او ښه خبره ده چې ښځې دا کار وکړي. ما ورته وویل  دخدای په قانون کې باید دهغه بنده هره شیبه د عبادت په حال کې وي او کله چې دا اصل ومني او انسان رښتیا هم دخدای  دبنده ګۍ لپاره سرټیټ کړي نو بیا د ځای او وخت  خبره هیڅ معنا نه لري. او که چیرته تاسو خپل تاریخ او پخوانیوو اساطیرو ته یو ځغلند نظر واچوۍ نو دا به درته جوته شي چې د ښځو ټیکرې پر سر کول یواځې د مسلمانانو نه بلکه ستاسو سنت هم دي. نور مې د ریچارډ له خولې  بله خبره وانه وریده.  

دغرمې له ډوډۍ وروسته  د ادیانو ترمنځ د خپلوۍ تر سرلیک  لاندې له مونږ څخه وغوښتل شول چې دمنهم ښار ته لاړ شو  او هلته له یوه جومات څخه لیدنه وکړو.   د لمبغیشت د ریلګاډو له تمځای څخه مو د منهم پر لور حرکت وکړ او نزدې نیم ساعت وروسته  په منهم کې له ریل څخه ښکته شو.  

ویل کیږي چې د منهم ښار یو مهال  د جرمني یهودیانو تر ټولو ګڼ میشت ښار و خو  ور و ورو  ورته له نورو ځایونو خلک او په ځانګړي توګه کډوال را وکوچیدل او ددغه ښار بڼه یی د یوې ګڼ توکمیز ې سیمې پر لور واړوله.  په دې ښار کې شاوخوا درې زره مسلمانې کورنۍ هم اوسیږي چې ډیره یی له ترکېې څخه را کوچیدلي دي. ددغه پخواني یهود میشتي ښار په زړه کې  د یو ستر جومات منارې هسکې دي  چې  یوې کلیسا ته څیرمه د سرک پرغاړه اباد دې.  دا د ترکانو جومات په نامه یادیږي .  زمونږ له ورتګ سره جوخت د جومات مشر او ورسره پلاوې وار له مخه  زمونږ هرکلي ته ولاړ وو ، له روغبړ وروسته د جومات هغې کوټې ته ورغلو چې دجومات د شورا لخوا دمیلمنو لپاره جوړه شوې.  په دغه ناسته کې دکاتولیک ، پروټسټانت او ارتودوکس عیسوي مذهبوپیروانو  استازي هم ناست و. استاد کمال چې په خټه ترکې مسلمان  و ددغه جومات په اړه داسې پیل وکړ:  له ۱۹۹۰یمو کلونو را پدیخوا په دغه ښار کې د مسلمانو کورنیوو شمیر تر درې زرو واوښت خو له بده مرغه چې د مسلمانانو د راټولیدنې او په جمع د لمانځه اداء کولو  لپاره  کوم ځانګړې ځای نه و او بل دا چې مسلمانانو ددې سیمې یو لږه کې  توکم ګڼل کیده خو  له نیکه مرغه مونږ  دخپل دین له ارشاداتو سره سم ټولو ادیانو ته په درناوي قایل یو  او له همدې امله مو دعیسوي ملایانو هغې شورا ته  خپله غوښتنه ورسوله چې په دې ښار کې میشته ده. استاد کمال  دخبرو په منځ منځ کې دغو خلکو ته کتل او ویل یی چې له ډیرو بحثونو وروسته  په ۱۹۹۵ کال کې  د عیسوي  ملایانو شورا  نه یواځې مونږ ته د جومات د جوړولو اجازه راکړه بلکه  د جومات په ودانولو ، او دځمکې دجواز اخستو په لاره کې یی راسره پوره مرسته وکړه.  دغه جومات چې اوس د پرانستي جومات په نامه یادیږي هرڅوک کولای شي چې د اسلامي ادابو په مراعاتولو سره دننه ورشي او د مسلمانانو د عبادت  او جومات بڼه  له نږدې څخه وګوري.  له دې وروسته مونږ  د اوداسه کولو ځایونو ته ورغلو او د اوداسه  له ترتیب او ګټو څخه استاد کمال  پلاوي ته معلومات ورکول. دا چې د مازیګر لمانځه ته وخت نزدې و نو ما هم د وخت نه په ګټه اخستنه  خپل اودس تازه کړ او بیا زمونږ د پلاوي  په غوښتنه  د جومات دویم پوړ ته لاړو څو  په جمع د مازیګر د لمانځه  اداء کولو بهیر له نږدې وګورو. 

دښکلو ګنبدو جومات په ترکیي قالینو فرش او په طلایی چراغونو ښایسته شوې و، مونږ ټول د جومات په وروستۍ برخه کې د آذان  اوریدلو په تمه و. شیبه وروسته  قاري مصطفی ترکیي  له دروازې راننوت او له مونږ سره یی د ستړي مشې وروسته ځان د جومات له ممبر سره په خوا کې د ودریدلي لوډسپیکر مخې ته برابر کړ.  په زړه راښکونکي غږ د جومات  دننه  د آذان انګازې جوړې شوې،  له ماسره په خواکې څو تنو غوښتل  چې د اذان هر ه جمله ورته معنا کړم  کله چې ما هغوی ته د آذان معنا کوله نو هغوی په  ډیره لیوالتیا ماته غوږ ایښې و او داسې معلومیده چې د اذان د معنا تراغیز لاندې راغلي   . د جمع لمانځه وخت په رارسیدو  زه له هغویء څخه پاڅیدم او د مازیګر لمونځ مې له ترکیي ورونو سره  دمنهم د ښار دهسکو ګنبدو په جومات کې اداء کړ.  له لمانځه وروسته ورو ورو بیرته  د فالز ایکاډمۍ پر لور وخوځیدو.

دشپې لخوا  یوځل بیا زما د لکچر او دافغانستان پر موضوع د خبرو وخت رارسیدلې و،  پروفیسور مارتین چې د پروګرام مشري پرغاړه درلوده  زما د کوټې تلیفون ته زنګ راوواهه او ویل یی چې خلک چمتو دي . له دې سره سم زه هم د غونډې تالار ته ورغلم ، اوس نو اروپایی  پوهان، د بیلا بیلو تعلیمي سازمانونو استازي او د فالز ایکاډمۍ مسولین  زما پر وړاندې ناست دي. په لومړي سر کې مې  هغه پرزنتیشن چې دافغانستان د ځوانانو پیاوړتیا پروګرام  په اړه ترتیب کړې و ناستو کسانو ته دکمپیوټر له لارې د پروجکټور پر  پرده  وړاندې کړ په دغه پرزنتیشن کې  هغو کارونو ته اشاره شوې وه چې څرنګه مونږ وکولای شول په ښاري او لرې پرتو سیمو کې د ځوانانو ځایی شوراګانې جوړې  او هغویء ته په بیلابیلو مدني زده کړو کې روزنې ورکړو، او یاهم څرنګه  افغان ځوانانو وکولایء شول ددغه پروګرام له لارې  نوښتیزې پروژې جوړې او پلي کړي.  ناستو کسانو  په افغانستان کې د ځوانانو پیاوړتیا پروګرام  هڅې او له بدامنیوو څخه په ډکو شرایطو کې  دافغان ځوانانو د کارونو او  فعالیتونو په ستاینې سره ماته ښې چکچکې ووهلې. له دې وروسته  دافغانستان د اوسنۍ سیاسي او نظامي  وضعی په اړه بحث پیل شو زما د تمې سرچپه  دلته هم دافغانستان او افغانانو په اړه  د معلوماتو کچه  ډیره ټیټه وه او تر ډیره دهغو کسانو لخوا چې  له افغانستان څخه راغلي و او له دغو کسانو سره یی په جرمني کې لیده کاته شوي و غلط معلومات ورکړل شوي و، لکه د افغانستان د بیلابیلو قومونو، ژبو او سیاسي واکمنیوو په اړه چې هیڅکله یی هم حقیقت نه درلوده. ددغو ټولو غلطیوو په سمونه او هغوی ته په قناعت ورکولو نزدې یوه ساعت زمونږ بحث دوام ومومه. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او په ځانګړي ډول د جرمني سرتیرو شتون بله ګرمه موضوع وه چې ما په خپل وار د پرتو حقایقو په رڼا کې ګډونوالو ته  دمعلوماتو په ورکولو هغویء دیته وهڅول چې  دافغانستان په اړه باید سم فکر وشي. له دې وروسته د پروګرام دا برخه هم پایته ورسیده . پروفیسور مارتین  زما خواته راغې او ویل یی که تاسو کولای شۍ زمونږ دایکاډمۍ زده کوونکو سره یوه اونۍ دلته تیره کړی. او دافغانستان په اړه ورته معلومات ورکړیء نو دا به ستاسو مهرباني وي.  ما دخوښیء په احساس هغه ته وویل چې زه خو سبا برلین ته تلونکې یم او هلته له یو څو  لیدنو وروسته بیرته  افغانستان ته ځم اودا ځکه چې زما ویزه  یواځې د دوه میاشتو لپاره راکړل شوې ، نوموړي وویل مونږ  کولای شو ستاسو ویزه  تمدید کړو  او تاسو به وکولایء شیء  په برلین کې د خپلو ټاکل شویوو پروګرامونو وروسته یو ځل بیا لمبغیشت ته راشیء.  ما چې د خپل وخت  پوره کیدو او هیواد ته د ستنیدو لپاره شیبې شمیرلې  دنوموړي په ځواب کې همدومره وویل چې زه باید اوس لاړ شم او تاسو ته به بیا احوال درکړم.

سبا سهار وختي مو د لمبغیشت له غره ایزې  ښیرازې سیمې سره خداې پاماني وکړه.  او یوځل بیا مو د برلین پر لور په یوه ګړندي ریل کې خپل سفر ته ادامه ورکړه. 

 مازیګر ناوخته  مونږ د برلین د ښار څنډو ته ورننوتو ، د مرکزي ریلګاډو په تمځای کې مې له جورج، کترین او ټیم سره خدای پاماني وکړه.

 دشپې نهه بجې وې چې د وانزې فورم  د روزنیزو پروګرامونو مسولې کترین زنګ راووهه او ویل یی سبا د اکتوبر دریمه نیټه  او د جرمني د بیا یووالي ورځ ده، په ښار کې جشنونه  او یوه عجیبه ننداره ده  که  لیوالتیا لرې نو زه د خپلو ملګرو سره سبا په اته بجې  د بونډسټاګ  (پارلمان) مخې ته ستا په تمه یم، ما دلږ  ځنډ  وروسته  دخپل ورتګ خبره ورسره ومنله . 

اسمان وریځو نیولې  و، څاڅکي څاڅکي باران د ښار  واټونه لامده کړي و، یخ شمال  دغوږونو نرمۍ  دردولې او لاسونه مجبور و چې د کورتیوو او جمپرونو په جیبونو ورننوزي. ما د هیډلبرګر پلاټز له لارې  د ښار منځ ته ځان ورساوه او بیا له هغه ځایه  د پارلمان د ودانۍ مخې ته دبونډسټاګ  د لیدلو په موخه د راغلیوو خلکو د لیکې په خوا کې ودریدم څو د خپلو ملګرو سره یوځای شم (دجرمني پارلمان پاسنۍ برخه یوه شیشه اي سر پوخ لري چې هر څوک کولای شي د پارلمان دودانۍ سر ته وخیژي او له هغه ځایه لاندې د پارلمان غونډې او د پارلمان غړي هم وګوري ). یوخوا بل خوا مې کتل چې کترین  زما پر اوږه لاس راکیښود .  د پارلمان د  ودانۍ مخې ته  په ښکلي شین چمن کې د څو مترو له مزل وروسته  د کترین له نورو ملګرو او خپلوانو سره چې کوچني ماشومان هم ورسره و مخ شوم.  له دغه ځایه  د جشن د پیلیدو اصلي ځای ته ورسیدو.

د لومړۍ وزیرې ماڼۍ ته څیرمه  د یوه جهیل پر سر  د هسک پل  شاوخوا د خلکو جوپې جوپې راماتې دي، د پل پر سر هغه ماشین ولاړ دې چې څو پړي  او اوسپنیز ځنځیرونه ترې لاندې د جهیل تل ته کوز شوي، دخلکو سترګې د جهیل خواته  ورتاوې دي په زرهاوو انسانان  ، ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان  د یوې  هیښوونکې نندراې  د پیل په تمه دهغه موزیک په غږ کې ورک دي چې دپل د پاسه په ولاړ ماشین کې غږیږي.  دخلکو شمیر شیبه پر شیبه ډیریږي،  باران هم  نور دچا لحاظ نه کاوه  لکه د یوه تیز پرښک په توګه یی  دخلکو پام د چتریوو  پرانستو ته وراړوه، چې یو ناڅاپه د شپیلکو او چکچکو غږونو  نازل شوې سکوت مات کړ ، د پل دپاسه ولاړ ماشین د چالان کړي میوزیک په انګازو کې ورو ورو د جهیل څخه  هغه مصنوعي مجسمه  راکشوله چې  ګوندې د هغه ورک شوي جرمني  سړي  کیسه راژوندیء کړي چې د برلین د دیوال دجوړولو وروسته  په لویدیځ جرمني کې ایسار او دخپلې یواځینۍ   وریرې څخه  ورک شو او بیا د یووالي وروسته  دخپلې وریرې سره یوځای شو. 

دغه مصنوعي انسان  د ماشیني وسایلو په مرسته ورو ورو د پل دپاسه مزل پیل کړ او خلک چې ددې شیبې په تمه له سهاره  تر باراني اسمان لاندې ولاړ وو  له هغه سره یوځای  حرکت وکړ.  د ښار له واټونو ، د لومړۍ وزیرې  (انګلا مرکل) له ماڼۍ  او د پارلمان له ودانۍ څخه تیر  او په یوه کونج لاره کې  ودریده.  کترین  ماته وویل چې مونږ باید اوس د ښار هغې بلې خواته لاړ شو څو ددغه سړي  وریره پیدا کړو چې په کوم ځایء کې راروانه ده ځکه چې هغه له دوه ورځو راهیسې د خپل تره په لټون د ښار په واټونو کې ګرځي. د برنډنبرګ دروازې  ته په رسیدو مې له خپلو ملګرو وغوښتل چې که یوځل د غرمنۍ لپاره څه وخورو ځکه چې بیا معلومه نه ده ترکومه وخته به مونږ پلي ګرځو. هغویء هم راسره ومنله او  دهغه واټ خواته چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په  کې جرمني ولس ته خپله تاریخي  وینا اورولې وه ورسیدو. دلته نو  د سرک پر غاړه  د رنګا رنګ خواړو پلورنکو ددې ورځې په مناسبت ځایونه جوړ کړي و ، هر ډول  خواړه دلته پیدا کیدل  له یوه خوړنځای څخه مو  ځانونو ته  خواړه واخستل او بیا له دغه ځایه  د برنډنبرګ  دروازې مخې ته  په تفریحي پارک  کې د ښار د بلې څنډې پر لور وخوځیدو.

په لاره کې د هلوکاسټ د و لاړو څلو له منځه تیر او بیا له دغه ځایه  د ښار  واټونو ته  ورسیدو، یوه  او بله خوا مو کتل چې د کترین یو ملګري  راغږ کړ هغه ده، هغه ده ، دیخوا راراونه ده.  ومو لیدل چې  یوه مصنوعي جینۍ  د یوه ماشین په مرسته زمونږ خواته راروانه  ده او دا هغه جینۍ ده چې د جرمني د ویشل کیدو او دبرلین دیوال په جوړیدو  یی خپل  تره  ترېنه ورک شو او د برلین ددیوال له نړیدو وروسته یی هغه وموند.  دخلکو ګڼه ګوڼه شیبه پرشیبه ډیریده،  دغه  مصنوعي جینۍ چې د سترو ماشینونو په واسطه روانه وه  او د برلین د ښار بلې خواته په واټونو کې یوه  او بله خوا ګوري ګوندې خپل ورک شوې تره پیدا کړي. اوس نو د برنډنبرګ دروازې مخې ته چې دامریکا د متحده ایالاتو سفارت هم دې په  زرهاوو خلک راټول شوي څو دهغه حالت ننداره وکړي چې په کې  تره او وریره  له یو بل سره ګوري.  مونږ هم په بې صبرۍ ددې نندارې  لپاره شیبې شمیرلې خو نه کاکا او نه هم وریره تر دې دمه رامعلوم شول.   خبر شو چې د تره  ګرځوونکې ماشین چې فرانسوي انجینرانو یی  چارې پر غاړه درلودې له کاره لویدلې او دې کار  ددواړو  دیدن آن د مازیګر تر پنځو بجو وځنډاوه.  اوس نو یخې هوا  د غوږونو له نرمیوو سره  د پوزې کرپندوکي هم له خلکو پردي کړي و ، د امریکا پر سفارت  امریکایي بیرغ رپیده او په خوا کې یی د برلین  د یو مشهور هوټل  له کړکیوو خلکو سرونه راویستلي و  چې  کاکا  د دروازې له  پورتني واټ څخه راښکار شو او وریرې هم له دیخوا خپل قدمونه  را واخستل  او پوره نیم ساعت وروسته  دواړه د برنډنبرګ په دروازه کې یو بل ته مخامخ شول، تره یی خپله وریره په غیږ کې ونیوله او د خوښۍ اوښکې  ددواړو له سترګو روانې شوې.  

ما له خپلو ملګرو سره دبیا لیدو په هیله  همدلته خدای پاماني وکړه  او له یوې نړۍ ستړیا سره چې  له سهاره تر ماښامه  مو کښیناستل پرځان  حرام کړي و خپل ځای ته ورسیدم.

دشپې نزدې اته بجې وې چې  دجرمني د ملي راډیو ( ډویجولې) څخه  یو چا راته زنګ وواهه او ویل یې چې زمونږ یو تن  خبریال به  سبا له تاسو سره ټوله ورځ  مل وي  او د ستاسو پر ژوند، کړنو او  بوختیاوو به   راډیو ته یو  پروګرام جوړوي ما ورسره  ومنله او د سبا ورځې لپاره  مې  له  خپلې خوا چمتوالې وښود. 

سهار وختي د جورج  پر تلیفون  له خوبه راویښ شوم ، ویل یی چې  نن د آرټز هاوس یا هنرونو کور کې ستا پروګرام  ترتیب شوې  او د ډویجولې  راډیو  یو تن خبریال به هم له تاسره مل وي.

د چای له څښلو وروسته  آغلې انا چې د جرمني د ډویجولې  خبریاله ده زما د هستوګنځي  د دروازې  زنګ  راوواهه. هغې وار له مخه  د ثبت ماشین چالان کړې و او دمایکروفون  خوله یی زما لوري ته رااړولې وه، نوموړې غوښتل چې خپلې راډیو ته زما د ورځنیوو کارونو او په افغانستان کې زما د فعالیتونو او کورني ژوند په اړه یو نیم ساعته راډیويي پروګرام جوړ کړي. له روغبړ وروسته  له نوموړې سره د هنرونو کور پر لور  رهي شوم.  دا نو هغه سیمه ده چې بې شمیره ترکان په کې اوسیږي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې نزدې څلویښت زره  ترکيي کورنۍ میشتې دي او د ترکانو یو ښارګوټې یی جوړ کړې. دهنرونو کورته په رسیدو  ښاغلې  ډامینک زمونږ  مخې ته راغې او د هرکلي وروسته یی مونږ  دهنرونو دغه مرکز ته ننویستو.  دا یوه پخوانۍ دولتي ودانۍ ده  چې درې پوړه یی درلودل او نزدې ټول داخلي دیوالونه یی په بیلابیلو رنګونو له  رنګا رنګ رسامۍ او نقاشۍ څخه ډک و،  دغه مرکز د ځوانانو لپاره هغه یواځینې ځای دې چې په ازاده توګه ورته   هرڅوک راتلای شي او له فیس پرته په بیلا بیلو روزنیزو ، سپورتي او تفریحي پروګرامونو کې برخه اخلي.  د ودانۍ په لومړي پوړ کې  د بدني ځواک یو کلپ چې په ټولو اړینو وسایلو سنمبال دې لیدل کیږي، په دغه کلپ کې  ځوانان  د بدن جوړونې په څانګه کې خپلې هڅې کوي او پیغام یی دادې چې ځوانان د نشه ایی توکو څخه په یو پاک چاپیریال کې ژوند وکړي. دبیلیارد لوبې یو اوږ د تخت ددې پوړ په یوه بل  اړخ کې تر سترګو کیږي چې ځوانان  په کې د ګټلو او بایللو بختونه ازمایي.   د ودانۍ په دویم پوړ کې له یوې خونې څخه د راوتونکې لویدیځې موسیقۍ غږ  دکور  په دهلیزونو کې انګازې جوړي کړي  په دی خونه کې  دګډا زده کولو یو کلپ خپل تمرینونه کوي زمونږ په ورتګ  د کلپ روزونکې مخې ته راغې او له ډامینک څخه یی زما په اړه وپوښتل چې څوک دې هغه په ځواب کې ورته وویل  دا له افغانستان څخه راغلې او غواړي چې په جرمني کې د ځوانانو فعالیتونه له نژدې  وګوري ، له  دې سره جوخت  روزونکي  ماته د السلام علیکم  په ویلو لاس راکړ ویل یی زما نوم سردار دې او  په خټه  ترکيي مسلمان یم او اوس ددغه کلپ روزونکې یم. مخکې له دې چې زه  څه ورته ووایم هغه په جرمنۍ ژبه  پر لویدیځې میډیا باندې  ګوتنیونې پیل کړې  او ویل یی چې په خپلو فلمونو کې مسلمانان بدناموي خو نه ګوري چې اسرایل تر ټولو ستر ترورست  قوم دې چې هره ورځ فلسطیني مسلمانان شهیدان کوي،  ما دسر دار له خبرې سره د همغږۍ په ښودلوهغه ته لاس ورکړ  او په خندا مې ورته وویل  چې ته  په واقعي معنا پوه یی چې ترهګر څوک دي .

زمونږ جرمني ملګرو مونږ ته  په حیرانوونکې  بڼه راوکتل خو مونږ  دهغوی چندان پروا ونه ساتله. له دې وروسته  ددې خونې  په خوا کې یوه بله کوټه چې  په کې  دکورنیوو چارو وزارت  ددوه پولیسو لخوا ځوانانو ته یو ډول  ټریننګ  ورکول کیده  چې څه ډول  وکولایء شي له پولیسو پرته دخپل ځان خوندي ساتلو  په موخه اقدام وکړي او یاهم په هغو سیمو کې چې د پولیسو شتون ډیر نه وي او یا هم  د پولیسو رسیدل ژر امکان نه لري څه ډول وکولای شي د شخړو او ستونزو سره مقابله وکړي.  ما په لومړي ځل ولیدل چې پولیس عادي خلکو ته دهغویء   د مصونیت په لاره کې روزنیز  پروګرام  تر لاس لاندې نیولې، چې په پرتلیز ډول دهغه څه  څخه  ډیر توپیر لري چې په افغانستان کې یی زمونږ  پولیس ترسره کوي، یعنې په افغانستان کې پولیس یواځې د نورو پولیسو د روزلو په موخه   ګام پورته کوي خو دلته مې ولیدل چې پولیس نه یواځې خپل مهارتونه په خپل پولیسي چوکاټ کې  نه ساتي بلکه  عادي وګړو ته یی هم ورزده کوي چې د اړتیا پر مهال ترېنه لازمه ګټه پورته کړي. په دریم پوړ کې مې  دکوڅې پوهنتون یا سټریټ یونیورسیټی په تورو لیکل شوې لوحې  پام ځانته ور واړوه، له ډامینیک څخه مې وپوښتل چې دا څه معنا؟ نوموړي  وویل مونږ په دغه کور کې د کوڅې پوهنتون په نامه  دغه  پوهنیز مرکز هم لرو چې  ځوانان کولای شي له شپږو میاشتو تر دوه کلونو پورې ، د کمپیوټر، ژبو،  اداره، مدیریت او نورو څانګو کې  زده کړې وکړي او په پای کې له دغه ځایه سند ترلاسه کړي څو په اسانۍ سره وکولایء شي ځانونو ته  دندې پیدا کړي.  له دې سره جوخت په یوه بله خونه کې بې شمیره ماشومان له  مومو او  پخو شویوو خټو څخه  بیلابیلو لوښو او ظرفونو په جوړولو  لګیا دي، یو تن روزونکې چې ماشومان یی څارل ویل یی ددې کار موخه ده چې ماشومان له اوس څخه  فکر ي تمرکز ولري او  فکر یی  ډیر تیت او پرک نه شي، نوموړې ویل ، تاسو وګوریء چې دا  ماشومان څه ډول په چوپتیا او ځیرتیا د خپلو شیانو پر جوړولو  فکر کوي او له هیچا سره خبرې نه کوي. له دغه ځایه بیرته لاندې پوړ ته لاړو او بیا د ودانۍ ترڅنګ د ماشومانو پارک په نامه هغه له ونو، غټو لرګیوو اوماشومانو ډک پارک ته ورننوتو چې یواځې د ماشومانو لپاره جوړ شوې و.  په دغه پارک کې ماشومان د غټو لرګیوو پر تنو د میخونو پر ټک وهلو بوخت و، او لږ ورهاخوا څو ماشومانو لږ لرګي او دونو پاڼې راټولې کړې وې او غوښتل یی اور بل کړي او نورو بیا یوه او بله خوا منډې وهلې، ډامنیک له ماڅخه وپوښتل څه ګورې؟ دا چې ما د ماشومانو له دا وړ کارونو څخه کوم هدف وانخست نو ډامینک په مسکا راته وویل د ماشومانو میخونه ټک وهل دا معنا لري چې  دویء باید له اوس څخه د میخ ټک وهلو چل زده کړي او داځکه چې ډیر کله غټ سړي نشي کولای میخ سیده ټک وهي او بله خبره داده چې نن سبا هیڅوک نه غواړي چې په کور کې دیوې خرابې کړکۍ د جوړلو لپاره یو نجار ته  د یو ناڅیزه کار په بدل کې سل یورو ورکړي نو کله چې د اماشومان د میخ ټک وهلو چلونه زده کړي بیا دویء څو لرګي سره یوځای کوي او ورو ورو یو میز، کښتۍ او یا یو بل څه جوړوي چې د دویء  د پرځان بسیا کیدنې لپاره یوه ښه زمینه برابروي او  همدا ډول د اور بلول  له طبیعیت سره دماشومانو اشنا کیدل  یقیني کوي  .  خبریاله  آنا چې تر دې دمه یی د ثبت ماشین  مایکروفون  زمونږ  خواته نیولې و له ما وپوښتل چې د دغه مرکز په اړه څه نظر لرې او زما چې څه په خوله راتله ورته مې وویل او هغې هم دمننې په ترڅ کې خپل ریکارډر  نور مړ کړ او ویل یی چې سبا یا بل سبا به د ډویجولې څخه ستا په اړه دغه اوږد نیم ساعته پروګرام دهوا څپو ته سپارل کیږي او ټول جرمني به یی اوري. ماترینه غوښتنه وکړه  چې که  د جوړ شوي پروګرام یوه کاپي ماته راکړې نو ډیره به ښه وي، هغې را سره ژمنه وکړه چې ضرور به  دا کار کوي.  له ډامینک څخه  مو په همدغه ځای کې رخصت واخست او بیرته د هیډلبرګر پلاټز پر لور رهي شو.

آنا زه تر خپل هستوګنځي پورې په داسې حال کې ورسولم چې  لا یی هم ډیرې پوښتنې پاتې وې او پرته له ثبت څخه یی په لاره ادامه ورکړه او لنډه دا چې  پوره یوه ورځ یی له ماڅخه  زما دکړو وړو او په افغانستان کې  زما د ورځنیوو فعالیتونو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړ.

داکتوبر میاشتې  د اتلسم سهار  شمال  زما دکوټې  له کړکیوو بهر په انګړ کې  د  ولاړې  دنګې ونې پاڼې شرنګولې  ، د بنګله دیشي باغوان  ماما د چمن پاکوونکي ماشین  لوړ غږ نور زه  له خوبه پردې کړې وم او د ودانۍ په پوړیوو کې  لاندې را کوزیدونکو خلکو او  ښوونځیوو ته د تلونکو ماشومانو د پښو دربهار زما د خوبولي پښتون  ځان  حوصله که څه هم تر ډیره  تته کړې نه وه خو زه باید نور له خپلې بسترې ووځم. نن باید زه  په جرمني کې د خپلې هستوګنې  د وروستيوو رسمي شپو ورځو تیرولو لپاره  کوغت لوینشټاین پوهنیز مرکز ته لاړ شم.  له  چایوو څکلو وروسته مې ورو ورو  په کوغت هاوس کې  د څلورو ورځو تیرولو په موخه   اړین توکي له ځانه سره واخستل ، لګیدلې ګازي بخارۍ ، داوبو نلکې او د کوټو دروازې مې رابندې او په بیړه  د خپل هستوګنځي  له سترې دروازې  ووتم او یو ځل بیا د ریلګاډو تمځای  کې د خپل مسیر پر لور د خوځیدو په تکل  د ریل رارسیدو په تمه   د نورو خلکو په منځ کې ودریدم.  پوره  پنځه دقیقې وروسته ریل راورسید،  په ریل کې د عادت سره سم  ناستو هلکانو او نجونو په غوږونو کې د خپلې خوښې  موسیقۍ اوریدو غوږي ځای پرځای کړي او داکار نه یواځې په ریل کې بلکه په لاره، بس ،  خوړنځای   او آن په هرځای کې د جرمني ځوانانو ترمنځ لکه  یو رواج ګرځیدلې او که کله د کوم ځای  یا پتې په اړه له چا د پوښتنې اړتیا پیدا شي نو په  ستونزمنه  توګه به داسې یو څوک پیدا کړې چې  غوږونه یی  د موسیقۍ له  اوریدونکو غوږیوو خالي وي څو ترېنه خپله پوښتنه وکړي. دا ډول د کتاب  لوستل  په لویدیځ  او په ځانګړي ډول په جرمني کې یو ډول عامه بوختیا ده چې  تر ډیره یی په عمر پاخه کسان  په هرځای  او په هر ه وزګاره شیبه کې  لولي چې  ډیره دغه کتابونه د کیسو، ناولونو او رمانونو دي چې جرمني  وګړي یی په لوستو خپل ځانونه بوخت ساتي. 

پوره یو ساعت وروسته  ویغت فول   ته  چې د برلین په دیرش کیلومترۍ کې  شمال ختیځ خواته  لکه د وانزې   یو ښیرازه  او دهسکو شنو ونو په منځ کې   پروت کلې دې  ورسیدم.  ددغه کلي په یوه ګوښه سیمه  کې د یو پخواني  سیاسي مبارز  (کوغت) په  کور کې   د کوغت لوینشټاین پوهنیز مرکز  په نامه هغه  روزنیز مرکز پروت دې چې  ورته له نړۍ څخه  دبیلابیل ادارو کارکوونکې   راځي او دلته په اړونده  پروګرامونو او روزنیزو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون  کوي.  دکوغت هاوس  په لومړۍ دروازه کې  ښاغلې ټیم چې ددغه مرکز مشر دې  له خندا په ډکه خوله ولاړ  دې.  مسټر صافي ویلکم  ټو کوغت هاوس،  ما ته دهرکلي له ویلو وروسته  نوموړي له همدغه ځایه ماته دسیمې  او ددغه کور  په اړه معلومات راکړل، دکور  پر بهرنیوو دیوالونو راځړیدلو ګلانو ودانۍ ته پوره زړه راښکون ورکړې و، شاوخوا شنو چمنونو او  له ودانۍ چارچاپیره پخوانیوو  هسکو ونو  دغه سیمه  دیو رومانتیک او یا هم شاعرانه  چاپیریال  په  څڼو کې  راګیره کړې وه.

ټیم  له ما وغوښتل  چې دهغه پسې  ورشم ،  په لومړي  پوړ کې یوه لویه خونه چې  د خوړنځي ګمان پرې کیده وردننه شوو، ټیم  ماته د چایوو، ډوډیوو ست وکړ  ویل یی که  اوس اشتهاء نه لرې نو کولای شې چې وروسته راشې  او له دغه ځایه خپل خواړه ترلاسه کړې. ما هم غوره وبلله چې  یوځل خپل  لوازم  په ټاکل شوي ځاې کې کیږدم  او له لږې دمې وروسته  دلته راشم . همداسې مې وکړه، ټیم ماته زما د کوټې کونجۍ راکړې  او زه هم د خپلې خونې پر لور لاړم. په کوټه کې  له څو دقیقو ایسارتیا وروسته  ډیویډ چې  ددغه ځایء یوتن  کارکوونکې و زما دکوټې دروازه وټکوله ددروازې په پرانستو  نوموړي وویل چې  په خوړنځاۍ کې ټیم تاسو ته په تمه دې.  خوړنځاۍ ته په رسیدو  ښاغلې ټیم  د یوشمیر ځوانانو سره یو ځایء  د اوږد میز  چاپیره  پر چوکیوو ناست دي. مخکې له دې چې  ما هغویء ته وروپیژني په خپل لاس کې یی نیولي کاغذ ته په کتو داسې پیل وکړ:  اسکا او  کرول د پولنډ ، الینا او تانیا د روسیې، مریانا، دریا او  آناتو د یوکراین، کترینا د ناروي، ډوره او ایزتر د هنګري، سیلا د سلواکیا، مارتین د اسټریا، ویرونیکا، ارمني او آنې د ارمنستان، نظیفه  او ابراهیم  د اذربیجان، دایس، مادوف او کرینا د جورجیا او تاسو عنایت صافي له  افغانستان  څخه  مونږ سره په دغه  پروګرام کې برخه اخلیء.  نوموړي  زیاته کړه چې زه هیله لرم تاسو به ددغه پروګرام په اوږدو  کې  له یو بل سره ښه اشنا او په دغه ځای کې  له اوسیدو خوند واخلیء. دکوغت هاوس په روزنیز کیمپ کې مونږ  په رښتیا هم له یوه بل سره ښه اشنا شو  په بیلابیلو موضوعګانو مو سره نظرونه شریک او د یو بل له عاداتو ، کلتورونو او ټولنیز ژوندانه  څخه پوره خبر شوو .  د دغه  روزنیز پروګرام  ټولې درې ورځې  له معمول سره سم  د ګروپي کارونو ، پرزنتیشن، تمرین او  ازادو بحثونو په کولو تیرې شوې  او د څلورمې ورځې په پاۍ کې  مشر روزونکي  له  شاوخوا شلو تنو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې د مهالویش سره سم باید نن شپه  هرڅوک دخپل هیواد څخه  د راوړو خوراکي توکو  په  ګډه ننداره کې ګډون وکړي.  ماسره پرته له بادام او پستې بل څه نه و او دا ځکه چې زه وار له مخه د مهالویش  دې برخې ته نه وم  متوجې شوې، خو په هر حال د شپې  ما هم خپل بادام او پسته له  پخلنځي څخه  په را اخستې  قابونو کې واچول او هغه  تالار ته ورسیدم چې په کې  دنړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه  د رواړول شویوو خوراکي توکو ننداره جوړه وه.  د هر میز له پاسه  د خوراکي توکو بیلابیل ډولونه ایښودل شوي و او خپل خپل  څښتنان ورته ولاړ و، اوس نو هرچا کولای شول چې د یو بل له میز څخه  خوراکي توکي  د خوړلو لپاره راواخلي. ویرونیکا د تالار له کونجه ماته راغږ کړ، راشه د ارمنستان  انار وڅکه، زه چې هغه خواته ورغلم ګورم چې  د غوزانو په اندازه  کوچني انار  په یو قاب کې پراته دي چې په لیدو یی  ما دخپل هیواد د انارو ستاینه پیل کړه او ورته مې وویل چې  ستاسو دغه انار لس دانې یوځایء کړې زمونږ د هیواد یو انار ترې ایله جوړ شي او دغه چاکلیټ زمونږ د شیرپیرې او ګوړې څخه ډیر خوند نه کوي خو له بده مرغه چې ما هیڅ ثبوت نه درلوده زه دلته له دویء سره په  خبرو بوخت وم  خو چې خپل میز ته ور وګرځیدم ګورم چې زما بادام او پسته  د ځوانانو په جیبونو کې شرنګیږي او یوه دانه یی هم په قابونو کې نشته، نور نو ما په ډیر ویاړ سره  چې ګوندې زما دهیواد میوه خلکو ډیره خوښه کړې د نورو هیوادونو د خوراکي توکو په څکلو او له  څښتنانو  سره یی په بنډارونو اخته شوم.  ټیم  زما خواته راغې او غوښتنه یی دا وه که  د ځوانانو د پیاوړتیا او د هغه  پروژې په اړه چې  زه یی په افغانستان کې  دملګرو ملتونو د بشري میشتونې له پروګرام سره په پلي کولو بوخت یم  ګډونوالو ته  تشریح کړم . ما ورسره  ومنله او له دې وروسته  تر نیم ساعت پورې مونږ د یو ازاد بحث په اوږدو کې  د ځوانانو د پیاوړتیا پروګرام په اړه  سره وغږیدو.  په کوغت  هاوس کې ما خپله  وروستۍ شپه تیره کړه او سبا سهار مې  په داسې حال کې  له خپلو ملګرو سره خداي پاماني وکړه چې جورج پرایکر په خپل شخصي موټر کې له دغه ځایه زما د بیولو لپاره راغلې و. په موټر کې مې له جورج سره د کوغت هاوس د پروګرامونو او د بیلابیلو هیوادونو څخه د راغلیوو ځوانانو سره د لیدنې په اړه خبرې کولې، چې ګرځنده تلیفون مې وکړنګیده، د ټول افغان ویبسایټ مشر چلوونکې اوپه نړیوال جال کې  د پښتو توریوو او کمپیوټري لیکدړې لومړې  جوړوونکې شیرزاد کاموال  د تلیفون پر لیکه  راسره و، ویل یی  سبا زه  څو تنه نور افغان میلمانه لرم او تاسو به هم راځیء. ما ورسره  ومنله او له جورج سره مې یو ځل بیا خبرو ته ادامه ورکړه.  د جرمني دتعلیمي سازمانو د ادارې لخوا پتییل شوې وه چې سبا زه له دوه تنو نویوو ټاکل شویوو پارلماني وکیلانو سره وګورم له جورج څخه مې غوښتنه وکړه که وکولای شي  له وکیلانو سره د لیدنې وخت سبا له ماسپښین وروسته  وټاکي څو زه د شیرزاد کاموال له  کوره  په راستنیدو وکولای شم  هلته ورشم.   نوموړي راسره ومنله او  ویل یی که ښار ته  د څیزونو د رانیولو لپاره ځې نووخت لرو. ما چې  په برلین کې خپله وروستۍ ورځ د سوغاتونو د رانیولو لپاره ځانګړې کړه وه د جورج په خبره بدله کړه او نن ورځ مې غوره وبلله.  دښار په مرکز کې مې د اړتیا وړ توکي واخستل او بیا له هغه ځایه بیرته خپل هستوګنځي ته ورسیدم. 

دشپې لخوا  دجورج زنګ زما دسبا ورځې  پروګرام داسې بدل کړ چې د وکیلانو لیدل  وځنډول شول او پرځای یی  دفتر پریکړه کړې  چې تاسې دشپې لخوا په هغه  میلمستیا کې ګډون وکړیء چې د ادارې  د غړیوو او کارکوونکو لخوا تاسو ته دخدایء پامانۍ ویلو په موخه جوړه  شوې. 

سبا غرمه  شاوخوا دولس بجې  شیرزاد کاموال زما د هستوګنځي  ددروازې مخې ته  له څو تنو نورو ځوانانو سره په خپل موټر کې  زما د ورتګ په تمه و.  دوی سره مې له  ټینګ روغبړ وروسته  د شیرزاد د کور  پر لور حرکت پیل کړ، په موټر کې  مې له ناستو ملګروسره  چې ټول یی د ننګرهار ولایت اوسیدونکي و او اوس د برلین په یو پوهنتون کې  دماسټرۍ په دوره پر زده کړه بوخت وو دخبرو اترو لړۍ  تر ډیره وغځوله ، په دوی ء کې یو تن چې ښایسته ښکلې سوچه  تورې  ږیرې یی نوموړې د برلین په ښار کې د یو پرهیزګاره مسلمان ځوان په توګه  له ورایه په ډاګه کاوه  په خبرو خبرو کې ماته معلوم شو چې  له ما سره یی  نزدې اولس کاله پخوا  د قرانکریم د حفظ په یوه مدرسه کې یوځای درس ویلې، دا قاري اسماعیل و چې  یومهال  له  مونږ سره د مهاجرینو په یو کمپ کې  اوسیده  او د حفظ په یوه مدرسه کې مو سره درس وایه خو کلونه وروسته  مې نه په پیښور او نه په  هیواد بلکه په برلین کې سره ولیدل.  اوس نو د جمعې د لمانځه وخت و او په ګډه مو پریکړه وکړه چې لومړې باید  لمونځ  اداء کړو او بیا له هغه وروسته  دشیرزاد کور ته لاړ شو، همداسې مو وکړه ، موټر مو د شیرزاد د کور مخې ته ودراوه او له هغه ځایه  په خپلو پښو د هغه جومات پرلور رهي شو چې  په  لږ واټن کې  له دغه ځایه  اباد شوې و.  د جومات دننه  یو عرب امام  په  خورا  فصیحه  جرمني  ژبه  د قران له ایاتونو څخه  خپلې وینا ته  چې په کې  تر ډیره دجهاد اړوند ایاتونه  لوستل کیدل  ادامه ورکوله. که څه هم زه په جرمني ژبه تر ډیره نه پوهیدم خو ددغه  امام  د وینا انداز د لمونځ کوونکو زړونو ته  لاره کوله  او دې پایلې ته ورسیدم چې  هو په جرمني کې مسلمانان تر ډیره بریده کولای شي خپلو دیني مناسکو ته په ښه  ډاډه زړه دوام ورکړي. دلمانځه اداء کولو وروسته مو د شیرزاد  له تره ښاغلي محمد صدیق  کاموال سره چې  ښایسته نوراني څیرې یې له ورایه  هغه ماته  دیو مهربانه انسان په توګه راپیژانده دجومات په مخکې  ولیدل. 

دشیرزاد کاموال کور د برلین  په یوه ګوښه ارامه سیمه کې پروت دې چې  اوسمهال  په جرمني  او په ځانګړي توګه په برلین کې د ډیرو اوسیدونکو افغانانواو زده کوونکو  لپاره  د راټولیدو یو ښه مرکز ګرځیدلې او داسې معلومیده چې  نه یواځې شیرزاد بلکه  دنوموړي  تره قدرمن محمدصدیق کاموال  لا هم د خپل افغاني کلتور پرهویت  کلک ولاړ دي او د ډیروهغو افغانانو پرخلاف چې  په جرمني کې له خپلو کورنیوو سره اوسیږي  لا یی هم ځانونه  د خپل  پښتني او افغاني کلتور په مزو کلک تړلي دي.  د شیرزاد په کور کې مو له ډوډۍ خوړلو او چایء څښلو  وروسته له ښاغلي محمد صدیق کاموال سره د اوږد بنډار په پایء کې  په دې خبره چې زه باید د خپلې کوربه ادارې په هغه میلمستیا کې چې زما لپاره یی چمتو کړې ګډون وکړم له  ټولو سره خدایء پاماني وکړه او د ریل تر یوه تمځایه د قاري صیب محمد اسماعیل په ملتیا د ویټن برګر پلاټز پر لور وخوځیدم. 

دمازیګر پنځه بجې   او پنځه ویشت دقیقې وې چې زه د A D B  دفتر ته  ورسیدم، په دفتر کې ټولو همکارانو زما د ورتګ انتظار کاوه، له هغه ځایه ورو ورو د ښار  مرکزي برخې ته ورسیدو .  دلته  د اې ډي بي ادارې  لخوا د یو ښکلي  هوټل  په کونج کې یواوږد میز  تیار نیول شوې و . ملګري ټول د میز شاوخوا کښیناستل او له یوه بل سره یی په خبرو پیل وکړ، آغلې ماریا  دګډو وډو خبرو بهیر مات او له ټولو یی وغوښتل چې  دنوموړو څو خبرو ته پام ور وګرځوي. ماریا  جرمني ته زما راتګ ، دلته اوسیدل او بیرته تګ  په اړه ټولو همکارانو ته معلومات ورکړل او بیا یی له ماڅخه وغوښتل چې خپلې د سترګو لیدلې خاطرې بیان کړم، ما خپله یوه خاطره له دوی سره داسې شریکه کړه :  

  په برلین کې زما دویمه ورځ وه، غوښتل مې چې بیرون ووځم او یوه شیبه مې ساعت تیر شي. په هیډلبرګر پلاټز کې زمادهستوګنې سیمې ته نږدې یو ښکلې تفریحې پارک و، دپارک دننه یواځې دوه په عمر پاخه سړي په دوو بیلو بیلو چوکیوو کې ناست و. دموسیقۍ اوریدو غوږۍ  ددواړو په غوږونو کې نصب وې ، او کله کله به یی له ځان سره هم خبرې کولې، ما داسې فکر کاوه چې دوۍ ګوندې له چاسره دګرځنده تلیفون دغوږیوو له لارې  خبرې کوي او یاهم داوریدونکې پاپ موسیقۍ سره  خپل غږ بدرګه کوي .  ډیر وخت وشو خو دوۍ لا هم خبرې کوي کله کله به یی خپلو لاسي بکسونو ته لاسونه ورتیرکړل څه به یی په کې ولټول بیرته به  یی خبرو ته ادامه ورکړه، خو په دغه حالت کې به دواړو ماته ډیر ډير راکتل، ماداسې انګیرله چې ښایی دویء  زه  د یو بیګانه کس په توګه پیژندلې یم، کله به یی زما خواته راکتل او خندل به یی چې ما به هم په ځواب کې په شونډو ورته وموسکل، خو نور پوه نشوم چې خبره څه ده.    دلته مې ښایسته ډیر وخت تیر کړ، خو نور هیڅوک هم دغه پارک ته رانغې ، سبا مازیګر بیا هم همدې خواته راغلم، ځکه چی نور ځایونه راته لا تراوسه معلوم نه و او زه هم یو نابلده او ناپیژندویه انسان ددغه ښار یو نوې میلمه وم.  نن هم دپارک دننه هماغه دوه  سړي په هماغو ځایونو چې پرون ناست و نن هم ناست و.  زما په لیدو یی یوځل بیا په خولو مسکاوې خورې شوې خو  ددوی لا اوس هم  اوریدونکې الې په غوږونو کې دي او هماغسې خبرې کوي لکه پرون یی چې کولې. حیران وم چې ولې دغه پارک ته نور څوک نه راځي؟ دمازیګر لمر نور د ډوبیدو وخت ته ورنزدې شوی و، زه هم ورو ورو دپارک دروازې  په لور روان شوم  بیرون یو ځلمې ولاړ و زما په لیدو یی راته  اشارې پیل کړې، زه وروګرځیدم ورڅخه مې وپوښتل چی څه خبره ده، څنګه اشارې کوې، هغه په ماته ګوډه انګلیسې کې راته په خندنۍ لهجه  وویل چې  ته خو لیونې نه یی، ما ورته وویل ته څه فکر کوې؟، هغه راغبرګه کړه چې دغه پارک خو دلیونیانو دې، ما فکر کاوه چې ته هم لیونې یی!!

له دې سره  ټولو دومره وخندل چې  دهوټل دننه یی دخندا غږونه څو چنده راغبرګ شول. شیبه   وروسته جورج پرایکر هغه تصدیق لیک چې د اې ډي بي ادارې لخوا ماته جوړ شوې و راکړ او دچکچکو په بدرګه زمونږ دغه پروګرام  پای ته ورسید.

دشپې لخوا مې یو ځل بیا د پخوا په شان د انټر نټ کړکۍ پرانسته، ځوان شاعر  جلال امرخیل چې اوسمهال په بلجیم کې  او زما نزدې ملګرې میر افضل سادات  په ناروي کې اوسي په لاین کې دي. ما به له دویء دواړو سره ډیره وخت د شپې لخوا په ساعتونو د سکایپ سیستم له لارې خبرې اترې کولې او هر وخت به یی  له ما څخه غوښتل چې ددویء ځایونو ته ورشم. او دا ځکه چې ما دشینګن ویزې په درلودو کولای ء شول چې   د بلجیم او ناروي په ګډون ډیرو اروپایي هیوادونو ته لاړ شم.  خو داچې ما دخپل تنګ او نښتي مهالویش له مخې  نه غوښتل  چې بلې خوا لاړشم نو له دویء څخه مې په وار وار  بخښنه غوښته. نن شپه مې  له دویء سره د ډیرو خبرو پرځایء له اروپا څخه د تګ خدای پاماني واخسته او ورو د بسترې غیږ ې ته ور ولویدم.

د اکتوبر میاشتې څلوریشتمه  نیټه  په برلین کې زما وروستۍ ورځ ده،  د ورځې په یوه نیمه بجه زه د برلین له ټیګل هوایی ډګر څخه په لوفتنزا هوایي شرکت پورې تړلې الوتکه کې  د فرانکفورټ پر لور او له هغه ځایه د صافي شرکت پورې تړلې الوتکه کې د کابل پرلور الوت لرم.

جورج  دسهار پر یوولسو بجو په خپل موټرکې زما دهستوګنځي مخې  ته  ودرید او په څو شیبو کې مې خپل  لوازم او بکس دهغه په موټر کې وغورځول، دکور کونجي مې  دودانۍ څښتن ته وسپارلې او مونږ  په بیړه د هیډلبرګر پلاټز له سیمې  څخه ووتو، په لاره کې د قاري اسماعیل زنګ راغې ویل یی چې مونږ هم هوايي ډګر ته  در روان یو، ما که هرڅو هغه ته د نه راتلو وویل خو هغه نه منله ، نوموړې زمونږ له رسیدو سره سم د شیرزاد کاموال په ملتیا ډګر ته راورسید، ما له جورج څخه  دهغه  د میلمه پالنې او ټولنیز  تعامل له امله  د مننې په ترڅ کې  دوۍ دواړه جورج ته ور وپیژندل  او  له لږ ځنډ وروسته  مې دالوتنې د اعلان له  اوریدو سره سم د خپلو ملګرو سره خدای پاماني وکړه او  د اروپا دغه  پرمختللې هیواد مې  له یوې نړۍ خاطرو او کیسو سره  دخپل هیواد پر لور پریښود.

 

منصور غروال 27.12.2010 07:24

هر ملت په خپلو ننکیالیو ویاری هتلر هم د جرمنی یو ننکیالی وه د جرمنی خلک به هغه هیچ وخت هیر نکری مونژ ته د خپلو ننکیالیو یادول او لمانزل پکار دی.

عنایت ساپې 16.02.2010 15:59

ګران هجرت صیب،<br />پوښتنه دې پرځای ده، خو ستونزه داوه چې زه بیخي ناپیژندویه وم هیڅوک مې نه پیژندل او بل داچې زمونږ د اختر پرورځ هلته رسمي کاري ورځ وه، نو دا چې اختر مې څنګه و، په اړه به یی زه ستاسو له وړاندیز سره سم یونلیک ته یو څه ورډیر کړم. ستاسو له نیکې مشورې یوه نړۍ مننه. او د پردیسۍ په شپو او ورځو کې درته هر اړخیزه خوښي غواړم.<br /><br />

هجرت 16.02.2010 15:15

سلامونه ګرانه وروره، ستا د روغتيا په هيله غواړم یادونه وکړم چې ما ستاسو لېکنه ولوسته، په زړه پورې وه، خو تاسو چې کله راتلی نو روژه مو په خوله وه او په هوای ډګر کې مو ماته کړه او بیا روسته مو د اختر د شپو او ورځو هيڅ یادونه نه ده کړی او د وطن او بهر ستاسو په وینا د يو یورپ په دا پرمختللې هېواد کې مو اختر څنګه وه؟ یا خو دا چې تاسو ته به ښه ښکاره شوی وه ځکه له سپره و‌طنه لری په يو پرمختللی هېواد کې وی او خپله هره ورځ به مو اختر ګنله، کنه زما خو دا ۳۶ اختر په پردیسی کې دی او یو مې هم له هيره نه دی وتی. له ټولو ورځو د اختر ورځ دلته خفه کوونکې وی. <br /><br />ستاسو د لا بری په هيله<br />ع. س. هجرت

ساپې 07.01.2010 10:53

ظالمه ستا نوم په کې په زرینو کرښو لیکل شوې وروستي دوه مخونه یی ته ولوله بیا به درته معلوم شي چې ستا نوم په کې شته که نه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.